شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهملا برادر: بهرنیان د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه منفي تبلیغات...

ملا برادر: بهرنیان د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه منفي تبلیغات کوي

تاند: ( چار شنبه، د سرطان اوومه) د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ادعا کوي، چې بهرنیان د افغانستان د اقتصادي ننګونو په اړه اوازې خپروي ترڅو افغانان اندېښمن کړي.

هغه نن په ارګ کې د اختر لمانځه پر مهال وويل، د افواهاتو په خپرولو سره بهرنيان د افغانستان خلک وهڅوي چې له دغه هېواد څخه ووځي او هجرت وکړي.

له دې سره، ملا برادر ټینګار کوي چې د دوی رژیم هڅه کوي، څو په هېواد کې اقتصادي ستونزې هوارې کړي.

د ملا برادر څرګندونې په داسې حال کې دي، چې نیږدې هره ورځ د افغانستان له یوې سیمې د اقتصادي ستونزو له امله د یوه یا څو تنو د ځان وژنې او نورو پېښو خبرونه ورکول کیږي.

د طالبانو منقدین بیا دوی تورنوي، چې د وضعیت له عادي ښودلو سره غواړي پر خپلو ناکامیو پرده واچوي.

2 COMMENTS

  1. شهاب
    ملا عبدالغني برادر په ارګ کې د اختر د لمانځه په مراسمو کې خبرې کوي. دا لږ د حیرانۍ وړ خبره ده، ځکه رئس الوزار یا د هغه ځایناستي سرپرست چیرته دی. او که هغوئ کورونو ته تللي دي. یا به ښايي برادر را مخي ته کیږي. رئس الوزرا به وټاکل شي. یوه خبره چې دی او د حکومت نور چارواکي يي تل کوي. هغه د اقتصادي ودې خبره ده. یا د افغانیو ثبات ساتل دي. خو که په میاشت کې څلورڅلور کڅوړې نه وي ایا د افغانۍ ثبات به په خپل حال پاته شي.؟ نړیوال خو له دوئ همدا خبره غواړې او دوئ چې ترڅو ونه وايي چې نړیوال او امریکا له موږ سره د افغانۍ د ثبات او اقتصاد د ودې په برخې کې مرسته کوي. همدا تبلیغات به روان وي. مجاهدینو به هم هرڅه په ځان ختمول، نړۍ مو ازاده کړه. ها مو وکړل دا مو وکړل، نړیوالو ترې مخ واړاوه په خپلو کې يي داسې سره اخته کړل چې ننداره يي نړۍ ته پاته شوه.

  2. تاسې اوس پوه شولئ؟ له پېړیو او له ۳۲۰۰ کلونو نا را په دې خوا اروپایان او د اسکندر خبیث پاتې خوشایی د اسناد پر بڼسټ دوی وراني کويو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب