Homeخبرونهطالبانو او یو شمېر اسلامي هېوادونو په سویډن کې د قران کریم...

طالبانو او یو شمېر اسلامي هېوادونو په سویډن کې د قران کریم سوځول وغندل

تاند: ( جمعه، د سرطان نهمه)  په افغانستان کې د طالبانو رژیم او د نړۍ یو شمېر اسلامي هېوادونو په سویډن کې د یوه کس له لوري د قرآنکریم سوزول کیدل په توندو ټکیو غندلي دي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې یاد شوي کس ته د سویډن حکومت له لوري د دغه عمل اجازه ورکول هم غندلي او له ټولو نړیوالو سازمانونو او هېوادونو یې غوښتي، چې د دغې سپکونکې کړنې پر وړاندې لازم اقدامات وکړي.

د طالبانو د رژیم ترڅنګ سعودي عربستان، ایران او عراق هم یاد شوی عمل غندلی.

د سویډن په پلازمېنه کې د یوه کس له لوري، چې ویل کیږي د عراق تبع دی، د یوه مراسم پر مهال د قرآنکریم څو پاڼې څېرې او بیا وسوزل شوې.

ویل کیږي، چې دغه کس ته د سویډن پولیسو د دې کار اجازه نه وه ورکړې، خو د محکمې له لوري د بیان ازادۍ په نوم هغه ته د دغه عمل اجازه ورکړل شوه.

1 COMMENT

  1. کتاب د بشری افکارو هنداره ده او سوځل ئی بشری کرامت ته سپکاوی ګڼل کیږی البته د تاریخ په اوږدو کی د ډول ډول افکارو او عقائدو خاوندانو یو د بل په وړاندی تُری او باروت کارَولی دی خو په تودو او رسمی جګړه ایزو ډګرونو کی. د رسمی جګړو بهر یو د بل وژنه تروریسټی کړنه ده.
    بناً
    د خپلو افکارو خلاف کتاب جواب باید په کتاب ورکړه سی نه په تروریسټی کړنو ( د کتاب په سوځلو ).
    که د کتاب سوځل د بیان او فکر آزادی وګڼله سی
    نو
    د بیان د آزادی په رُڼا کی:
    ” ژوندی او بریالی دی وی پوتین ”
    او
    “مرګ او نفرین دی وی پر زلینسکی او د هغه پر ټولو غربی ملاتړو خصوصاً انګریزانو او امریکائیانو”.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...