پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهداودزی: د طالبانو ۲ سلنه کارونه ښه او ۹۸ سلنه نور غلط...

داودزی: د طالبانو ۲ سلنه کارونه ښه او ۹۸ سلنه نور غلط دي

تاند: ( پنجشنبه، د سرطان اتمه) د پرزول شوي جمهوري نظام یو مقام عمر داودزی باور لري، چې د طالبانو رژیم کړنې ۲ سلنه مثبتې او ۹۸ سلنه نورې غلطې دي.

نوموړي په یوه تازه مرکه کې، د جګړې او وینه توییدو موضوع مثبته وګڼله، خو وایي پر نجونو او ښځو بندیزونه، افغانستان په طالب او غیر طالب وېشل، د نه منم پالېسي، له هېواده د میلیونونو کسان وتل او نور موضوعات هغه څه دي، چې د طالبانو د رژیم کړنې ۹۸ سلنه غلطې ثابتوي.

هغه د جګړې او وسله وال مقاومت پر ځای له سیاسي لارې د افغانستان د قضیې پر حل ټینګار کوي او له طالبانو غواړي، چې د ځان دولت ګڼلو له ادعا سره باید ملت ته لاس وغځوي او خپل مشروعیت ترلاسه کړي.

د داودزي په باور، لویه جرګه، د اهل و عقد شورا یا بل څه چې طالبان یې مناسب ګڼي او ملت سره واقعي تمایل پکې کولای شي، باید د افغان ناورین د حل لپاره انتخاب کړل شي.

دغه پخوانی افغان مقام دا هم وایي، چې د طالبانو وژل شوي مشر ملا اختر منصور او د قطر سیاسي دفتر کسان یې د سولې او بین الافغاني تعامل پلویان وو، خو د هغه له وژل کیدو وروسته د طالبانو نوي مشرتابه دغه دریځ بدل کړی او د اوسنیو ستونزو سبب دي.

داودزی له زیاتو جزیاتو پرته وایي، چې له دې امله د طالبانو په خپل منځ کې هم اختلاف رامنځته شوی او سیاسي برخه یې د خپل رژیم له اوسني دریځ څخه ناراضه دي.

هغه په عین حال کې زیاتوي، چې تر ۴۰ سلنې افغانان له هېواده بهر دي او دا د یوه هېواد لپاره ښه پيغام او راتلونکی نه لري.

عمر داودزي هېواد ته د افغان سیاسي شخصیتونو د ستنیدو او ورسره د تعامل لپاره د طالبانو د اړوند کمیسون کړنې نامناسبې بولي او وایي دا ناسمه تګلاره ده، چې دغو شخصیتونو ته د فورم ډکولو له لارې هېواد ته د ستنیدو لاره ټاکل شوې دهږ

نوموړی دا قضاوت هم ناسم بولي، چې ګواکې د یوکراین قضیې افغانستان د نړیوالو له پامه غورځولی.

د هغه په خبره، نړیوال اوس هم افغانستان د بشري او سیاسي ناورین له اړخه په تر ټولو لوی بحث پېژني او هماغسې چلند ورسره کوي.

داودزی، چې طالبانو سره د وسله وال مخالفت خلاف دی، وایي له داسې مخالفت څخه د هیڅ هېواد ښکاره نه ملاتړ ثابتوي، چې هیڅ هېواد په افغانستان کې د جګړې له لارې د قضیې حل او د نړیوالو د شل کلنې پانګونې ضایع کیدل نه غواړي.

د دغه پخواني مقام په خبره، که طالبان په خپلو کړنو کې اصلاح راولي، د افغانستان وضعیت ښه کیږي، کنه وضعیت به نور هم خراب او د هېواد او هیچا په ګټه نه وي.

داودزی د طالبانو او پاکستان اړیکې ژورې بولي او وایي ایران او پاکستان دواړو سره باید ستونزې په خبرو حل او د نښتو مخنیوی وشي.

د ده په باور، د طالبانو او پاکستان ناندریزې اړیکې دوی نه، عامو افغانانو ته په تاوان تمام شوي او د جمهوري نظام د مودې برعکس، چې افغانان له ویزې پرته پاکستان ته تللی شول، اوس پر یوې ویزې تر پينځو زرو امریکایي ډالرو ورکوي.

طالبانو د عمر داودزي څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو داسې څرګندونې تل ردوي او د وضعیت د بشپړ ښه والي او کنټرول ادعا لري.

7 COMMENTS

  1. دناکام او ځیره خور حکومت یو مشاور به ولی نه وایی چی طالبان ناکامه دی. ددوی معیار هغه پردی غلامی او دکافرو بادارانو خوشالی ده. هغه جی دفورمی په ډکولو طالبان غلط ګڼی نو ددوی نور معیاروونه به تردی هم دخندا وړ وی.
    دښځو مسئله او نور ټول هغه دی چی ددی پخوانی مامور خلک او ددوی بادارانو په افغانستان تپلی او دیوه غربزدایی پروګرام دپلی کیدو ددوام په خاطر هلی ځلی کوی چی افغانستان دلوږی، او بیعزتی په چاپیریال کی همیشه راګیر وساتی.
    دیو ناکام کس له اټکله داسی مالومیږی چی طالبان ۹۸ سمی پالیسی لری او ۲ غلطی. په داسی انګیرنه ددی مامور نه مننه.

    • ما د دغه کس (ثابت) ټولې لیکنې په تاند کښې تعقیب کړي دي. په ظاهره طالب دی او هر هغه څوک ښکنځي چي په طالب یې انتقاد کړی وی خو عملاً د طالبانو لوی دښمن دی. دی د طالبانو د ملاتړ په بهانه د طالبانو په باره کې د خلکو د عقدو د زیاتولو کوشش کوي.
      په عین حال کې دې ته هم متوجې سوی یم چې ثابت د هغو خبرونو په نسبت زیات حساسیت ښکاره کوی چې په یو نه یو قسم د پاکستان خلاف وي. دی د کوزې خوا پښتنو نشنلستانو ته ډیر بد رد وايي، او جالبه دا چې پښتو سمه نه شي لیکلی خو انګریزی یې فوق العاده ده.
      نو ایا ثابت درته ثابت شو؟
      محمدصادق

  2. که دوی ۹۸ سمې پاليسۍ لري، نو بيا يې هماغه څوک په رسميت نه پېژني چې شل کاله يې د حق په نوم ټوپک ورکړی وو او دوی يې د حق لپاره جنګول. ان تر دې چې اوس هغه ديني بنسټونه هم چوپ دي چې له هغوی به ورته د جهاد فتواوې ورکول کېدې. موږ خو يو ديني بنسټ ونه ليده چې يوه ورځ د خپلې مدرسې شاګردان راوباسي او د هماغه خپلې مدرسې مخکې پرې د يو ساعت لپاره مارش وکړي او پر خپل حکومت غږ وکړي چې په رسميت يې وپېژني او حال دا چې له هماغو استخباراتي سوړو او نظامي چينلونو هم پرې نيوکې کيږي چې دوی له موږ سره خپلې ژمنې پوره نه کړې او دوی بايد خپلې ژمنې پوره کړي.
    نو تاسې ته پته ده چې :
    ان العهد کان عنه مسؤولا
    ولې د اوسنيو چارواکو خوله ماته ده چې له خپله ځانه ژبنۍ دفاع وکړي؟
    اوس خو موږ د غلام لاس ته ناست.
    هغه وينځه دې ورکه شي چې د بلې کالي پرېمينځي.
    نو دا غلامي او باداري هم يو حد لري.

  3. دستګرو نه چی حیا ولاړه بیا دی بی حیا انسان ته خبر داسی دی لکه دخر تیز چوک چی غلامی کوی باید د یو چا غلامب وکړی چی دباداری ارزش ولری اوس خو دا سپګن د غلامانو غلامان دی دهیرا مندی نه ورته امر کښی او دوی د خدای له امره تیر دی خو د هیرامندی د امر نه ندی تیر ستاسو مهربانی وکړی اول مو خپلی ښځی د پنجاب د کرنیل یانو له وینځی توب خلاصی کړی چی هغوی ګرو کړی دې که تاسو دلته کونه وخوزوی هلته په هغو کښی سوټی منډې داودزی هم دله ده همدا دله ګان وه چی دی بیغیرت د دالخورو غلامانو ته یې لار برابره کړه او افغانستان نه یې غوجل جوړه کړه

  4. د داود زي صیب خبره دکاڼی کرښه ده
    که څه هم ملا ثابت اخوند يی داسی راپارولی چی د خپل واسکټ د جیبونو نه يی ټولی رنګارنګ پاکستانۍ ټاپی راایستلی او په هرچا يی چپ او راست وهي. او له ځانونو نه يی د ځمکی خدایان جوړکړی او د ملایکو، پیغمبرانو او صحابه کرامو پوستکی يی خپل تورجهالت او خپل طاغوتي هوس ته اغوستی او په ولس يی ددین، شریعت او مذهب په نوم په وچ زور او جبر مني.

    دداودزی په خبره پسی یوه قیصه رایاده شو چی د غنمو یو تجار په یو بی وزله افغان غنم پلورل. بی وزله رانیونکي ورته وویل چی دخدای لپاره ټول مستک دی راباندی وپلورل. تجار ورته وویل چی یو یو غنم هم پکی شته.

    ملا ثابت او تالبی ملایان فکر کوي چی داودزی او ټول افغانان باید تالبی ملایانو ته د مستکو په بدل کی ۹۹ نمبری ورکړی ځکه چی د حقانی مبارکی مدرسی فارغین او د پاکستاني مفتیانو نازولی دي.

  5. جارسم خوږو او وطندوستو هېوادوالو ،
    د آی اس ای د ګوډاګیانو ، وطنفروشانو او پر پنجاب مینو همداسې قاطع ګوزارونه وکړئ چې نور د افغانانو په منځ کې نفاق وانه چوي .
    تعلیم او زده کړه یو الهي امر دی که څوک ترې منکر شي ، هغه لکه ملا پنجابی له خدایه منکر دی . علم په نارینه او ښځینه دواړو فرض دی.
    د دنیا په هر هېواد کې د ښځو دیني او معاصر حقوق په رسمیت پېژندل شویدي . اما دا د پنجاب ګوډاګیان دي چې د کفر او غلامۍ ټاپې په جیب کې ګرځوي او مسلمانان تکفیروي .

  6. Mr. dawoozai are you not member of I S I INTELLIGENT,
    TELL TRUE?YEAS ARE NO?THE ANSWER IS YES.
    2.YOU WAS SHARE IN CORRUPTION.THE CASH MONEY GIFTED FROM IRAN.
    ALL FRIENDS OF KARZAI&GHANI ARE CORRUPT.
    EMARAT ISLAMIC HONESTLY WORK FOR AFGHANISTAN.
    PEOPLES ARE WITNESS;
    EMARAT ISLAMIC TREAT THOUSAND OF ADDECTIVE OF DRUGS UNDER PULE SOKHTAH.
    ROADS&STREETS ARE UNDER COSTRUCTION.
    IMPORTANT IS THAT NO MORE CORRUPTION.
    ZENDAH BAAD EMARAT ISLAMIC AFGHANISTAN

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب