جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د کندهار اخترونه / درخانۍ

د کندهار اخترونه / درخانۍ

د کندهار د اختر دودونه: 

کندهاریان د اختر په شپو او ورځو کي بېلابېل دودونه لري چي هر دود یې ځان ته ځانګړی بحث غواړي زه به دلته یوازي د اختر د سهار څو دودونه درسره شریک کړم په کندهار کي د کور هغه مېرمن چي د کور سمبالولو چارې ور دغاړې دي د ټولو تر مخه را ویښېږي لمونځ او اودس کوي وروسته تر اودس ځي پخلنځي/ اشپزخانې ته هلته د سهار لپاره کاسه پخوي کاسه: دا د کندهاریانو ډېر په زړه پوری دود دئ د کورنۍ نارینه چي د سهار د لمانځه ادا کولو لپاره جومات ته تللې وي هغوی د لمانځه د ادا کولو وروسته کور ته راځي دې وخت کي کاسه هم پخه سوې وي، هغه پخلی چي هر شی وي، خو تر ډېره دا کاسه وریجې او ماچې دي چي یو ځای پخیږي او د بورې سره خوړل کېږي. د کور نارینه کاسه له ځان سره جومات ته وړي د کلي او محل نورو کورونو هم خپل له کور کاسې را ایستلې یې ټول سره را ټولېږي لومړی د جومات له ملا او کلیوالو سره د اختر مبارکي وایي وروسته له هغه دا پخ سوې کاسې یو ځای خوري.

د کورنۍ له غړو سره مبارکي: په کندهار کي دوه ډوله دود دئ ځیني کورنۍ د اختر مبارکي یو له بل سره د سهار د چایو پر مهال کوي او ځیني کورنۍ بیا داسي هم دي چي لومړی ځي عیدګاه ته د اختر د لمانځه ادا کولو لپاره وروسته تر لمانځه بیا د اختر مبارکي کوي ټول کندهاریان دا دود لري چي د عیدګاه تر لمانځه وروسته د خپلو دوستانو هدیرو ته ځي دعا ورته کوي.

کوچنیانو ته د اختر مبارکي: د کوچنیانو د زړه ساتلو او خوشاله کولو لپاره کندهاریان دود لري چي هغوی ته د اختر مبارکۍ کي یو څه ورکړې دا  دود هم پر دوه ډوله دئ په لیرو پرتو سیمو کي د اختر په مبارکي کي کشمش نخود، نقل نخود یا یو بل د خورک شی ورکوي خو په ښار کي د دوی د خوشاله کولو لپاره پیسی ورکوي دا پیسی هره کورنۍ د خپل وس برابرې ورکوې کوچنیان دا پیسې اخلي او په ډېره خوشالي بیا تر هغې میلې پوري ځان روسوي چي په محل کي جوړه سوې وي.

یادونه: د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر د اختر په مناسبت، د سیمه ییزو دودونو په هکله د لیکنو او خاطرو لړۍ پیل کړې ده چې د دوی د خواله رسنیو پر پاڼو یې هم لوستلی شئ.



LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب