پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+د چارلز داروین مذهبي لیدلوری

د چارلز داروین مذهبي لیدلوری

ژباړه: ندیم نادیم
ما غوښتل چې د انسان د ارتقاء (تکامل) مسله د هغو اولیه ژوند او د جنیتک ځینې مسائل مطرح کړم،
ځینو پوښتنو ته ځواب ووایم ځینې وخت انسان هیڅ تکامل نه دی کړی یا تر اوسه بیا شمپانزې ولې شته؟
د تکامل سلسله اوږده ده او ښه ده چې لیکل او څېړنې پرې وشي. موږ د 4/5 میلیارده کاله دمخه را شروع شوي یوو، زموږ اجداد هوموارګستر هومو ارکتوس او هوموساپینس او تر ننه انسانان پورې.
 مهمه مې وګڼله یوارې د داروین مذهبي لید لوری په څو لیکنو کې را لنډ کړم.
دا کیسه اوږده ده خو کوشش کوم چې په لنډو یې ووایم.
داروین د 19پیړۍ یو بریتانیایي ژوپوه (زولوجیست) و.
هغه په 19پیړۍکې د تکامل نظریه وضع کړه هغه پخپل کتاب منشع النواع کې لیکي چې د ځمکې پرمخ ټول کائناتو تکامل کړی دی.
دا یوازې د طبعیت انتخاب دئ د تکامل په سلسله کې د خدایي خلقت نقش حقیقت نه لري
دې نظريې ټول ادیان تر سختې پوښتنې لاندې راوستل ادیانو په خلقت باور درلود مګر داروین د ډیرو په زړونو کې شکونه پیدا کړل.
اوس پوښتنه دا ده چې داروین خپله څوک و؟ مذهبي و؟ اوکه یې هیڅ په خدای باندې اعتقاد نه درلود؟
داروین په ځوانۍ کې د پلار په غوښتنه د کمبریج په پوهنتون کې الهیات لوستل او غوښتل یې یو کشیش شي
له طبعي علومو سره يې ډیره علاقه وه، الهیات یې په ډیر شوق لوستل. حتا داروین په لومړیو کې هڅه کوله د ویلیم پیلي کشیش په قدم, پل کیږدي او یو پادري شي او د خدای وحدانیت ثابت کړي.
وروسته داروین هغو ادیانو ته چې د سړک پر غاړه به یې د خدای واحدانیت ثابتولا سخت فکري شکنجه کړل داروین یو داسې فکري انقلاب راوست چې هیچا یې مخه نشوای نیولی حتا تر اوسه یې استقبال کیږی
لا به څه کیږي؟
داروین ناڅپه الحاد وکړ. نړۍ د ګرځیدو دعوت نامه یې ترلاسه کړه چې نقشه یې لاندې تصویرو کې شته
ده ښاغلي چې د زیست شانسۍ سره ډیره علاقه وه خپل سفر یې د بیګل په کښتۍ کې پیل کړ.
په پنځه کلن ارزښتناک سفر کې یې ډیر موجودات مشاهده کړل پخواني هډوکي- فوسیلونه یې وڅیړل.
دغه سفر شو چې داروین له پادري توبه انحراف وکړ او یو فرګشتي عالم شو او یوه جالبه سلسله شروع شوه
که چیرې دغه سفر نه وای اوس. به داروین یو کشیش او مذهبي مشر وای.
وروسته تر دې داروین ټولو ادیانو ته د شک په سترګو کتل او نقد یې ورباندې کاوه او خپل انتقادونه یې مستقیم پر مذهب شیروع کړل.
دراوین ویل چې د ادیانو مقدس ابراهیمي او مسیحي کتابونه وایي چې خدای ټول کائنات په شپږ ورځو کې پیدا کړي چې دا اشتباه ده.
د شپږو ورځو نه مطلب شپږ مرحلې دي داسې نه چې انګار شپه او ورځ 24ساعته وه.
د دراوین له نظره په ژوندیو موجوداتو کې تغییرات دمیلیونو حتا میلیارد کلونو سلسله ده او دې سلسلې د داروین شک په مذهب نور زیات کړ.
مذهبي کتابونه وایي چې خدای ټول کائنات په شپږ ورځو کې خلق کړي او د آدم له خلقت څخه تر اوسه یوازې شپږ زره کاله وتلي او د انسان اولیه ژوند د بعضو څیړنو له قوله دوه میلیون کاله دمخه په آفریقا کې شروع شو، لومړني انسانان د هومو ارګستر په نامه منځه ته راغلل.
همداسې حوا د آدم د چپې پوښتۍ څخه په یو عمیق خوب کې خلق شوه چې دغه نظریه او د تکامل نظریه شدید تناقص لري.
داروین وایي چې نه انسان له خټې څخه پیدا شوی او نه له چپې پوښتۍ څخه بلکې انسان د نورو ژوندیو موجوداتو په څیر یو ژوندی موجود دئ چې تکامل او انکشاف یې یې کړی.
شمپانزې انسان ته وراثتي او جنتیکي ډیر ورته والی لري او د انسان نږدې د کاکا زوی دی.
دراوین ونه توانید چې د مذهب او تکامل نتیجه یوه راوباسي ځکه دغه دوه ډیر متفاوتې موضوعاګانې وې.
اوس راځو د مهمو اسنادو په اړه چې داروین د عقایدو او مذهبي ادیانو په اړه لیکلي؛ دغه مهم ثبوتونه داروین په خپل کتاب اتوبیوګرافي کې ډیر په مفصل بیان کړي. دغه کتاب په 1976کال کې ولیکل شو او د زوی له خوا یې بیا چاپ شو.
د داروین پنځه کلن سفر په عقایدو شک لازیات کړ وروسته تر سفر یې په ډیر صراحت سره له مسیحیت څخه انکار وکړ.
داروین د خپل کتاب اتوبیوګرافي په87ص مخ کې ولیکلي:
«په ټولو مذهبي ناباوریو چې پرما یې غلبه کړې تر آخره مې احساس ونه کړ چې ما بد انتخاب کړی دی.»
داروین وایي چې ولې باید یو سړی په خلقت او مسیحت ایمان ولري؟
که څه هم نوموړي خپل باور په مذهب له لاسه ورکړی و، خو یوه جالبه خبره چې داروین کوي دا ده چې وايي«پر دین د بې باوره کېدو پرېکړه مې چټکه نه وه. طبعي ده څوک چې پر دین باور لري او خپل باور په دین له لاسه ورکوي دا د یوې ورځې او یوې میاشتې خبره نه وي مثلا څوک نه شي کولای ووایي چې زه پرون یو متقي مسلمان وم او نن کافر شوم، دا یوې نتیجې ته رسیدل غواړي او بیا بې باوره کیږي چې زه خپله د تکامل نتیجې ته ورسیدم او دین مې پرېښود.»

1 COMMENT

  1. دین او مذهب ته تعهد او نه تعهد به د هر چا شخصی تصمیم وی چی ډاروین هم لدې اصل څخه بیل نه دی خو خبره دا ده چی نننی علمی تحقیقاتو د ډاروین نظریه ( په حقیقت کی فرضیه ) بالکل غلطه ثابته کړیده خو د ځینو عواملو او لاملونو له مخی حاضر نه دی چی د ډاروین د فرضئی د بطلان په هکله شِفاف توضیحات وړاندی کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب