چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهاحمدزي قوم په پکتیا کې د ولور نوې بیې وټاکلې

احمدزي قوم په پکتیا کې د ولور نوې بیې وټاکلې

تاند:( شنبه ، د غویي ۳۰ )   د پکتیا لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس خالق یار احمدزی وایي، چې د دغه ولایت په کچه د احمدزیو قوم د ولور نوې بیې ټاکلي دي.

هغه دا یو ستر ګام بللی او جزیات یې په دې ډول اعلان کړي:

د پیغلې ولور ۴۰۰زره افغانۍ

کونډه ښځه په ۲۰۰زره افغانۍ

په بنې باندې ۶۰۰زره افغانۍ

پیغله کونډ سړي ته ۵۰۰ زره افغانۍ

سرچینې ویلي، چې د دې پریکړو نور جزیات به وروسته خپاره کړي.

ځينو خلکو د دې پریکړو هرکلی کړی، خو یو شمېر نور باور لري چې یو مخ د ولور د ختمولو لپاره باید کار وشي، ځکه ولور د نجونو او ښځو پر برخلیک سودا ده او بدې پایلې لري.

4 COMMENTS

  1. د ولور بیعی ؛ خرڅول افاده کوی ، د لور یا خور خرڅول اسلامی بنیاد نلری ،دکانداری ته ورته یو عمل
    دی او نباید دین پدی ناقصو دودونو پایمال او دا ناروا دکانداری تقویه شی ، په دینی اوامرو کی اجتماعی عدالت ،عزت او کرامت انسانی او نور ټول حقوق او وجایب ساتل شوی کوم چي د قومی
    ملکانو فهم او درک تری عاجز دی ، نو دا بدعت سیئه نباید د دین ځای ناستی شی او یو بل تور جاهلی داغ پر پښتنو اضافه شی ، علما باید شرعی طرزالعمل او فقاهت لازم ملت ته ورسوی؛رسول
    الله صلی الله علیه و سلم معلم د بشریت فرمایی ؛ بلغوا عنی و لو آیه ۰

  2. سپينه خبره به وکړو هغه داچي پښتون ډيربيکاره قوم ده کوم قوم چي د لوراو زوي په منځ کي توپير کوي هغه ته په اووسني دونيا کي نه انسان نه دکوم بل داسي خدايي موجوديت نوم پيداکيږي چي هغه لور خرڅوي ؛ او بيايي څنګه نوم ورته پيدا کړی ولور ځکه د خرڅولو په نوم خو بيا بي غيرته بريښي ، په بل برخه د ژوندکي خو کار او پوه کي پښتون کومه داسي شاهکاري نه ده کړي ليکه د ولور نوم اختراع ده. د پکتیا لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس خالق یار احمدزی وایي، چې د دغه ولایت په کچه د احمدزیو قوم د ولور نوې بیې ټاکلي دي.
    داخالقيار په کوم وجدان ځانته داخالقيار نوم ورکړي چي په انسان باتدي د خرڅلاو بيه ږدي ، په تاليليبي اسلام کي دانساني کرامت ځاے نشته.
    دا داغ د جهالت لګل نه دي بلکه واقعيت ده ولي سترګي پري پټوپه د جهالت بايد قناعت او ضديي مبارزه وکړو.
    ای پاک وجدانه پښتنوته راځي دد ناورين او دود په خپل ټول قدرت مخ ونيسو اودا انساني حق د معصومو انسانانو ښځوته په لاس کي ورکړو

  3. د ولور اخیستل هغه وخت د منلو وړ دی چی روپی ئی ټولی مستقیماً د میرمنی جیب ته ولویږی نه دا چی د پلار یا ورور جیب ته ئی ولویږی. زموږ د ټولنی د ښځو د کورکورانه او مکروه اطاعت او تحمیلی زغم علت دا دی چی زموږ ښځی اقتصادی استقلال نلری البته وی به داسی د خری زامن چی همدا اوس د ځان سره دا شعر زمزمه کړی چی:
    ښځه او اقتصادی استقلال؟

    • حضرت صیب ستا تور برېتي پښتانه خو داسي ناولي وحشي د انسانیت خلاف کارونه کوي چې زه پرې شرمیږم او کوم دی ددوی اسلام؟ دا دلګان دکرایې خره دي هر څوک چې پيسې ورته ورکړي هغه یې په ښځو سپریږي ! په حقیقت کې د ښځو دپلورلو ټيکه دآران دي !!
      اسلام نو چیرته دی ؟ سیاسي او انساني استقلال خو له ښځو هغه محمدي جاهل اسلام ترې اخیستی دی !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب