شنبه, اپریل 20, 2024
Home+نوې ټکنالوژي به په امریکا کې د کاربون ځای ونیسي

نوې ټکنالوژي به په امریکا کې د کاربون ځای ونیسي

تاند- د امریکا د انرژۍ وزارت څلور سترې پروژې پیل کړي چې پر اساس یې نوې ټکنالوژي د کاربون اوکسایډ یا سکرو ځای نیسي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د دغو پروژو پر بشپړولو به درې نیم ملیارد ډالره ولګېږي او د امریکا حکومت هیله لري چې له دې ډول تکنالوژیو څخه په استفادې به د روانې میلادي پېړۍ تر نیمايي پورې د مځکې په اتومسفیر کې د کاربون ډای اوکسایډ ګاز اندازه صفر ته ورسوي.

ډېر ساینس پوهان په دې باور دي، چې که غواړو چې د کاربون اندازه تر ۲۰۵۰ کال پورې صفر ته ورسېږي، داسې تکنالوژي ته اړتیا لرو چې کاربون لېرې او ټول کړي.

د امریکا حکومت په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي چې پر دې پروژو به درې نیم ملیون ډالره ولګوي چې د هوا د مستقیم جذب څلور مرکزونه جوړ شي او د کاربون ډای اوکسایډ د زېرمه کولو او لېږدولو د ټکنالوژۍ د تاسیساتو له پراختیا سره مرسته وکړي.

د ملګروملتو د اقلیمي بدلون پلاوي تېره میاشت په یوه راپور کې ویلي و چې پکار ده نړۍ د کاربون ډای اوکسایډ د له منځه وړلو ټکنالوژۍ ته مخه کړي، او هغه ونې وکري چې کاربون جذبوي.

د ملګرو ملتونو ساینس پوهانو خبرداری ورکړی چې دمګړۍ د ځمکې د تودوخې کچه له دوو درجو اوښتې ده.

دوی وايي، طبیعي حل لارې لکه د ونو کښېنول، د ټېکنالوژي کارول، د کاربون ټولول او زېرمه کول به د اقلیم د بدلون ناورین کم کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب