شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+  د سوداګر او قاضي داستان

  د سوداګر او قاضي داستان

عصمت الله اشنا
د محمود په زمانه کې يو تاجر و
په غزني کې يو بې کسه مهاجر و
خدای ورکړې شتمني وه ورته ډېره
سره او سپين ورته پراته وو ګر چاپېره
دا تاجر په يوه نجلۍ باندې شيدا شو
د هغې نجلۍ په لټه او سودا شو
بيا نجلۍ يې نتيجه کې شوله ياره
په يارۍ کې وه بې حده وفاداره
يوه صادقه ښکلې پيغله ښاپېرۍ وه
دنګه ونه تورې زلفې ملا نرۍ وه
تاجر ډېره وه دنيا په دې بايللې
په نکاح يې وه دا پېغله را ګټلې
د تجار او ښکلې پېغلې سکونت و
عيش عشرت نازو ادا او محبت و
يوه ورځې تجار وکړ دا تکل
 تجارت پسې وځمه بې تامل
ښکلې ښځې ته يې و ويل ای دلبرې
تا به چا ته وسپارم د زړګي سرې
تجار نه کاوه اعتبار د چا په کور
چېرې نه شي په ناموس باندې بل اور
يو قاضي د دوی په خوا کې مقرر و
سوچه ږيره غټ ملا ډېر معتبر و
د محمود باچا له خوا ورته اختيار و
فيصلې به يې کولې غټ نامدار و
تجار ښځه ده ته ورکړه امانت
هم يې ورکړلې تحفې مال و دولت
خپلې ښځې ته يې دولت پرېښود بسيار
تجار و وت  په  سفر   د بل  ديار
تجار پرېږده چې روان وي په سفر
اوس کيسه د قاضي واوره سرا سر
په جامه د ملايۍ کې خيانتګر و
په ظاهر کې و قاصي په زړه کافر و
چې يې وليدله ښځه د تجار
د قاضي زړګی ستي شو په انګار
په هماغه شپه يې ښځه راطلب کړه
په اول کې خله اېله په ښه ادب کړه
ورته وې ويل ای زما د زړګي سرې
په ښايست کې د هر چا نه نامورې
په نکاح سره را بخښلې يي تجار
اوس نو غاړه غړۍ راشه په تلوار
هغې ښځې ورته و ويل خدای لپاره
ای قاضي دا ته يي ولې خيانت کاره
زه خو تاته څښتن پريښي امانت يم
ستا په کور کې به زه ناسته سلامت يم
لار ښوونه ده دين تا ته معلومه
دا خبرې دې هرګيز نه قبلومه
په زنا باندې خالق نا رضا کيږي
هم دا ځمکه اسمانونه پرې لړزيږي
امانت کې چې خيانت کړي مومن نه دی
هم په نزد د خلق الله کې امين نه دی
قاضي و ويل چې تجار يي رابخښلې
اوس قبضه کې خو زما يې ته راغلې
ملاقات زما خو تا سره حلال دی
شروع کړی دې په څه قسم جنجال دی
په کتاب يي اوس جايز زما له پاره
هسې ولې کړوې مې خپله ياره
ښځې و ويل چې سوګند مې په سبحان دی
بل مې تا ته ای قاضي دغه بيان دی
په هيڅ شان به درله در نه کړمه ځان
چې تر څو مې روح په تن کې وي په توان
قاضي ښځه په شکنجه کې ونيوله
د وجود نه يې ورله غوښه بېلوله
سخت زحمت او د هغې ښځې صورت و
مقابل کې يې د ښځې لوړ همت و
دغه ښځه يې هر وخت کې راغوښتله
خو غوښتنه د قاضي يې نه منله
يوه ورځې د قاضي په محلت کې
يوه ښځه کړه چا مړه په څه علت کې
د دې ښځې اقربا او خپلوان نه وو
د پوښتنې يې ځاړه او ځوانان نه وو
هم قاتل يې تعقيب نه شو, و خوشحاله
هيڅ پوښتنه يې ونه شوه د احواله
مړی پټ شو او قاتل يې و ازاد
د قاضي په دې کې خپل و دا مراد
دا صحنه يې کړه په دې بڼه بدله
هغه وشو چې قاضي کومه غوښتله
قاضي خلک راطلب پخپل هنر کړل
په قضيه يې خبرداره سراسر کړل
دغه مړی د يوې ښځې د تجار دی
تجار تللی په سفر په خپله لار دی
ښځه يې پريښي امانت زما په کور وه
کښېنولې يې زما کره په زور وه
چې تجار کله زما ځنې رخصت شو
بيا د ښځې يې خراب عادت خصلت شو
پټه وتې وه دا ښځه له دې کوره
نتيجه يې اخير دا شوه اوس يې ګوره
فاحشت به يې کاوه په دې بازار کې
ګرځېدله به بد کاره په دې ښار کې
چا پرې کړی ننګ غيرت اوس يې وژلې
داسې لوبې يې په خپل ځان باندې کولې
تحقيقات کې را ته تېر داسې بيان کړئ
که وخت راغی نو همدغه به عيان کړئ
خلکو و ويل ډېره ښه ده ای باداره
ته فاضي يي مقرر پرېکړو له پاره
مونږه خلاص کړه د دې مړي د جنجاله
په دې کار به يو له تا ځنې خوشحاله
تحقيقات يې مکمل په دغه څېر کړ
او تجار خوار يې په څه بلا کې ګېر کړ
تجار راغی له سفره په ارمان
و په طمع د وصال د خپل جانان
هم قاضي له يې را وړي سوغاتونه
چې يې کړي زما له پاره خدمتونه
د قاضي کور ته تجار ورغی وروره
اوس مزه د کيسي دې ځای کې ده ګوره
دروازه يې کړه ټک ټک نوکر خبر شو
په يو دم کې دې تجار ته را حاضر شو
سره او سپين يې کړه تقديم هغه قاضي ته
سوغاتونه يې راوړي وو موزي  ته
هم يې ښځه کړه طلب چې لاړ شي دواړه
دا عاشق او معشوقه غاړه په غاړه
چې نوکر قاضي له ور  ووړ دا خبر
شو سوری يې دې خبر باندې ځيګر
قاضي و ويل ورته وايه مېلمانه دي
چې راغلي نن زما په دې خانه دي
اوس فرصت د لېدو نه لرمه تا ته
يو څو ورځې بېرته وروسته راشه ما ته
غرض دا چې مختلف وشول چالونه
دا تجار يې يوه مياشت وکړاونه
اخير دا چې ورته ويې ويل ای تجاره
ښځه ستا وه چا وژلې بد کرداره
حکايت د هغه مړي يې ورته تېر کړ
د تجار غريب نه يې هرڅه واړه هېر کړ
چې تجار کله قاضي ځينې رخصت شو
له ډېر غمه په سودا او په هيبت شو
بيا محمود باچا له لاړه په فرياد
دا کيسه يې ورته تېره کړه په ياد
باچا وغوښته قاضي ډېر په تلوار
وايه , څنګه حقيقت دی د تجار
قاضي و ويل ای باچا عالي مقامه
دا قضيه به درته تېره کړم تمامه
دې تجار وه ښځه ما کره کښېنولې
خو هغه ښځه د اصله وه ناولې
هغې ښځې به په غلا ايله ګشتي کړه
د ځوانانو سره يې هر ځای کې مستي کړه
بله ورځې چا هغه کړله مرداره
دا تحقيق يې ستا په مخ کې دی نامداره
چې باچا کله خبر په حقيقت شو
د تجار غريب په برخه مصيبت شو
بله لار نه د باچا نه د تجار وه
نازل شوې يوه بلا په هغه خوار وه
تجار لاړ په خپله مخه هم قاضي
او محمود باچا له ده شولو راضي
چې قاضي کله داخل شو په خپل کور
هغې ښځې ته يې ويلې مه کړه شور
اوس مې خلاصه له تجار هم له باچا کړې
نور به څه رنګ ته  زما سره جفا کړې
په ټول حال يې هغه ښځه کړه خبر
اوس راځه چې عېش عشرت کړو شام سهر
ښځې ويلې چې قسم په ذوالجلال دی
چې زما او ستا هماغسې جنجال دی
يا خو ژوند به د پاکۍ او د عفت وي
يا په برخه به زما دا هلاکت وي
ای اشنا سيف الرحمانه اوس يې ګوره
کيسه څنګه د قاضي شوه وايه نوره
د محمود باچا عادت و ای يارانو
ښه په ځير شئ دې کيسي ته هوښيارانو
په بدل لباس د شپې به ګرځېدنه
د هر څه نه به  یې ځان ښه خبرونه
يوه شپه ګوري په يو ځای کې څو ياران دي
عين حال کې (غل باچا) کړي هوښياران دي
يو باچا بل پکښې غل بل يې وزير شو
دا حکومت د غل باچا جوړ په تدبير شو
وزير و ويل ای باچا زما باداره
د محمود په څېر به يي هم نامداره
د تجار ښځه يې پرېښوده قاضي ته
هيڅ يې ونه ويل محمود هغه موزي ته
باچا غلی په يو ځای ورته په غوږ و
سراسر يې اورېدلی دغه ځوګ و
هغه ځوان يې کړ په نښه ورنه ستون شو
خبردار په عجيیبه غوندې مضمون شو
بيا دا ځوان يې را حاضر کړ په سهر
ويلې ژر شه کيسه وايه سرا سر
اوازه شوه چې فلانکی دی شاه غوښتلی
په څه پېښه کې يې هغه غريب نيولی
ځوان ويلې ای باچا ډېر مهربانه
که معافي زما د سر وي واوره مانه
هغه ښځه د قاضي کره ژوندۍ ده
په زحمت او کړاوونو کې بندۍ ده
که يو دوه ورځې دې تخت وبخښې ماته
هغه ښځه به حاضره کړمه تا ته
باچا ويلې راځه تخت مې دربښلی
دغه سوال مې ستا په سترګو دې منلی
ځوان چې کښېناسته په تخت پدې تدبير شو
او محمود باچا د هغه هلک وزير شو
راطلب يې کړ قاضي په سم د واره
راځه کښېنه زما په خوا کې په کراره
مخبرانو ته يې ور کړ تربيت
هغه ښځه را ته راولئ سلامت
مخبران په ور ښوولې لاره سر شول
هلته ګوري چې د ښځې نه خبر شول
ښځه راغله ورسره وو نوکران
ټاکل شوي چې د مخه وو مخبران
قاضي ناست و هغه ښځه را حاضر شوه
د باچا مخکې ګويانه په هنر شوه
چې باچا کله خبر په حقيقت شو
بيا قاضي په هغه ځای کې ملامت شو
دا قاضي يې سم د واره کړ په دار
او هلک يې خپل وزير کړ په تلوار
بيا تجار ته يې تسليم کړه هغه ښکلې
لوړه غاړه سپين غاښونه سرې منګولې
د همت او د پاکۍ په برکت
خپل خاوند ته ور تسليم شوه روغ صورت
ای اشنا سيف الرحمانه ښه يې ګوره
د قاضي وه اوږده ږيره تکه توره
په ظاهر لباس د هيڅ چا مه غولېږه
که قاضي وي که ملا ترېنه تېرېږه
(اشنا) وايې ای مخلوقه واورۍ مانه
پېژندل د انسان ګران دي ډېر بې شانه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب