تاند: ( چار شنبه، د سرطان اوومه) په کابل کې د طالبانو د ۳۱۳ قول اردو مرستیال “امین الله طیب” ویلي، چې د لوی اختر په ورځو کې د مرکزي سیمو او په ځانګړې توګه کابل کې د امنیت د ټینګښت لپاره د دوی لس زره امنیتي ځواکونه ګومارل شوي.
نوموړي دا هم وويل چې په ټول افغانستان کې امنيت تامين دى او هڅه کوي د اختر په ورځو کې کومه امنيتي پېښه رامنځته نه شي.
یو شمېر خلکو د طالبانو د امنیت ساتلو هڅې ستایلي او ویلي، چې د دوی له واکمنیدو سره د چاودنو او ځانمرګو بریدونو وېره ورسره ډېره کمه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې یوناما په یوه تازه راپور کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته په مختلفو پېښو کې د شاوخوا زرو ملکي وګړو د وژل کیدو خبر ورکړی.
طالبان بیا په هېواد کې د بشپړ امنیت د تامین خبر ورکوي او وایي مثالي امنیت یې تامین کړی.
د دوی منتقدان بیا باور لري، چې د طالبانو له واکمنیدو مخکې، امنیت هم، همدغې ډلې خراب کړی و.