پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهیونیسف: ماشومان د افغانستان د کړکیچ تر ټولو درنه بیه پرې کوي

یونیسف: ماشومان د افغانستان د کړکیچ تر ټولو درنه بیه پرې کوي

تاند:( شنبه ، د غویي ۳۰ ) د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) استازې فران اکیزا په افغانستان کې د وضعیت د خرابیدو خبر ورکړ او ویې ویل، که څه هم په هېواد کې جګړه تر یوه حده ودرول شوې، خو د لسیزو جګړو له امله لا هم هره ورځ د ماشومانو حقونه په خورا وحشتناکه توګه تر پښو لاندې کیږي.

نوموړې زیاته کړه: “چیرته چې تعلیم د هیلې سمبول و، اوس د ماشومانو د زده کړې حق تر پښو لاندې کیږي.”

د سرچینې اشاره د طالبانو لخوا له زده کړو د افغان نجونو د محرومیت مسئلې ته وه.

اکیزا وویل چې افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې وسلې او ناچاوده توکي لا هم پکې د ماشومانو د تر ټولو لوړو تلفاتو سبب کیږي.

د یونیسف استازې ویلي، چې د لومړنیو شمېرو له مخې د روان کال له جنورۍ او مارچ میاشتې راهیسې په جګړه ځپلو سیمو کې د بمونو او ناچاوده توکیو د چاودنې له امله ۱۳۴ ماشومان وژل شوي او یا هم معلول شوي دي.

اکیزا په افغانستان کې د پراخ اقتصادي او بشري ناورین موجودیت ته په کتو وويل چې افغان ماشومان له دغو سيمو څخه د زړو اوسپنو ټولولو ته مجبوره دي او دا کار یې د مرګ په بیه تمامیږي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکې یادونه کړې چې په افغانستان کې له ۱.۶ میلیونو څخه زیات ماشومان چې ځینې یې تر شپږو کلونو کم عمر لري په خطرناکو شرایطو کې کار کوي.

اکیزا خبرداری ورکړی، چې سږ کال به شاوخوا ۲،۳ میلیونه افغان نجونې او هلکان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.

هغې دا هم وویل چې پر دې سربیره شاوخوا ۸۴۰ زره امیندواره میرمنې او میندې په سختې خوارځواکۍ اخته دي او نه شي کولای خپلو ماشومانو ته شیدې ورکړي.

  یونیسف ویلي چې د افغانستان وضعیت ته د رسیدو لپاره پراخې بودیجې ته اړتیا ده، چې تراوسه یې د ۲۰۲۳ کال لپاره یوازې ۲۲ سلنه بودیجه چمتو شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب