Homeخبرونهاقتصادي خبرونهملا برادر په فراه کې د بخش آباد بند د جوړیدو چارې...

ملا برادر په فراه کې د بخش آباد بند د جوړیدو چارې پرانیستې

تاند:( شنبه ، د غویي ۳۰ )  د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن په فراه کې د بخش آباد د اوبو بند د جوړیدو چارې پرانیستې.

د طالب چارواکو په وینا، د بخش آباد بند ښي طرف ته د ۵۰ کیلومتره او چپ لوري ته د ۵۲ کیلومتره کانال په لرلو سره، په ټولیز ډول ۶۸۵۹۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.

بخش آباد بند له ډېرو کلونو راهیسې په پام کې وه، چې جوړ شي، خو د جمهوري نظام چارواکو یې طالبان د جوړیدو خنډ ګڼل.

په وروستیو کې له فراه ولایت څخه د ځمکې لاندې اوبو د بېساري کمښت او له امله یې د سیمه ییزو خلکو د کډوالۍ خبرونه ورکړل شوي.

ځایي اوسیدونکي باور لري، چې که د بخش آباد بند جوړ او د دوی اوبه سمې مدیریت شي، کرنه به په بېساري ډول وده وکړي او د هېواد اقتصاد ته به ډېره ګټه ورسوي.

طالبانو د بخش آباد بند د جوړیدو لګښتونه او نور جزیات نه دي په ډاګه کړي.

د دوی لخوا د اوبو د مدیریت هڅې د ولسمشر غني د پروګرامونو دوام ګڼل کیږي او خلک یې ستاینه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...