Home+له طبي نظره څوک باید روژه ونه نیسي؟ | ډاکټر ش میره‌کی

له طبي نظره څوک باید روژه ونه نیسي؟ | ډاکټر ش میره‌کی

 ‎نن غواړم د طبابت له اړخه هغه دوستان او یا هیوادوالوته چې په مختلفو ناروغيو اخته دي او په څنګ کې یې درمل اخلي، یو څه معلومات وړاندې کړم .

‎۱:  د اسلام په پاک دین کې هر هغه  څوک چې ناعلاجه ناروغ وي او یا یې بې له درملو ژوند په خطر کې وي، کولی شی چې روژه ونه نیسي.

‎۲: د شکر یا قند ناروغان هغه څوک چې انسولین اخلي بايد په روژه نیولو کې احتیاط وکړي، او که ټابلیت اخلي باید د ډاکټر په مشوره ورته کوم ډول ټابلیت ورکړي او بیا هم د ډاکټر نظر مهم رول لري  .

‎۳: هغه څوک چې لوړ فشار لري باید کوم وخت درمل واخلي، باید له خپل ډاکټر سره مشوره وکړي.

‎۴: هغه څوک چې دې ټایروئید غدې یې د جګ او يا ټيټ کار کولو په ناروغۍ اخته وي، باید نيم ساعت مخکې له خوړلو څخه خپل درمل واخلي، نو په دې لحاظ دغو خلکو ته هم روژه مشکله ده .

‎۵: هغه ناروغان چې رواني او عصبي ناروغي لري باید د مسوول ډاکټر په مشوره درمل واخلي او هغه مشوره ورکړي چې روژه ونیسي او که نه.

‎۶: هغه ناروغان چې د معدې زخم او یا ډير پرمختللی ګزک (التهاب) ولري باید د خپل ډاکټر په مشوره کار پرېکړه وکړي چې روژه ونیسي او که نه.

‎۷: هغه څوک چې په مخدره موادو اخته وي، هغه ته هم باید معالج ډاکټر هدایت ورکړي .

‎۸: هغه ښځې چې په روژه کې میاشتنی عادت ورته پيدا کیږي روژه یې نه کېږي.

‎۹: هغه انسانان چې له فکري او یا رواني نظره د ښه او بد توپیر نه شي کولی روژه په هغه نه کیږي .

‎۱۰: هغه سپین ږيري چې خپله ادراک یې له لاسه ورکړی وي په هغو هم روژه نه کیږی .

‎۱۱: هغه ښځې چې نوی اولاد یې زیږیدلی وي او خپل کوچني ماشوم ته شیدې ورکوي په هغې هم روژه نه کیږي.

‎۱۲: هغه ښځې چې میاشتنی عادت ولري په هغه هم روژه نه کیږي

‎۱۳: هغه خلک چې ناروغ وي او په ورځ کې څو وارې درمل اخلي نو په دې لحاظ په روژه کي په دوه وارې درمل یو ځای اخیستل هم خطر لري باید دا خلک د خپل ډاکټر په مشوره درمل واخلي او یا روژه ونیسي او یا نه

‎۱۴ : هغه ناروغان چې د تنفسي جهاز مشکل ولري لکه ساه لنډي، چې هزه شېبه سپرې اخلي هغه هم کولی شي چې روژه و نیسي او یا نه، ځکه په سپرې روژه نه ماتیږي .

‎۱۵ : هغه ناروغان چې د بډوډو (پښتورګو) ناروغي لري بالخصوص د بډوډو نه فعالیت یعنې دیالایز چې کوي، په هغو هم روژه نه کېږي.

‎۱۶ : هغه څوک چې تر پوستکي لاندې  او یا ورید کې پیچکاري کوي د کومې ناروغۍ لپاره روژه یې نه خرابیږې، یوازې په سیروم او تقویتي شیانو روژه ماتیږي .

‎یادونه:  له ټولو ګرانو دوستانو څخه هیله کوم که واقعا په دا پورته ناروغیو او یا ستونزو اخته یاست بیا هم له خپل ډاکتر سره مشوره وکړئ او یا د خپل معالج ډاکتر په مشوره پرېکړه وکړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو هیر شوی لیک | آصف بهاند

«گله لیوال گله!» ما د لېوال صاحب «لام او ایلینو» منظومه په ۲۰۱۱ ام کال چې څنگه ترلاسه کړه، نو یوه کاپي مې ترې واخیسته...