تاند:( شنبه ، د غویي ۳۰ ) د طالبانو د عدلیې وزارت له لوري د غصب شویو دولتي ځمکو د خلاصون کمېسیون چارواکي وایي، چې تر اوسه یې د دولت اړوند څلور مېلیونه جریبه ځمکه سروې کړې ده.
د طالبانو د عدلیې وزارت ویاند عبدالحمید جهادیار وایي، له غصبه راګرځول شوې ځمکې دولتي ادارو ته سپارل شوې دي.
جهادیار زیاتوي: «په ټول هېواد کې زموږ تخنيکي پلاوو نږدې څلور مېلیونه جریبه ځمکه امارتي تثبیت او تشخیص کړې چې له دې ډلې نږدې پنځه سوه زره جریبه ځمکه یې استرداد او اړوند امارتي ادارو ته سپارل شوې ده.»
دغه طالب ویاند زیاتوي، د کابل د نوي ښار د لومړي فاز د تصفیې کار مخ پر بشپړېدو دی او ټاکل شوې ده چې د ځمکو د غصب او بېرته راګرځولو کمېسیون د میرویس خان او حبیبالله ځاځي د ښارګوټو، نادرخان غونډۍ، د شیرپور او ترهخېل سیمو د تصفیې کار هم ډېر ژر پېل شي.
خلک د ځمکو د غصب د مخنیوي لپاره د طالبانو د هڅو هرکلی کوي، خو وایي خپله د طالبانو له لاسه هم باید غصب شوې دولتي او شخصي ودانۍ او ځمکې خلاصې کړل شي.
تازه، د ولسمشر غني ورور حشمت غني د طالبانو یو مشهور کس ابراهیم حقاني د ولسمشر غني د کور د بیرته نه ورسپارلو او د دوی د نورو جایدادونو د غصبولو په پلان تورن کړی.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.