Homeخبرونهجرمني افغانانو ته د ویزې ورکولو امنیتي قیودات زیات کړل

جرمني افغانانو ته د ویزې ورکولو امنیتي قیودات زیات کړل

تاند: ( پنجشنبه، د سرطان اتمه)   په داسې حال کې چې جرمني چارواکو د خطر سره مخامخ افغانانو د لیږد پروګرام بیا پیل کړی، د ویزو د ورکولو لپاره یې امنیتي تدابیر ډیر کړي دي.

د جرمني حکومت، د اپریل په میاشت کې له خطر سره مخامخ افغانانو ته د ایستلو له پروګرام څخه د ناوړه استفادې د رپوټونو له کبله ویزې وځنډولې.

د دویچه ویله د راپور له مخې، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې له څو میاشتو ځنډ وروسته به پخوانیو سیمه ییزو کارکوونکو او له خطر سره مخامخ افغانانو ته د ویزو ورکولو کار د جون په ۲۶مه بیا پیل شي.

جرمني وروسته له هغه د پخوانیو سیمه ایزو همکارانو او زیان منونکو افغانانو لیږد ودراوه چې د “افراطي مهاجرت غوښتنې” شواهد وموندل.

جرمني د افغانستان د نظام له سقوط وروسته، له هغو هېوادونو و، چې زیاتو افغانانو ته یې پناه ورکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...