یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهطالبان: پکتیا کې مخکینی امنیتي کس او خپلوان یې موږ نه، شخصۍ...

طالبان: پکتیا کې مخکینی امنیتي کس او خپلوان یې موږ نه، شخصۍ دښمنۍ وژلي

تاند: ( جمعه، د سرطان نهمه)  په پکتیا کې د طالبانو چارواکو د څمکنیو ولسوالۍ په سلېمانخېلو سیمه کې د جمهوري نظام د یوه امنیتي منسوب او دهغه د کورنۍ د څو غړو په مرګ ژوبله د دوی تورنیدل رد او دا پېښه د شخصي دښمنۍ زیږنده وبلله.

د پکتیا لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاضي ثواب جان اسلامیار تایید کړه، چې په دغه پېښه کې مخکینی امنیتي منسوب او دوه زامن یې وژل شوي او یو بل زوی یې سخت ټپي دی.

  قاضي ثواب جان اسلامیار ویلي چې یاده پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې او هغه افواهات چې په ټولنیزو رسنیو کې د دې پيښې په تړاو خپاره شوي هيڅ حقيقت نه لري.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي راپورونه څرګندوي، چې دا پېښه د طالبانو له لوري شوې ده.

 طالبانو تر دې مخکې هم د جمهوري نظام د امنیتي، دفاعي او نورو منسوبینو د مرګ ژوبلې پېښې د شخصي دښمنۍ زیږنده ګڼلي دي.

د دوی منتقدین بیا په دا ډول پېښو کې د طالبانو لاس لرل ردوي او وایي د دوی له واکمنیدو سره یوه ورته پېښه هم څېړل شوې نه ده او طالبانو یې په اړه خلکو او نړۍ ته د خپلو اقداماتو په اړه څه نه دي ویلي.

6 COMMENTS

  1. د حضرت عمر رض د خلافت وخت کې که کوم پول سوری شوی وو او د وزې پښه به پکې ماته شوې وه ، نو د وزې د پښې د ماتېدو ګناه به هغه واقعي امیرالمومنین رض خپل ځان ته منسوبه وله .
    راشئ اوس جعلي مخ پټي د آی اس آی د حمارت امیر او حمارتي چارواکو ته :
    دا پېښه یې د شخصي دښمنۍ زیږنده وبلله .
    بس دوی له مسوولیته خلاص شول .
    وه ظالمه بې له حمارتیانو پرته بل څوک وسله لري ؟
    آیا د قاتلینو مرتکبین باید تعقیب نه شي او مجازات نه کړل شي چې درې څلور تنه انسانان یې بې محاکمې ووژل ؟
    ستاسو عمومي عفوه څه شوه ؟
    دا وژنې یواځې په پښتنو سیمو کې د شخصي د ښمنیو تر سیوري لاندې کیږي او تر هر عنوان لاندې چې وي فقط ستاسو حمارت د دغو جنایتونو مسوول دی.

  2. نو بیا خو له لویه سره د افغانستان دا څوکلنه جګړه جهاد نه بلکې د شخصي دښمنو د پاللو دوام وو او دی. هر سیاسي تنظیم او ډلې هڅه کړي چې له ځانه سره داسې په شخصي بدیو اخته کسان د جګړې او د خپل اقتدار د دوام په خاطر وساتي، په تیر نظام د حاکمیت په ساحه کې به هم چې کله داسې کوم څوک چې له طالبانو سره به يي ملګري یا خپلوي لرله ووژل شو نو بیا به چارواکو ویل دا شخصي بدۍ کې وژل شوی اوس هم ورته حال دی. حاکمیت له مسولیت څخه د تښيتي په خاطر داسې خبرې کوي.کله چې یو داسې نظام چې امنیت يي هم په جبر راوستی وي. بیا هم په دي نه توانیږي چې مدعی او مدعي علیه په قضاء او محکمه کې یو په بل د حقوقو د اخیستو په ځای په خپل سر دي د مدعي د وژنې پریکړه کوي. نو بیا د بشپړ امنیت دعوه بی ځایه ده، په اولو شپو کې به متقي صاحب تک او تنها خارجه وزارت ته روان و. منګراوس نه شي تللای نو باید ومنو چې امنیت نشته. دا په دی چه د وزارت مخي ته دوه واړې چاودنې وډار کوو.

  3. د حیرانتیا خبره داده چې د تېر او اوسني نظام لپاره شخصي دښمني زبردسته توجیه ده. خپل ځان پکې سپین چرګ کړي. ته وا دا دشخصي دښمنیو والا جلا نظام دی او دوی یې پروړاندې کوم مسولیت نلري 😖 دې ته فکر نکوي چې د حکومت په شتون کې یې ولې یو څوک پرته له ویرې د بل چا ژوند واخلي؟ اوسني مسولین چې ځانونه د خدای تعالی سوچه استازي بولي، د مسلمان انسان د حیات په ضیاع او ژغورنه کې تر کافر هم بې غوره دي

  4. عجیبه توضیحات، موژ ندی وژلی شخصی دشمنی یی درلوده. له چا سره یی دشمنی وه؟ څوک یی وژلی وه؟ آیا دغه ټول دری وژل سوی کسان په قضیه کی دخیل وه؟ جی شخصی دشمنی درته معلومه سوه نو بیا به دشمن هم پیژنی. ولی یی محکمی ته نه راکش کوی؟ ولی دا نه ورته وایی چی تا به د خپلی دشمنی حساب له محکمی نه غوښتی وه. ولی نه ورته وایی چی د مقتول او مظلوم کورنی او ورثه د یوه اسلامی حکومت په موجودیت کی نشی کولی په خپل سر او انفرادی توګه له چا نه انتقام واخلی.

    خو نه، دا وژنی طالبه ستا په پټ او ضمنی هدایت او امر ترسره کیژی او ته دداسی کړنو فاعلینو ته د خپل عمل نه مخکی شین څراغ ښکاره کوی او دا ورته وایی چی زه خپل کار دی کوه.

  5. د طالب حکومت د اسلامی عدالت ادعا لری خو د خپل حاکمیت په لومړنیو ورځو کی ئی د زندانونو څخه د مجرمونو د آزادولو پروسه عملی کړه ( هغه مجرمین کوم چی د سیاسی او فکری انګیزو پرته د قتل او اقتصادی جرمونو مرتکب وه او طالب د حق الله او حق العبد پر اصولو پښه کښیښوده او خطرناک مجرمین ئی له زندانونو څخه خوشی کړه چی دا خپله یو ستر اجتماعی ظلم ګڼل کیږی.
    طالب او د طالب انډیوالان باید مغلطه ونکړی ( زما منظور د مجرمینو څخه همهغه عادی مجرمین او قاتلین او اختلاسګران وه نه د وخت د حکومت وسله وال مخالفین).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب