جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهملا برادر: د سالنګ لويې لارې اساسي رغنيزې چارې به تر اختر...

ملا برادر: د سالنګ لويې لارې اساسي رغنيزې چارې به تر اختر وروسته پيل شي

تاند: ( پنجشنبه، د سرطان اتمه)  د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، چې تر اختر وروسته به د سالنګ لویې لارې اساسي رغنيزې چارې پیل شي.

نوموړي د لوی اختر د لمانځه پر مهال خپله وینا کې ویلي، چې د هېواد د آبادۍ او شته اقتصادي ستونزو د له منځه وړلو په موخه په مختلفو برخو کې کارونه پیل کړي، چې یو یې هم د لویو لارو بيارغونه ده، چې ډېری هېوادوالو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.

 هغه په دې اړه د ځينو لویو پروژو د کار د پيل او دوام یادونه کړې ده.

ملا برادر د سالنګ لویې لارې د اساسي رغونې نور جزیات نه دي ورکړي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د ځینو لویو پروژو د ترسره کیدو او دوام چارې چټکې شوي، چې یو شمېر خلک یې ستاینه کوي.

له دې سره، د طالبانو منتقدان باور لري چې د دوی د رژیم په امکاناتو رغنیزې او نورې اقتصادي پروژې د افغانستان ورځ تربلې پراخیدونکی اقتصادي او بشري ناورین نه شي کنټرولولی.

دوی ټینګار کوي، چې طالبان دې ملي مشروعیت او نړیوال تعامل لپاره په خپلو کړنو او تګلارو کې بدلون راولي، خو طالب مشر ملا هبت الله د هغو کړنو پر پراختیا ټینګار کوي، چې دی یې د شرعي نظام تطبیق او مخالفان یې د افراطي او پارونکو کړنو پراختیا بولي.

1 COMMENT

  1. TO MULLAH SAHIB BRATHER;
    ASSALAMOALIKUM;
    ASHRAFGHANI GOT FOCUS ON WESTERN AFGHANISTAN.
    AND YOU PAY MORE ATTANTION TO SHAMAL.
    WHAT GOING ON FOR MASHRIQI= NANGARHAR KUNER;
    MULA SAHIB KUNER SEEND NEED ONE PROJECT FOR ELECTRICITY.
    GAMBIRY DAAG NEED TO BECOME READY FOR AGRECALTURE.
    NEED DAME(BAND)&PROJECT FOR BARQ
    MULASAHIB PLEASE DONT FORGAT NANGARHAR/KUNER
    ASSALAMOALIKUM

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب