تاند (یکشنبه، د کبږ حوت ۱۷ مه) یوه زلزله، چې شدت یې د ریښتر په کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې و، نن شپه په بدخشان ولایت او شاوخوا کې احساس شوه.
د اروپا ـ مدیترانې د زلزلو د څار مرکز د معلوماتو له مخې، دا زلزله د شنبې په ورځ د مارچ په ۷مه په ځايي وخت د شپې په ۱۰:۲۴ بجو وشوه او د مرکز ژوروالی یې د مځکې له سطحې شاوخوا ۲۱۲ کیلومتره لاندې و.
د زلزلې ځواک شدت ښايي له دې امله لږ احساس شوی وي چې مرکز یې تر ځمکې لاندې په نسبتاً ډېر ژور ځای کې و، ځکه د خطرناکو زلزلو مرکز عموماً د مځکې له سطحې ډېر لاندې نه وي.
د زلزلې کره شدت، مرکز او ژوروالی کېدای شي په راتلونکو دقیقو یا ساعتونو کې بدلون ومومي، ځکه زلزلهپوهان د معلوماتو بیاکتنه کوي او خپلې محاسبې سموي، او یا نورې ادارې هم خپل راپورونه خپروي.