آصف بهاند
څه موده وړاندې په تاند کې یو رپوټ خپور شوی دی چې فلاني قوم د ولورونو نوي نرخونه ټاکلي دي:
«… قوم په … کې د ولور نوې بیې وټاکلې»
زه دا د خوښۍ او بریا خبره نه گڼم، بلکې د شرم او تورو داغونو پرېکړه یې گڼم چې موږ د انسان پلورنې یوه نوي پـړاو ته ورننباسي. له یوې خوا یې ښوونځیو ته نه پرېـږدو ــ رنگارنگ نور ظلمونه پرې جاري کوو او اوس مو لکه د نخاس څاروي د خرڅلاو لپاره نوې نرخنامه هم ورته ټاکلې ده، خواشنونکې ده.
په لاندې متن کې د نجونو او ښځو د خرڅلاو لپاره نوې بیې کتلای شئ:
«تاند:( شنبه ، د غویي ۳۰ ) د پکتیا لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس خالق یار احمدزی وایي، چې د دغه ولایت په کچه د احمدزیو قوم د ولور نوې بیې ټاکلي دي.
هغه دا یو ستر ګام بللی او جزیات یې په دې ډول اعلان کړي:
د پیغلې ولور ۴۰۰زره افغانۍ
کونډه ښځه په ۲۰۰زره افغانۍ
په بنې باندې ۶۰۰زره افغانۍ
پیغله کونډ سړي ته ۵۰۰ زره افغانۍ
سرچینې ویلي، چې د دې پریکړو نور جزیات به وروسته خپاره کړي.
ځينو خلکو د دې پریکړو هرکلی کړی، خو یو شمېر نور باور لري چې یو مخ د ولور د ختمولو لپاره باید کار وشي، ځکه ولور د نجونو او ښځو پر برخلیک سودا ده او بدې پایلې لري.»
زموږ د عملي ژوند ډېره برخه له نورو اسلامي او غیراسلامي هېوادونو له ژوند او کارونه سره توپـير نه، بلکي تضاد لري. د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې مواد د ټولې نړۍ لپاره د منلو او تطبیق وړ دي، خو زموږ له عیني ژوند او کړوړو سره په تضاد کې دي.
د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې دې لاندې موادو ته پاملرنه وکړئ:
«څلورمه ماده:
هیڅوک باید د مریي (غلام)، مینځې او یا بنده په توگه و نه ساتل شي. مریتوب او مینځیتوب او د هغوی هر ډول راکړه ورکړه او پلورل او پېرېدل منع دي.
شپاړسمه ماده:
۱ ــ هره ښځه او نر، چې قانوني عمر ته رسېدلی وي، د دې حق لري چې له نژادي توپیر، تابعیت او یا دیني محدودیتونو څخه پرته واده سره وکړي او د یوې کورنۍ بنسټ کېـږدي.
دوی د گډ ژوند په ترڅ او د طلاق په وخت کې د برابرو حقوقو خاوندان دي.
۲ ــ واده باید یوازې د ښځې او نرینه د بشپـړې ازادۍ او خوښې پر بنسټ ترسره شي.
۳ ــ کورنۍ د ټولنې بنسټـیز او طبعي زړی (اساسي رکن) جوړوي او د دې حق لري، چې د ټولنې او دولت تر ساتنې لاندې وي.»
زموږ پر ټولنه باندې داسې نالیکلي حاکم غیر انساني قوانین شته او اوس عملاً پر ښځو باندې تطبیقېـږي چې د نړۍ په هېڅ کوټ کې نه شته دا لاندې یې یوه نمونه ده چې شپاړس کلنه کونډه باید یوه نا تولد شوي مېـړه ته انتظار کیني چې د خسراني حیثیت او آبرو تر پښو لاندې نه شي.
دا لاندې یې یوه بېلگه ده:
«د ۱۶ کلنې جلکۍ مېړه مري. د مېړه یې بل ورور هم نشته. خسر یې جیګیږي جلکۍ ته وایي چې له کور بهر نه شې تللی. زه بل واده کوم چې کله مې زوی پیدا شو او راغټ شو، بیا دې هغه ته واده کوم. جلکۍ پنځه کاله کېږي ناسته ده. د خسر له دویېم واده اوس یو دوه کلن ماشوم کور کې شته. هاغه به غټیږي، بیا به د واده کېږي او بیا به دا جلکۍ چې له هغه سره واده کوي.
اوس تاسو لږ فکر وکړئ چې دې وحشیتوب او بې عقلۍ ته سړی څه ووایي. د نړۍ هر ډول وحشت او خرتوب دې ځناورتوب ته سلام اچوي.»
د ولور (د ښځو او نجونو د خرڅلاو نرخنامه) نویو موادو ته په کتوسره، موږ عملاً د بشري حقونو د موادو پرضد درېـږو او عمل کوو او بیا نوم هم ورته ږدو چې د پلاني قوم د ولور نوې بیې. په یاد ولرئ چې دا ډول پرېکړې کول او بیا خلک پرې خبرول، پر ځان باندې عریضه کول او د خپل قوم پرلمن باندې د تورو داغونو اېښودل دي، نوره مو خوښه خپله.
پښتون غیرتي قام دی