زموږ د سیمې (د وردګو ولایت سید اباد ولسوالۍ) د اختر له دودونو څخه یو هم د اختر په شپه لمبه کول و. په کلي کې به هر یوه کور د اختر په شپه لمبه کوله. خلکو به دې لمبه کې بوټي، وچې پاڼې، ټیرونه، لرګي سوځول. دا د اختر یوه نښه هم وه چې خلک پوه شي چې سبا اختر دی. دا لمبې ډېری وخت د غرونو په لمنه کې کېدې. اوس وخت کې دغه لمبې نه کیږي.
زموږ د کلي( سید اباد ولسوالۍ) د اختر بل دود مېوې ټولول دي. د اختر په لومړی ورځ چې کله به د اختر لمونځ وشو، ماشومان به د کلي هر یوه کور ته تلل او اختري مېوې به یې ټولولې. دغه مېوې نینې( ډاډه شوي غنم او بنګ دانې) و. هغه کورونه چې اقتصادي وضعیت یې ښه و، هغو به په نینو کې یو یو نقل هم ګډ کړی و. ځینو کورنیو به بیا یو یو چهارمغز هم په مېوه کې ماشومانو ته ورکاوه چې ماشومان به ډېر پرې خوشاله شول. د اختر په لومړی ورځ به لویانو هم اختر مبارکي ټولوله. دوی ته به بیا کوربه یوه یوه جوش کړې هګۍ ورکوله. دغه هګۍ به ډېری وخت سور او ژېړ رنګ شوې وې.
له نېکه مرغه دغه په زړه پورې دود اوس کابل کې هم رواج شوی. د اختر په لومړی ورځ ټول ماشومان د اختری مېوې د ټولولو لپاره کورونو ته ورځي.
د اختر په لومړی ورځ به د کلي نجونو د کلي په یوه ستر بڼ کې زانګو اچوله. دغه زانګو به د سترو ونو په ښاخونو کې د پړي په واسطه ټینګه وه. د پړي په منځ کې به یې ماله( تخته ډوله کلک لرګی) اېښودله او د مالې په منځ کې به پینځه شپږ نجونې کېناستې. دوې به د زانګو مشرانې وې. یو بل ته به مخامخ ولاړې وې او د زانګو حرکت او کنټرول به د دوی په لاس کې و. نورې نجونې به د دوی دواړو تر منځ ناستې وې او له زانګو به یې خوند اخیست. دغه خوندور دود اوس کلي کې نشته او نجونې هم د کور نه په یوازې توګه بیرون ته تګ ته زړه نه شي ښه کولی.
یادونه: د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر د اختر په مناسبت، د سیمه ییزو دودونو په هکله د لیکنو او خاطرو لړۍ پیل کړې ده چې د دوی د خواله رسنیو پر پاڼو یې هم لوستلی شئ.