چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونههبت الله: د ټولو قوانینو د شرعي کولو کار مې پيل کړی

هبت الله: د ټولو قوانینو د شرعي کولو کار مې پيل کړی

تاند: ( چار شنبه، د سرطان اوومه) د طالبانو نالیدل شوي مشر ملاهبت الله اخندزاده ته په یوه منسوب اختریز پيغام کې ویل شوي، چې هغه د ټولو قوانینو د « شرعي کولو» کمیسون ګومارلی دی.

د نوموړي په وینا، په دې اړه یې یو کمیسیون ټاکلی، چې ټول قوانین ارزوي او د نهايي کیدو لپاره د طالبانو قاضي القضات ته استوي.

هبت الله اخندزاده نه دي ویلي، چې د افغانستان کوم قوانین، په کوم دلیل« غیر شرعي» دي او د ده رژیم به یې څنګه« شرعي» کړي؟

د طالبانو منتقدین باور لري، چې دوی د شریعت نافذولو په نوم افغانستان کې افراطي افکار او باورونه حاکموي، چې خطرناکې پایلې لري.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، افغانستان د اساسي قانون په ګډون له ډېرو قوانینو محروم شوی.

طالبان ادعا لري، چې خپل رژیم د شرعي پریکړو په اساس مخته وړي، خو د نجونو پر زده کړو او د ښځو د کار په ګډون د پارونکو پریکړو په ګډون د خپلو زیاتو پریکړو د شرعي توجیې ورکولو لپاره یې مشران مناظرو ته نه دي حاضر شوي.

5 COMMENTS

  1. ياره شيخ صيب ګله،
    وايی چې زرکې د کارغه پېښې کولې، خپلې يې هېرې شوې او د کارغه يې زده نه کړې.
    شريعت مريت نه تېر شه. که ډېر د شريعت لېوال يې، نو تر هر څه دې ولس ته ځان راښکاره کړه.
    شريعت دې خپله تر پښو لاندې کړی چې په خلکو د اميرالمؤمنين په نوم ورتپل شوی يې، خو معلومه نه ده چې ته په هېواد کې دننه يې او که د باندې؟
    او د چا په لاس کې لوبېږې؟
    نو خپله ورک يې او ټول قوانين شريعي کوې، که رښتينې شريعت غواړې، نو دا ګر و دا ميدان همدا سبا سهار رسنيو ته راووځه او ولس ته ځان وښيه چې دا ستا ساتونکي څوک او له کومه ځايه اداره کيږي؟

  2. د تاند له محترمې ادارې څځه په درناوۍ هيله کيږي چې د دغه لوپر څرګندونو ته متوجه اوسي.
    سمه ده چې موږ ټول له طالب سره په ځينو کړو وړو خوښ نه يو او د سمون غوښتنه يې کوو او دېته يې هڅوو چې د ولس رايی ته درناوی وکړي.
    لوپر مستقيمًا پر مقدساتو لګيږي او مقدساتو ته سپکاوی کوي.
    دی ولې د الله تعالی پېغمبر صلی الله عليه وسلم ته په دومره سپکه سترګه ګوري.
    تېر ځل يې ام المؤمنين او نورو بيبيانو ته سپکاوی کړی وو او تاسې ورته ځواب هم ليکلی وو، خو ستاسې ځواب لکه چې ګټه ونه کړه او سمې لارې ته ورسيخ نه شو.
    تاسې د دې دې سپکاوي دې سپکاوي ته ګوره چې ((محمد عرب)) کاروي او له نبوت انکار کوي او دين داسې وانمود کوي چې په خلکو په زور ورتپل شوی او دی له دې ناخبره چې ((لا اکراه في الدين)) او ((فمن شاء فليؤمن ومن شاء فليکفر)) که له اسلام سره دومره ستره دښمني لري، نو بيا څه شي ته هلته پروت دی؟ دی بدبخته له کوم ځايه کوم ځای ته ټوپ وهي، اخر دا ولې؟

  3. د دې خوږ نظم یو څو انتخابي بیتونه

    يو قاضي د دوی په خوا کې مقرر و
    سوچه ږيره غټ ملا ډېر معتبر و

    قاضي ناست و هغه ښځه را حاضر شوه
    د باچا مخکې ګويانه په هنر شوه
    چې باچا کله خبر په حقيقت شو
    بيا قاضي په هغه ځای کې ملامت شو
    دا قاضي يې سم د واره کړ په دار
    او هلک يې خپل وزير کړ په تلوار
    بيا تجار ته يې تسليم کړه هغه ښکلې
    لوړه غاړه سپين غاښونه سرې منګولې
    د همت او د پاکۍ په برکت
    خپل خاوند ته ور تسليم شوه روغ صورت
    که قاضي وي که ملا ترېنه تېرېږه
    (اشنا) وايې ای مخلوقه واورۍ مانه
    عصمت الله اشنا

    د سوداګر او قاضي داستان تاند

  4. پاملرنه
    پر محتوی ځآن پوهول ښه خبره ده.
    د يو چا ملاتړ او مخالفت د هر چا طبعي حق دی، خو دا ورته اړينه ده چې د يو چا د څرګندونو پر محتوی يو ځلې ځان پوه کړي او بيا ….

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب