Homeخبرونهپاکستان: باجوړ کې د داعش ۳ غړي وژل شوي

پاکستان: باجوړ کې د داعش ۳ غړي وژل شوي

تاند: ( پنجشنبه، د سرطان اتمه)  پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د پوځ په حواله اعلان کړی، چې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د داعش ډلې یو مشر او دوه غړي د دوی پر پټنځای له برید وروسته وژل شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه عملیات د پښتونخوا ایالت په “بجور” سیمه کې شوي.

د پاکستان پوځ د دغه هېواد رسنیو ته ویلي چې د داعش مشر شفیع الله د امنیتي ځواکونو له خوا تر تعقیب لاندې و او په بریدونو کې یې لاس درلود.

داعش ډلې د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

پاکستان په وروستیو کې د داعش ډلې د بریدونو د زیاتیدو ادعا کوي او د دغې ډلې له ادرسه هم د یو شمېر پېښو مسوولیت منل کیږي.

د پاکستان منتقدین دغه هېواد د تروریستي ډلو په روزنه او صادرولو تورنوي او باور لري، چې یاد شوی هېواد په خپلو واک لاندې سیمو کې هم ځينې پېښې د دې لپاره کوي، چې ځان د تروریزم له خطره زیانمن وښيي او په دې ډول د نړیوالو مرستې جلب کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...