شنبه, مې 11, 2024
Homeټولنیزد کاري مرکې پر مهال دې پوښتنو ته مخکې له مخکې ځواب...

د کاري مرکې پر مهال دې پوښتنو ته مخکې له مخکې ځواب پيدا کړئ

ژباړه: امان الله «حنیفي»

د کاري مصاحبې پر مهال باید ځان د لنډې او ګټورې وینا لپاره چمتو کړئ، د ژوند، کاروبار او ورځنیو فعالیتونو په اړه مو خپل داستان جالب کړئ او د ځان په اړه ښه نظر مو مقابل لوري ته انتقال کړئ.

څنګه کولاس شی پر همدې چاره بریالي شی؟ په وار وار تمرین سره. موږ د همدې چارې د ښه تر سره کولو په پار، په همدې مقاله کې ځینو هغو پوښتنو ته اشاره کوو، چې ممکن د کاري مصاحبې پر مهال له تاسې وپوښتل شي.

دې پوښتنو ته په پام سره به وشی کولای چې د ځان لپاره ښه دنده پيدا کړی او پر مټ یې هغه په ښه ډول سرته ورسوی.

۱ـ د هغه وخت په اړه خبرې وکړئ چې کله تاسې د یو نسبتاً له تاسې سره د متفاوت شخص مرستې ته اړ وی.

۲- د هغو پېښو په اړه خبرې وکړئ چې که ستاسې د کاري ټیم تر منځ پېښې شي، څنګه به ورته د حل لاره پيدا کوی؟ په دې اړه یوه بېلګه وړاندې کړئ.

۳- د هغه  وخت په اړه خبرې وکړئ، کله چې تاسې له یو مهم شخص سره په ستونزه کې ښکېل یاستی او بالاخره  وکولای شی هغه په ښه شکل سره حل کړی.

۴- موږ ټول تېروتنې کوو او زړه مو غواړي چې کاش وخت بېرته ګرځېدلی، څو مو هغه تېروتنې بېرته جبراً کړې وی او له ملامتیا یې خلاص وی. د هغه وخت په اړه خبرې وکړئ چې تاسې له خپل همکار سره د اختلاف پر مهال، له یوې نوې او متفاوتې لارې مخکې لاړ شی، داسې چې هم ستونزه حل شي او هم مو همکار خپه نه شي.

۵- د هغه وخت په اړه خبرې وکړئ کله چې تاسې له یو شخص او یا هم خپل همکار څخه داسې خبرې واوری، چې اصلاً د ویلو نه دي؛ تاسې به هغه وخت څه کوی؟

که د داسې کار د پيل لپاره تاسې مصاحبې ته غوښتل شوي یاستی، چې ډېر کار مو له مشتریانو سره وي؛ حتماً له دغو پوښتنو یوې ته خو یې حتمی اماده اوسئ. داسې یو څوک راته وښیئ چې خپل کاري ټيم او شرکت یې په ښه ډول مدیریت کړی وي، د خپل ټيم ښه استازولي یې کړې وي او د نورو سیالانو پر خلاف یې مشتریانو ته ښه خدمتونه وړاندې کړي دي؟

۶- د هغه وخت په اړه خبرې وکړئ چې خپل مشتري ته به ستاسې د خداماتو په اړه ښه احساس ورکوی. هغه وخت به څنګه عمل کوی؟

۷- د داسې یوې صحنې په اړه راته ووایاست چې نه یاست توانېدلي، څو د مشتري انتظار پای ته ورسوی. دا وخت څه پېښ شوي دي او د دې شرایطو د حل لپاره مو څه کړي دي؟

۸- څنګه له خپلو خدمتونو د مشتري د خوښې او ناخوښې حدس کوی یا ځان ته هغه حد ټاکلی شی؟

۹- د هغې صحنې په اړه خبرې وکړئ چې تاسې له یو سخت او ډېرې چنې وهونکي مشتري سره مخ یاستی. دا وخت به څه کوی؟ څنګه کولای شی پر هغه خپل مال وپلوری؟

۱۰- د مشتریانو له یوې لویې ډلې سره د مخ کېدو پر مهال، هغوی ټولو ته دې ښو خدمتونو وړاندې کول سخت کار دی. تاسې به څنګه د خپلو مشتریانو اړتیاوو یا غوښتنو ته لومړیتوب ورکوی؟

حتماً داسې یوه ورځ راځي چې تاسې به پکې خپل ډېر مشتریان او ګټه وټه له لاسه ورکوی. تاسې د همداسې یوې ورځې او هغې بدې پېښې په اړه چې تازه ترې په بریالیتوب راوتي یاستی؛ فکر وکړئ. که مو په دې اړه نور څه ونه شو کړای، هغه در س چې له هغې مو اخیستی، حتماً یې په یاد راوړئ او ګټه ترې واخلئ.

۱۱- د هغه وخت په اړه خبرې وکړئ چې تر سخت کاري فشار لاندې وی. څه پېښ شول او څنګه مو ځان له هغه فشاره خلاص کړ؟

۱۲- د هغه وخت په اړه فکر وکړئ چې شرکت مو نوي بدلونونه راوستل. دې بدلونونو پر تاسې څه اغېز وکړ او څنکه وتوانېدی چې له هغه سره ځان جوړ راولی؟

۱۳- د خپل لومړني کار یا دندې په اړه خبرې وکړئ. د خپلو کاري شرایطو او اصولو پېژندلو په اړه مو څه کار وکړ؟

۱۴- د هغه وخت په اړه چې تاسې له سختو شرایطو د وتلو باور پر ځان کړی دی، مثال ورکړئ.

۱۵- کله چې تاسې له ماتې سر مخ شوي یاست، د هغه وخت په اړه خبرې وکړئ، څنګه مو ځان له دې وضعیته را وویست؟ یا په بل ډول، د هغه وخت په اړه چې تاسې ته به څو مسوولیتونه درسپارل شي او تاسې به په ښه ډول وشی کولای چې د هغو ټولو تر بار ووځی، ځان خبرو ته اماده کړئ.

۱۶- د هغه ستراتيژیک پلان په اړه مو هم خبرې وکړئ، چې تاسې به یې د لومړیتوبو پر اساس جوړوی.

۱۷- د هغه اوږدمهالې پروژې په اړه چې مدیریت یې تاسې ته درسپارل شوی دی، خبرې وکړئ. څنګه کولای شی هر څه ته په خپل وخت رسیده‌ګي وکړی؟

۱۸- هغه وخت چې د ټولو کارونو سرته رسول ممکن وو، تاسې د هغه وخت په اړه خبرې وکړئ چې ستاسې مسوولیت له حده زیات و. څنګه مو هغه ټول مدیریت کړل؟

۱۹- د هغه وخت په اړه خبرې وکړئ چې د ځان لپاره مو موخه ټاکلې وه. څنګه باوري وی چې موخې ته به مو ورسېږی؟

۲۰- د هغه ځانګړي وخت په اړه چې باید څو مسوولیتونه مو مدیریت کړي وی، مثال ورکړئ. څنګه مو دا وخت هرڅه ته رسیده‌ګي وکړه؟

ممکن تاسې د ځان په اړه د دې ډول پوښتنو پر مهال کومه ستونزه ونه لری؛ ځکه اړیکې لرل او پالل نه یوازې دا چې له تاسې سره  د ستونزو په هواري کې مرسته کوي؛ بلکې دا د ژوند یو مهم اړخ دی چې دې نه لرلو په وخت کې یې سړی بند پاتې کېږي. په هر حال، هغه څه چې تاسې باید ورته تر هرڅه ډېر پام وکړی، هغه د هغه کار او دندې په اړه چې تاسې یې مصاحبې یا انټرویو ته غوښتل شوي یاستی، د پوره معلوماتو لرل او د پيل پر مهال د خپلو لومړنیو اقداماتو په اړه توضېح ورکول دي. دې هرڅه ته پوره چمتو اوسئ.

۲۱- د هغې صحنې په اړه هم خبرې وکړئ چې تاسې توانېدلي یاستی یو څوک مو قانع کړي او هغه ستاسې له نظره مسایلو ته کتلي. په دې اړه یو مثال ورکړئ.

۲۲- دې داسې یو څه په اړه چې هغه کاملاً نوي او یا هم پېچلي مسایل وي، تاسې خپل یو ناهیلي مشتري ته هغه توضېح کړي وي، یو مثال ورکړئ. هغه وخت مو څه وکړل؟

۲۳- د یوې بریالۍ ارایې په اړه مو معلومات ورکړئ، د دې هرڅه دلایل څه وو؟

کېدای شي له دې پرته د مصاحبې پر مهال هم ستاسې او مسوول کس تر منځ له خبرو اترو په جاج اخیستو سره داسې پوښتنې وشي، چې که چېرې تاسې هغه مهال هرڅه ته په ښه ډول متوجې وی، کولای شی خبرې وکړی او د مقابل لوري رضایت لاس ته راوړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب