شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهمجاهد: ترکیه دې ویستونکو افغان کډوالو سره انساني چلند وکړي

مجاهد: ترکیه دې ویستونکو افغان کډوالو سره انساني چلند وکړي

تاند: ( چار شنبه، د سرطان اوومه) د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد له ترکیې غوښتي، چې ویستونکو افغان کډوالو سره انساني چلند وکړي.

د هغه په وینا، دغه کډوال که په ناقانونه توګه هم ترکیې ته ورغلي وي او ترکیه یې د ویستو پریکړه کوي، لازمه ده چې ښه چلند ورسره وکړي او له شکنجې او ځورولو یې ډډه وشي.

ترکیې په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په وروستیو ورځو کې ترکیه سلګونه ناقانونه افغان کډوال له خپلې خاورې شړلي، چې ورسره د ناوړه چلند راپورونه هم ورکړل شوي.

پر ترکیې سربېره، ایران، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو هم افغان پناه غوښتونکوسره په ناوړه چلند تورن شوي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې نیږدې شپږ میلیونه افغانان هېواد پریښودو ته اړ شوي دي.

د طالبانو چارواکي بیا ادعا لري، چې تر دوه میلیونو پورې افغانان له بهرنیو هېوادونو بیرته هېواد ته ستانه شوي.

ستانه شوي کډوال بیا وایي، چې کوربه هېوادونو، په خاصه توګه ایران په زوره د طالبانو په همغږۍ له خپلې خاورې شړلي او اوس ګڼو ستونزو سره مخ دي.

1 COMMENT

  1. که تاسي تالبان دانساني حوقوقو مراعات وکړي هيڅ اړتيا به نوي چي دا ځوانان خپل وتن پريږدي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب