یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهطالبان: له ایرانه نیږدې ۳ زرو افغان کډوال راستانه شوي

طالبان: له ایرانه نیږدې ۳ زرو افغان کډوال راستانه شوي

تاند:( شنبه ، د غویي ۳۰ )  د طالبانو د کډوالو چارو وزارت ادعا کړې، چې اوړمه ورځ (۲۷۳۱) تنه افغان کډوال له ایران څخه خپل هېواد ته ستانه شوي.

سرچینه وایي، چې دغه کډوال د هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې هېواد ته راستانه شول.

د اسلام قلعه د سرحدي آمر په خبره د يادو راستنېدونکو له ډلې (۵۴۷) تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM)  ته ور وپېژندل شول.

طالبان دا څرګندونې په داسې مهال کوي، چې ایران کې مېشت کډوال د دغه هېواد له لوري په زوره د کډوالو د ویستو شکایت کوي.

د دوی په باور، په دې کار کې طالبان هم ایران سره پټه همغږي لري.

طالبانو په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو او پر ضد یې د سختو قیوداتو په اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب