تاند- نن د مارچ اتمه ده. له بده مرغه سږ کال بیا دا ورځ په داسي وخت کې رارسیږي چې په افغانستان کې ښځې له خورا ابتدايي حقونو لکه تعلیم او ټولنیز فعالیته بې برخې دي. او تر ټولو لا بده دا ده چې افغان ښځې د اسلامي حکومت په نوم له حقونو محرومې کړای شوي دي. د واکمن نظام دا کار نه یوازې افغانستان او افغان ښځو ته نه جبرانېدونکی تاوان اړوي بلکې په نوره نړۍ کې د اسلام مخالفانو ته پلمه په لاس ورکوي چې ګواکي اسلام د ښځو د حقونو مخالف دی.
دا ورځ په لومړي ځل د ١٩٧٥ کال د ملګروملتو له لوري د د ښځو د حقونو د ورځې په توکه وټاکل شوه خو د ښځو ورځ تر سلو کلونو زیات تاریخ لري.
د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کې هر کال د مارچ اتمه د ښځو د حقونو او د هغو د بریاوو د پېژندلو لپاره لمانځل کیږي. دا ورځ هیواد، دین، مذهب، ملت، قوم، رنګ، نژاد او سیاسي نظر ته له پامه پرته د ټولو میرمنو د مساوي حقونو لپاره لمانځل کیږي.
د ښځو د ورځې لمانځنه د نولسمې پیړۍ په پای او د شلمۍ پیړۍ په لومړیو کلونو کې د کارګرو د تحریک په نتیجه کې پیل شوه.
د شلمې پیړۍ په پیل کې دا ورځ په لومړي ځل په امریکا کې د ١٩٠٩ کال د فبرورۍ په ٢٨ د سوسیالیست ګوند لخوا د هغو کارګرو ښځو په حق کې ولمانځل شوه چې په ١٩٠٨ کال کې یې د کار پر شرایطو د اعتراض په توګه مظاهرې وکړې.
ځینې دا هم وایي چې په ١٩٠٨ کال د نیویارک ښار په دې مظاهرې کې چې پکې ١٥ زرو ښځو ګډون کړی وو، ښځو د رای اچولو حق غوښتنه وکړه.
د ملګرو ملتونو له یوه راپور سره سم، په١٩١٣ او ١٩١۴ کلونو کې د ښځو ورځ په ټوله نړۍ کې د حق غوښتنې لپاره وټاکل شوه او د امریکا او اروپايي هیوادونوپه شمول په بېلابېلو هیوادونو کې مظاهرې وشوې.
په ١٩١٧ کال کې د مارچ په اتمه نیټه په روسیې کې ښځو د جنګ ضد مظاهرې وکړی.
له لومړي او دوه نړیوالې جګړې وروسته په لوېدیځو هیوادونو او په تېره بیا په امریکا کې ښځو د مساوي حقونو لپاره مبارزې پیل کړې او په دې لړ کې یې ډیرې بریاوې لرلې.
ملګرو ملتونو ١٩٧٥ کال د ښځو مبارزې، حقونو او د هغوی بریاوو ته ځانګړی کړ. همدغه کال ملګرو ملتونو پریکړه وکړه چې د مارچ اتمه به هر کال د ښځو د بریاوو د معرفي کولو لپاره لمانځي.
دا ورځ په هر هیواد کې ځان ته بېله معنا او مفهوم لرلی شي خو د افغانستان په شان هیوادونو لپاره چې د دین او کلتور په نوم ښځې ځپل کېږي، دا ورځ لا زیات اهمیت لرلی شي.
لا هم په افغانستان کې د ډېرو لپاره ښځه د نارینه د خدمت او شهوت د پوره کولو یوه وسیله ګڼل کېږي. لا هم ډېر په دې فکر کې دي چې په ټولنه کې د ښځې له فعال حضوره پرته هم پرمختګ ممکن دی.