جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهایران: طالبانو ته مو د اوبو حق د راکړې یو میاشتینی...

ایران: طالبانو ته مو د اوبو حق د راکړې یو میاشتینی مهلت ټاکلی

تاند:( شنبه ، د غویي ۳۰ )  په افغانستان کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ویلي، چې هېواد یې په افغانستان کې د طالبانو رژیم ته یوه میاشت مهلت ورکړی څو د هغه په ادعا، ایران ته د اوبو د نا وړکړل شوې حق ورکړي.

قمي ایراني رسنیو ته ویلي، که ثابته شی چې دکجکي بند کې اوبه شته او طالبان یې ایران ته نه ورکوي، دوی به یې د ثبتونو له وړاندې کولو سره طالبانو نه ځواب وغواړي.

د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي زیاته کړې، طالب چارواکي پوهېږي چې که په افغانستان کې د باثباته حکومت رامنځته کول غواړي، له ګاونډیانو سره باید رغنده تعامل ولري.

د هلمند له سیند (هیرمند) څخه د ایران د ډېرو اوبو غوښتنه او په دې اړه طالب رژیم ته د ایران د ولسمشر له سپکاوي ډک ګواښ د افغانانو له توندو غبرګونونو سره مخ شوی.

ډېرو افغانانو په دې برخه کې ایران ګرم بللی او ویلي، چې ولسمشر یې په نا مناسبو او غیر اصولي څرګندونو د ټولو افغانانو سپکاوی کړی.

یو شمېر نورو افغانانو بیا طالبان د اوسني وضعیت مسوول بللي او ویلي، که طالبانو د ایران په خوښه د افغانستان د اوبو د مدیریت پروژې تخریب کړي او ننګولي نه وای، ایران به داسې ګواښونه نه ورته کول.

طالبانو د ایران له لوري دوی ته د ورکړل شوي مهلت په اړه څه نه دي ویلي.

3 COMMENTS

  1. افغانانو ته پکار ده چی د ایران سپکاوي ته د غبرګون په ځای په خپل ګریوان کی یو وار وګوري او هغه عوامل په غور سره وڅیړي او مخه يی وتیسي چی همیشه د افغانانو د سپکاوي سبب ګرځیدلی دي.
    د پښتو متل دی چی وايی په درنو دروند او په سپکو سپک. افغانانو خپل واک داسی چاته ورکړی چی نه یوازی د افغانستان نه يی یاغیستان جوړ کړی بلکه د ایران او پاکستان د استخباراتي کړیو د نوکرۍ بدله اوس د ټول افغان ولس نه په سرو سترګو اخلي.
    همدا راز افغانانو ته پکار ده چی د لاپو او ښکنځلو په ځای پدی سر خلاص کړی چی د افغانستان د پوښتنی ځای وجود نه لری او یوه وړه بیلګه يی یو څو ورځې وړاندی د پاکسان هوايی تیرې د افغانستان په خاوره چی تنکي ماشومان پکی شهیدان شول خو هیچا د پاکستان نوم په خوله وانخستل شو.

    د تالبانو ملاتړی به اوس خپلی پاکستانۍ ټاپی راوباسی او د غلام، مرتد او داسی نوری ټاپی به په هرچا ولګوي خو باید ووایو چی نن سبا هر سړی پدی پوه دی چی غوا توره ده او شیدې يی سپین دی.

  2. د ایران ریس پوهیږي چې له طالبانو ملت ناراض دی او له موقع استفاده کوي. که ېالبان د خلکو غوښتنې و نه مني نو ورځ به بده وي.

  3. ملت د اوسنی حکومت سره دی نه د تالیڅټو او غلامانو سره دی پردی پاله د امریکا هر ناروا کار ته جواز جوړوه او دلته پدی ملک کی چی کومو زورواکو چورواکو او فاحشو د غرب نه راغلو غلو کوم غوبل جوړ کړی و ددوی سترګو کی توری عینکی او د موترو ښیښی یی هم توری وی دوی هیڅ نه لیدل ړانده ؤ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب