تاند (شنبه، د کب/ حوت ۱۶ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د سياېناېن له یوې مشهوري ویاندې ډینا بوش سره په مرکه کې ویلي چې په ایران کې د بل «مذهبي مشر» له واک ته رسېدو سره ستونزه نه لري.
ډینا بوش د جمعې په ورځ په سياېناېن کې د امریکا له ولسمشر سره د خپلې ټیلیفوني مرکې راپور خپور کړ. د هغې په وینا، ټرمپ ټینګار کړی چې د ایران راتلونکی مشر حتی اړ نه دی چې یو دیموکراتیک مشر وي.
د ډینا بوش په وینا، د امریکا ولسمشر ویلي دي:
«زه په ایران کې د بل مذهبي مشر له واک ته رسېدو سره ستونزه نه لرم. د ایران راتلونکی مشر هم حتمي نه ده چې دیموکرات وي؛ یوازې داسې څوک باید وي چې له امریکا، اسرائیل او د منځني ختیځ د نورو هېوادونو له خلکو سره سم چلند وکړي.»
ټرمپ همداراز ویلي دي:
«ایران هغه هېواد نه دی چې یوه اوونۍ مخکې و. یوه اوونۍ مخکې ایران قوي و، خو اوس بېوسه شوی دی.»
یوه اوونۍ مخکې امریکا او اسرائیل په ایران کې د اسلامي جمهوریت پر ضد ګډ پوځي عملیات پیل کړل، چې د راپورونو له مخې د همدې عملیاتو په لومړیو ساعتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت مشر علي خامنهيي ووژل شو.
د امریکا د ولسمشر دا څرګندونې په داسې وخت کې خپرې شوې چې هغه په خپله خواله رسنۍ ټروت سوشل کې هم یو نوی پیغام خپور کړی و. ټرمپ په دې پیغام کې لیکلي:
«له ایران سره هېڅ ډول هوکړه نه کېږي، مګر دا چې بېقید او شرطه تسلیم شي. وروسته به د یو لوی او د منلو وړ مشر یا مشرانو له ټاکل کېدو سره، موږ له خپلو ډېرو زړورو متحدانو او شریکانو سره یو ځای نه ستړې کېدونکې هڅې وکړو څو ایران د له منځه تلو له څنډې بېرته راوګرځوو او هغه له اقتصادي پلوه تر پخوا لوی، ښه او پیاوړی کړو.»
د جګړې له پیل څخه یوه اوونۍ وروسته، په داسې حال کې چې تهران او د ایران نور ښارونه لا هم تر بمبارۍ لاندې دي، د اسلامي جمهوریت حکومت لا تر اوسه نوی مشر نه دی ټاکلی. خو د ایران ولسمشر د شنبې په ورځ د «بېقید او شرطه تسلیمېدو» وړاندیز رد کړی دی.
د ټرمپ څرګندونو د ایران هغه خلک، چې د پخواني پاچا زوی رضا پهلوي یا نورو لوېدیځ مېشتو سیاستوالو واک ته رسېدو ته حوسېدل، نهیلي کړي دي.
په همدې منځ کې داسي اوازې دي چې ممکن پخوانی ولسمشر حسن روحاني، چې د ولسمشرۍ په دوره کې یې ایران له امریکا او اروپايي هیوادونو سره اتومي موافقه لاسلیک کړه، د ایران نوی مشر وټاکل شي.
د روحاني د ټاکل کېدو په صورت کې ښايي امرکیا ا اسراییل حملې ودروي.