پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهایران: د افغانستان معدني مواد نور موږ پروسس کوو

ایران: د افغانستان معدني مواد نور موږ پروسس کوو

تاند: ( پنجشنبه، د سرطان اتمه) د ایران د سیستان او بلوچستان والي محمد کریمي وايي، د طالبانو رژیم ورسره په ایران کې د افغانستان د کانونو د پروسس په اړه هوکړه کړې ده.

هغه په ​​ډاګه کړه، چې دغه تړون د تېر کال په مارچ مياشت کې د طالبانو د صنايعو او سوداګرۍ له وزير نورالدين عزيزي سره شوي وو.

د ایران د استخباراتي ځواک سپاه پاسداران اړوند خبري اژانس ( تسنیم) لیکلي، چې عزیزي د ۱۴۰۱ کال د مارچ په ۲۲مه زاهدان ته سفر وکړ او د افغانستان او ایران ترمنځ یې د سوداګرۍ د کچې د لوړولو غوښتنه وکړه چې هر کال له دوه میلیارد ډالرو څخه ۱۰ میلیاردو ډالرو ته لوړ شي.

سرچینه د یاد شوي ایراني مقام له قوله زیاتوي: د زیربناوو د شتون، له سوداګریزو او سرحدي ظرفیتونو څخه د استفادې او د ګډو پانګونو د رامینځته کولو له امله په ایران کې د افغانستان د معدنونو پروسس. له قطر، چین او افغانستان سره او د ترانسپورت په برخه کې اړین تړونونه د دغو تړونونو برخه ده.

د طالبانو رژیم په دې اړه څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    نو دا د معادن او پټرولیم وزارت او د پولیتخنیک او انجنیری انجنیران څه کار کوي چې
    د زغال سنګ یا سکرو لیلام تور پنجابي او د ط. میړه ای اس ته ؛ او د نورو معادنو پروسس ایراني فارشیستانو او سپاه صیغه ته ورکول کیږي؟؟. ای خود کُش بیګانه پرستانو!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب