یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeټولنیزد ځان باورۍ اووه ګټورې لارې | ژباړه: نقیب الرحمن عمري

د ځان باورۍ اووه ګټورې لارې | ژباړه: نقیب الرحمن عمري

ولې پر ځان باورۍ ته اړتیا لرئ؟

پر ځان یا پر خپلو وړتیاوو باور د هر چا له پاره یوه جدي اړتیا ده. ایا تر اوسه کله داسې پېښ شوي، چې له کوم کار سره مینه ولرئ، خو ترسره یې نه کړئ؟ یا  یوه شي ته ډېر لېوال وئ، خو حتی ویې نه ازمویئ؟ یوازې په دې دلیل چې په کافي اندازه پر ځان باور نه لرئ.

ډېری وګړي نه شي کولی پر خپلو وړتیاوو باور وکړي، ځکه نور خلک پرې باور نه لري. دا موضوع امریکایۍ  الینور روزولت داسې بیان کړې ده:

«هېڅوک نه شي کولی تاسو ته د حقارت او ناتوانۍ حس درکړي، مګر دا چې تاسو خپله له هغه سره موافق واوسئ.»

نقیب الرحمن عمري

په خپلو وړتیاوو د نه باور په صورت کې تل ناغوښتل شوي شکونه او وېرې ستاسو ذهن ته لار مومي. د بېلګې په توګه: واقعاً زه به دا کار وکړی شم؟

  • نور کسان تر ما ښه او ځیرک دي، ځکه د دې کار د ترسره کولو له پاره تر ما ډېر صلاحیت لري.
  • که چېرې دغه کار یا خبرې وکړم، نور خلک به څه فکر کوي؟
  • بریا زما له پاره نه، بلکې د نورو له پاره ده.

که ځینې وخت پر خپلو وړتیاوو د باور له پاره له ستونزو سره مخ کېدئ، نو لاندې ټکي ولولئ، فکر پرې وکړئ، خوند ترې واخلئ او  تمرین یې کړئ!

  • په یاد ولرئ چې پر ځان باور لرل زده کېدی شي

ستاسو د ځان باورۍ درجه پر کومه ډبره نه ده حک شوې، نو د بدلېدو وړ ده.  موږ ټول انعطاف منونکي یو او کولی شو تغیير وکړو. حتی د دې توان لرو چې له خپلو هیلو لوړ پرواز وکړو. په یاد ساتئ، تاسو داسې وخت نړۍ ته راغلي یئ چې هېڅ (کولی شم) او (نه شم کولی) مو په ذهن کې نه وو. وروسته ژوند ذره ذره در زده کړل چې څه ډول خپل ځان محدود کړئ. 

تاسو به هېڅکله له کوم ماشوم څخه نه وي اورېدلي چې ووایي: (زه هغه کس نه یم، چې وکولی شم…) ځکه ماشومانو تر اوسه نه دي زده کړي چې خپل لیدلوری محدود کړي او نه هم د داسې چا تر اغېز لاندې راغلي چې بدبیني یې له سر او پښو وڅڅېږي.

لومړۍ لاره دا ده، هغه محدودوونکي فکرونه چې د ژوند په درشل  کې د ځان په اړه ستاسو په ذهن کې رامنځته شوي، پیدا او ټول لرې یا پاک کړئ.

  • هغه غږ ته پام مه کوئ چې ستاسو په ذهن کې منفي فکرونه تکراروي

کله چې له ویرې او ډار سره مخ کېدئ، یوه شېبه درېږئ او غوږ نیسئ. هغه کوچنیو منفي غږونو ته توجه وکړئ چې ستاسو د وجود د ننه دي او ووینئ چې دا غږونه واقعاً د چا دي؟ ستاسو د والدینو غږ؟ د ښوونځي د بدمعاشانو غږ؟ په مختلفو وختونو او اشخاصو پورې اړوند د بېلابېلو غږونو مجموعه؟ یا که د بل چا؟ دا د ننه نیوکګر غږونه په اصل کې ستاسو غږ نه دی. ښایي تاسو فکر وکړئ چې موجود دي، اما دا غږ واقعاً په تاسو پورې اړه نه لري.

ځان ته ووایئ: دا زما غږ نه دی! وروسته هغه له ستونزو سره مخ کړئ او په پر له پسې توګه هڅه وکړئ چې ټول نیوکګر غږونه نالیدلي ونیسئ او یا یې له منځه یوسئ.

  • د کمزورتیا ټکي مو د قوت په ټکو بدل کړئ

یو کس چې د غټو غوږونو لپاره به یې تل ملګرو مسخره کاوه، وروسته همدا تمسخر لامل شو، چې نوموړی له غټو غوږونو متنفر شي؛ خو د وخت په تېرېدو وتوانېد له همدغه غټو غوږونو په ګټنې خپل لیدلوری تغیر او پر خپلې موجوده وضعې او بدن رضایت او قناعت وکړي.

که پر خپلو شتو او ظرفیتونو د تمرکز پرځای پر کمزوریو او ستونزو غور وکړو، د ځان باورۍ فرصت له لاسه ورکوو. دا فکر هم باید ونه کړو چې بې عیبه او ځواکمن یو؛ خو په برجسته کمزوریو ټینګار، د اصلاح لپاره بې تفاوتي او قوت ټکو ته نه پام مو هېڅ ځای ته نه رسوي.

که ضدي او بې تفاوته یئ، هرومرو د دې ضدیت مثبت ټکي په نظر کې ونیسئ، ځکه له ضدیت څخه سمه ګټه اخیستنه مرسته کوي چې ارادې مو قوي او پر سرسختي کس بدل شئ. که ستاسو ستونزه دا ده چې ژر اندېښمن یا تشویشي کېږئ، نو باید پوه شئ چې د دغه ځانګړنې مثبت اړخ ستاسو د قوي تخیل توان دی او کولی شئ له هغه نه په خپله ګټه استفاده وکړئ.

هر هغه منفي باور چې د خپل ځان په اړه یې لرئ په نظر کې ونیسئ او د خپل خلاقیت او نوښت په مرسته یې داسې واړوئ چې په یوه مثبت ټکي باندې بدل شي. (هغه د غټو غوږونو والا سړی په یاد کې راولئ) دغه چاره به ستاسو له پاره یوه سرګرمي او ساتیري وي.

  • غوره او ښې وړتیاوې مو پیاوړې کړئ

د مشهورو او نومیالیو اتلانو وړتیاوې او قدرتونه په نظر کې ونیسئ او مخکې تر دې چې خپل کار پیل کړئ، هغه ولیکئ. دغه قدرتونه او وړتیاوې ممکن هر شی وي: فوق العاده سرعت، په دیوال باندې د تګ یا ختلو وړتیا، پرواز کول، قوي لید … یا هر شی مو چې ذهن ته رسېږي. له خپل ځانه وپوښتئ چې ولې تاسو ته دا وړاندیزونه کوم؟ دلیل یې دا دی چې ستاسو ذهن د فکر کولو په هغو مثبوتو ځانګړونو سمبال دی چې واقعاً کولی شي ستاسو په رفتار کې ګټور واقع شي.

پر دغه فوق العاده قدرتونو سربېره هغه ټولې ځانګړنې چې ستاسو په ذهن کې را ګرځي ولیکئ. نه یوازې هغه چې په خپل ځان کې یې وینئ، بلکې هره ځانګړنه چې ستاسو په نظر مثبته وي. هر سهار له کوره تر راوتلو مخکې هغه ولیکئ. ځان ته ووایئ، زما په لړلیک  کې باید حتماً دا موارد شامل وي: 

قدرت، عزت، ارامښت، فکر، خوښي، سخاوتمندي، ځیرکتیا، وړتیا، ښه اخلاق، شهرت، اراده … او دې لړلیک ته همداسې دوام ورکړئ. زه له تاسو دا نه غواړم چې په خپلو ځانګړنو یا هغو ځانګړنو چې په راتلونکې کې یې غواړئ، تمرکز وکړئ، بلکې غواړم دغو کلمو ته پاملرنه وکړئ. هر ورځ څو دقیقې د دې فهرست لیکلو او څو دقیقې یې کتلو ته ځانګړې کړئ. که دا لړلیک مو هره ورځ تکراري هم و، ستونزه نه لري. هره کلمه له خپل نظره وارزوئ او پر مانا یې فکر وکړئ.

تعجب به وکړئ چې یو وخت ووینئ څنګه دا اسانه کار او تمرین ستاسو ځانه ناخبری ضمیر ویښوي او یا یې سمبالوي.

  • د خپل ځان انګیزه بښونکی روزونکی واوسئ

که له وجوده مو د شک او ډار بدرنګو څېرو سر ښکاره کړ او نه یې پرېښودلی چې سم تصمیم ونیسئ، نو مثبت فکر وکړئ. تاسو د خپل وجود د سرکشې او اندېښمنې برخې روزونکي یئ او له دې سرغړوونکې برخې سره باید خوښه وکړئ. فکر وکړئ که یو ډېر نږدې ملګری مو له شک او ډار سره مخ شي، نو څه ورته وایئ؟ کومې لارښوونې ورته کوئ؟ همدا خبرې نوټ او ځان ته یې ووایئ. 

که د یوه کار ترسره کولو هوډ لرئ او ناڅاپه داسې غږ اورئ چې تاسو ته شک پيدا کوي او ډاروي مو، نو څو دقیقې تم شئ، کښېنئ او سترګې پټې ونیسئ، د یوه روزونکي په حیث خپل ځان داسې رهنمایي کړئ: وګوره! ته پرمختګ کوې، طبیعي ده چې خواشینی به وې،  خو دا د دې ښکارندويي کوي کوم کار چې غواړې ترسره کړې تاته اهمیت لري. ته ټول لازم صلاحیتونه او تجربې لرې. اوس نو عذر او زارۍ بس دي، جګ شه او ترسره یې کړه! خو که د دغه کار په ترسره کولو بریالی نه شوې، بیا هم زموږ ویاړ یې، ستا هڅې د ستایلو دي.

په ذهن کې یو قوي، ځیرک، مصمم، رښتیاویونکی او مهربان روزنکی ترسیم کړئ. لکه داسې یو څوک چې پېژنئ یې، یا لېواله یئ چې ویې پېژنئ. له ځان سره د یوه بل شخص په څېر خبرې کول، البته د ذهني وزګارتیا پر مهال، سبب کېږي له اضطرابه ډکو شرایطو کې پر نفس اعتماد ډېر کړي.

  • تمرین وکړئ چې خپله د قهرمانانو ځای ونیسئ

پر ځان د باور زیاتوالي له پاره ځان د اتلانو په ستیج لیدل یا رسمول ښه تمرین دی. پر هغه موقعیت فکر وکړئ چې ستاسو پر ځان باور مخه یې نیولې ده. وروسته خپل قهرمان په ذهن کې راولئ. ستاسو قهرمان هر څوک کېدی شي، د نړۍ له اتلانو او فلمي ستورو نیولې تر هغه چا چې ستاسو سره په یوه ولایت، ښار، ولسوالۍ او کلي کې ژوند کوي. سترګې مو وتړئ او فکر وکړئ چې هغه څه ډول قهرمانان دي، په څه ډول شرایطو او امکاناتو کې اتلان شوي دي.

تر څو شېبو وروسته تصور وکړئ چې تاسو په همدغه شرایطو او موقعیت کې د هغوی پر ځای یاست او قهرمان یئ. دغه چارې او تمرین ته تر هغه دوام ورکړئ چې د هماغه قهرمانو ځانګړتیاوې او خصوصیات مو په ځان کې نه وي راوستي.

  • د ځان پیاوړی او قوي انځور ترسیم کړئ

یوازې خپل ځان دې ته لېواله کول چې کولی شئ دا کار تر سره کړئ، د ځان باورۍ له پاره کافي نه دي. رښتینې پر ځان باوري هغه وخت ترلاسه کېږي چې په پرله پسې بڼه داسې یوې درجې ته ورسېږئ چې خپل ځان په ټولنیز ارامښت کې ووینئ. د بېلګې په توګه تا هغه کار پیل کړی چې هیله دې وه، هغه کتاب چې غوښتل دې ویې لیکې، لیکلی دې دی او یا بل هر شی چې لازم وو؛ ترسره کړي دې دي او همغه کس شوی یې چې غوښتل دې.

دا عادت په ځان  کې را پیدا کړه، چې هره ورځ یو څو دقیقې کښېنې او سترګې پټې کړې، ځان ووینې چې په قاطعیت، آرامتیا او قدرت سره چلند کوې. د قوي تصویر جوړونې دغه تمرین په دې مانا دی، چې تاسو وکولی شئ له ځانه زده کړئ چې څه ډول په نفس او ځان باور ولرئ او داسې عمل وکړئ چې د بریا چانس مو حداکثر ته ورسیږي. تصور وکړئ خپل ځان په تلویزیون کې ووینئ، وروسته همغه (تاسو) چې په تلویزیون کې وئ، په یاد کړئ چې څومره په ځان باورۍ سره مو عمل کاوه. دغه تمرین ډېر تکرار کړئ تر څو هغه کس شئ چې په تلویزیون کې یې وینئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب