شنبه, مې 4, 2024
Home+بچن د هندي سینما ځلانده ستوری

بچن د هندي سینما ځلانده ستوری

راټولوونکی: عبدالله الهام

آمیتاب بچن دهندي سینما بریالی او محبوب لوبغاړی دی چې د رول لوبونې تر څنګ د پروډیوسرۍ او ډایرکټرۍ کار هم کوي. هغه په بازیګرۍ کې له ۱۹۶۹ څخه د سات هندوستاني د فیلم په جوړولو سره خپل کار پیل کړ اودغه کار ته یې تر نن ورځې پورې دوام ورکړی دی. هغه د هندي سینما تر ټولو پیاوړی او ښه لوبغاړی دی. هغه په ۱۹۸۴ په سیاست کې هم لاس ودرلودلو او د هند په پارلمان کې داستازي په توګه غوره شو خو په ۱۹۸۷ کې یې دادنده خوشې کړه.

شخصي ژوند:

آمیتاب بچن د ۱۹۴۲ میلادي کال په الله باد کې نړۍ ته سترګې وغړولې. دهغه مور تجی یوه سیکه او پلار یې هاریوانش رای بچن هندو وو. ډاکټر هاریوانش رای د هندي ژبې تکړه او مشهور شاعر وو . د هغه دکورنۍ اصلي نوم سریواستاوا وو خو هغه خپل مستعار نوم بچن خوښ کړ او خپل ټول شعرونه او لیکنې یې هم په همدې نامه کړې . وروسته آمیتاب هم په همدې نامه د سینما نړۍ ته ننوت او دهمدغه نامه په خپریدلو سره دهغه ټوله کورنۍ په همدغه نامه مشهوره شوه .

دهغه مور تجي د سکانو له فرقې څخه ده چې اصلي زیږنځای یې پنجاب دی . او پلار یې د اتراپردیش اوسیدونکی وو.

بچن په وړوکتوب کې د الله باد په ښوونځي کې په درس پیل وکړ او له هغه وروسته د شروود کالج ته لاړ . د کالج له پای ته رسولو وروسته د نوي ډهلی پوهتون ته ولاړ او دعلومو په څانګه کې یې خپل لیسانس ترلاسه کړ. بچن څه موده وروسته د برداند کو د کښتۍ چلونې په شرکت کې د سمندري غوټو راکړې ورکړې ته مخه کړه خو څه موده وروسته یې هغه بوختیا هم خوشې کړه او کلکتې ته لاړ ترڅو خپله راتلونکې په لوبغاړۍ کې وګوري.

آمیتاب په ۱۹۷۳ میلادی کال کې له بلې هندي لوبغاړې جایابادوري سره واده وکړ . آمیتاب او جایا په ځینو فیلمونو لکه د ۱۹۵۷ په چوبکه چوبکه، د ۱۹۷۳ ځنځیر او ۱۹۵۷ په شعله کې یو ځای رول ولوباوه، او دا دواړه لوبغاړي ددوه بچیانو څښتن شول چې یوه یې لور وه او یویې هم زوی دی چې لور یې شوتا نومیږي او زوی یې هم ابیشک نومیږي. شوتا په ظاهر له لوبغاړۍ سره څومره علاقه نده ښودلې خو خپلې دندې ته د ټلویزیون او پروګرام چلونې په برخه کې دوام ورکوي. ابیشک هم اوس د بالیووډ یوستوری ګڼل کیږي چې د سږ کال د اپریل په ۲۰ یې له سوپر سټار او د هند دښکلا له پخوانۍ ملکې آیشوریارای سره واده وکړ. شوتا هم څو کاله وړاندې د ناتدا د مشهورې کورنۍ له بانیکیل ناتدا سره واده کړی وو .

د کار پیل:

آمتیاب بچن دلومړي ځل لپاره په ۱۹۶۹ میلادي کال په خپل لومړي فیلم کې رول ادا کړ، دغه فیلم چې سات هندوستاني نومیده څومره بریالی نه وو خو بچن په هماغه خپل لومړني سینمایي شتون سره د فیلم د ملي جایزې خاوند شو ، خو هغه به هیڅکله دافکر نه کاوه چې یو وخت به د هندي سینما یو ځلانده ستوری کیږي.

په ۱۹۷۰ میلادي کال کې امیتاب په آناند فیلم کې ښکاره شو چې د هند دهغه وخت له سوپر سټار راجش خانا سره په یو ځای رول لوبولی وو . چې پدې فیلم کې هم بچن د بشپړرول د ترټولو ښه لوبغاړي جایزه خپله کړه . ځکه نو سینمايي کره کتونکي باوري وو چې هغه ځواکمنه او په یادپاتیدونې لوبونه په یادګار پرې ایښې ده.

له آناند وروسته نورو بریالیو فیلمونو هم په سینما کې د آمیتاب بچن نوم وځلاوه ، د ۱۹۷۱ میلادي کال رشما اورشرا او د همدغه کال پروانه په څیر فیلمونو بچن داسې پړاو ته ننویست چې هغه یې ور ځ په ورځ او کال په کال دخلکو په منځ کې له زیات محبوبیت څخه برخمنیدلواو مشهوریدلو.

د زنجیر په نوم د آمیتاب لومړنی ډیر پلوره فیلم چې پراکاش مه را یې ډایرکټري کړې وه دهغه لپاره د ګرم بازار کابو لومړۍ تجربه وه . دغه فیلم له نورو رومانتیکو هندي فیلمونو سره په ډاګه تضاد درلود او داسې یو فیلم وو چې خلکو یې له داستان سره څومره بلدتیانه درلوده او همدغه موضوع د آمیتاب دشخصیت د تازه کیدلو لامل شوه ، او ترډیره پورې یې نوم د بالیووډ د غوسه ځوان په توګه په خلکو کې مشهور وو.

په راوروسته لسیزه کې دهغه عمر نوموړی د محبوبیت اوج ته ورساوه او لږ ترلږه په یو کال کې په یو فیلم کې راښکاریدلو او کله به یې هم په کال کې کار ډیر شمیر ته رسیده .

د بچن د اویایمې لسیزې په فیلمونو کې د ۱۹۷۵ کال دیوال ، دهمدغه کال شعلې، د ۱۹۷۸ کال تریشن ، د همدغه کال دون او د ۱۹۸۱ میلادي کال لاواریس ته اشاره کولای شو چې دغه فیلمونو د بالیووډ د فیلمونو د اکشن د اتل په توګه دهغه لقب ته لاټینګښت وباخښه.

څرنګه چې آمیتاب ورځ په ورځ بریالی کیده نو له ځانه سره تصمیم ونیوه چې یواځې د اکشن په فیلمونو کې ښکاره نشي او خپل استعداد په نورو برخو کې هم وښيي. د ۱۹۷۵ کال د چوبکه چوبکه، د ۱۹۷۷ د آمراکه آنتوني او د ۱۹۸۲ میلادي کال د نمک حلال په فیلمونو کې د هغه ښکلې او جذابې لوبونې وښودله چې بچن یواځې په ډبولو کې ندی پرمخ بلکې کولای شي چې دخلکو په خولو مسکاهم خپره کړي.

هغه په رمانتیک رول کې هم بریالی دی او د ۱۹۷۶ میلادی کال د ګاهی ګاهی فیلم او د ۱۹۸۱ کال سیسیلا هغه بېلګې دي چې دټولو اوښکې یې وبهولې .

سیاست:

د بچن سیاسي فعالیتونه څومره اوږده نه وو، هغه په ۱۹۸۴ میلادي کال کې دسیاست نړۍ ته ننوت او دغه کار یې په حقیقت کې د خپل پخواني کورني ملګري راجیو ګاندي له پاره وکړ په هغه کال هغه د وخت له مشهور سیاستوال سره د ګاندي په سیاست سره سیالي پیل کړه ، او دډیرو زیاتو رایو په ترلاسه کولو سره په پارلماني ټاکنو کې بریالی شو او د پارلمان په چوکۍ د ۸۶/۲ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره کېناست . خو دغه کار یې ډیر دوام ونه کړ ځکه چې درې کاله وروسته بچن استعفا ورکړه او خپل کار یې په نیمايي کې پریښود خو میرمن یې جایا دهغه په ځای کار ته دوام ورکړ او په سیاسي چارو کې یې خپل فعالیت ته دوام ورکړ او اوس هم د سیاسي ګوند غړې ده .

شاتګ او دبازار سړیدنه:

بچن په اویایمه لسیزه کې د اتیایمې لسیزې پورې د بالیووډ دایمي څیره وه ، خو په ۱۹۸۴ کال کې د سیاست ډګر ته په تللو سره یې درې کاله یې له سینمايي هنر څخه لیرې تیر کړل.

په ۱۹۸۸ میلادي کال یوځل بیا د شاهنشاه په نوم په یو فیلم کې وځلیده او دغه فیلم ډیر بریالی هم شو ، خو له نوي راتللو وروسته د بچن قدرت مخ په ځوړ شو او دهغه ډیر آثار له ماتې سره مخ شول د ماتې بهیر هماغه راز دوام درلود . په ۱۹۹۰ میلادي کال کې یې د آلینپات په فیلم کې چې بچن پکې د یو مافیايي بانډ دمشر رول لوباوه د کورني لوبغاړي جایزه واخیسته خو د هغه کار نور کم شوی وو.

په ۱۹۹۲ کال کې یې په خداګواه فیلم کې کار وکړ خو له هغه وروسته د دوه کلو په موده کې نیمه متقاعد شو. په ۱۹۹۴ کال کې یې له مودو وروسته د انسانیت په فیلم کې رول ولوباوه خو هغه هم څومره د خرڅ بازار ونه درلوده.

بچن پّ ۱۹۹۶ کال د امیتاب بچن د ونډو شرکت پرانست، ددغه شرکت کار د هندي سینما د صنعت او خدمتونو محصولات معرفي کول. دغه شرکت د سینمايي فیلمونواو ویډیويي کیسټونو په تولید توزیع او خپراوي یې پیل وکړ.

په ۱۹۹۷ میلادي کال بچن د خپل شرکت د تولیداتو په یوفیلم سره بیرته لوونې ته راوګرځېده خو دغه فیلم هم له مالي اوهم د کره کتونکو له نظره ماته وخوړه.

بالاخره پّ ۱۹۹۷ کال د بچن شرکت ماته وخوړه، له هغې وروسته بیاهم بچن په څو فیلمونو کې رول ادا کړ جې ټول یې له لږ بریالیتوب سره مخ شول. نور نو فیلم جوړوونکي او خلک پدې فکر کې شول چې د بچن ځلیدنه نوره پای ته رسیدلې ده .

دوهم ځلي محبوبیت:

په دوه زرم میلادي کال یې نوې تلویزیوني جګړه د څوک غواړي ملیونر شي ؟ انګلیسي فیلم په اقتباس سره جوړه کړه اوخپله یې چلاوه. دغه پروژې ډیر ژر بریالیتوبونه لاس ته راوړل .ویل کیږي چې آمیتاب په یوه اونۍ کې له دې لارې دوه نیم میلیونه روپۍ یعني نیم ملیون امریکایی ډالر ترلاسه کول. او دغه موضوع بچن او کورنۍ د مالي او روحي نظره بیرته سمبال او له پخوانۍ وضعې څخه په مثبت لوري ووتل. دغه پروګرام د ۲۰۰۵ میلادي کال تر نوامبر پورې دوام درلود .

بچن په دوه زرم میلادي کال کې د محبتین په فیلم کې چې د پاش چوپرا جوړ دی د سخت ګیر سړي په رول کې ښکاره شوی دی. د۲۰۰۱ کال د رشته محبت، د همدغه کال کله خوښي کله غم او د ۲۰۰۳ کال باغوان په فیلم کې د یوې کورنۍ پلار وو . هغه پدې کلونو کې ډیر ډوله رولونه ولوبول .

د هغه په نورو پیاوړو فیلمونو کې د ۲۰۰۱ پیاوړي تصویر ، د ۲۰۰۲ آنکن، د ۲۰۰۴ خاکی، د همدغه کال دو ، او د ۲۰۰۵ کال د ترټولو تیارو پیاوړی د یادولو وړ دي. له دوه زرم کاله وروسته د هغه شهرت داسې کچې ته ورسیده چې د هغه تصویر په زیاترو بیلبورډونو او ټلویزیونو کې لیدل کیده. بچن په ۲۰۰۵ میلادي کال له خپل زوی آبیشک سره په څو فیلمونو کې ښکاره شو، چې یو یې هم د بانتي اوربابلی او سرکار فیلمونه دي چې د پلندر یعني پدرخوانده له فیلم څخه اقتباس شوی دی. د ستر بچن نوي اکران شوي فیلمونه بابول د ۲۰۰۷ میلادي کال اکلاویا او د همدغه کال نیشاب دي. د بچن وروستی فیلم لاندی اکران شوی چې شانتارام دی او په هغه کې یې له جاني دپ د هالیووډ سینما له ستوري سره رول ادا کړی دی.

د خلکو اندیښنه:

په ۱۹۸۲ کال د کولي فیلم د اکشن په مهال آمیتاب سخته ضربه وخوړه او د ټپ له کبله په روغتون کې بستري شو. ډاکټرانو دهغه وضعیت ډیر خطرناک وباله او حتی دمرګ خطر یې هم اټکل کړ. خو آمیتبا ښه شو او وروسته له څو میاشتو بیرته کار ته راوګرځیده .

دکولي فیلم د بچن د ټپي کیدلو له امله ډیر ښه خرڅ شو او د ۲۰۰۵ کال په نوامبر میاشت کې بچن یوځل بیا عملیات شو. او تر څو ورځو وړاندې پورې یې د ګیډې له درد څخه سر ټکاوه .

هغه د ناروغۍ په مهال عملیات شواو دغه بهیر ځنډ وموند او د هغه کارونه همداسې معطل پاتې شول ترڅو بیرته هغه راوګرځي ځکه په هندوستان کې بل داسې څوک نشته چې د هغه ځای ډک کړي خو بالاخره آمیتاب د ۲۰۰۶ کال په مارچ کې بیرته خپل کار ته راوګرځیده.

بچن په آسم ، تلاسمي مینور او د غړو دسستۍ او ستړیا په ناروغیو هم اخته شوی دی.

نړیوالې ویاړنې او ویاړونه:

آمیتاب بچن د خپلو ښو رولونو له کبله ډیرې جایزې ګټلې دي خو په نورو هیوادونو کې هم د بچن ویاړونه کم ندي .

ـ د ۱۹۹۹ میلادي کال په جولای کې د CBB انټرنیټ پاڼې د یوې ټولپوښتنې له ترسره کولو وروسته بچن د زرګونو ستورو دستر ستوري په توګه ونوماوه. په دې ټولپوښتنه کې به ته وايي چې هغه له الک ګینس، مارلون براندو، سرلورنس اولیویه او چارلي چاپلین څخه مخکښي تښتولې ده.

ـ د ۲۰۰۰ میلادي کال په جون کې لمړنی اسايي کس شو چې موميايي مجسمه یې د لندن د مادام توسو د مومي مجسمو په موزیم کې راغله.

ـ د ۲۰۰۱ په مارچ کې د فوریس ویب پاڼې بچن د بالیووډ ترټولو ځواکم لوبغاړی وباله.

ـ د ۲۰۰۱ په سپتامبر کې د سکندریې د فیلمونو په فیسټیوال کې د پیړۍ د ستوري دجایزې خاوند شو.

ـ په ۲۰۰۳ کال بچن د یونیسف د ښه نیت سفیر وټاکل شو.

ـ د ۲۰۰۴ کال په ډسمبر کې هغه اولین آسیايي او د نلسون ماندلا د بنیاد څلورم سفیر غوره شو.

ـ د ۲۰۰۵ کال په آپریل کې په نیویارک کې د لینکلن سینمايي مرکز له آمیتاب بچن سره دیوې شپې په نوم په ځانګړي پروګرام کې هغه ته د نړۍ د سینما د ترټولو ستر ستوري لقب ورکړ.

ـ په ۲۰۰۵ کال کې د بچن په اجازه دهغه غږ د پنګوئنیانو مارش په فیلم ولګول شو.

ـ انګلیسي ورځپآڼې سنډې ټایمز په یوه مقاله کې ولیکل چې بچن د تام کروز، شون کانري او کلینت ستووډ تلفیق دی.

او بالاخره ځه موده وړاندې په لندن کې د بچن ژوندلیک چاپ شو، د دغه کتاب لیکوال په خپل اثر کې لیکلي آمیتاب بچن د کلینت ستووډ، آل باچینو الویس پریسلي او لږ څه هم له جان تراولتا څخه جوړ شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب