Homeخبرونهایران ۷ افغانان اعدام کړي؛ طالبان: ۲۰۰ نور مو له اعدامه وژغورل

ایران ۷ افغانان اعدام کړي؛ طالبان: ۲۰۰ نور مو له اعدامه وژغورل

تاند:( شنبه ، د غویي ۳۰ ) د هلمند سیند د اوبو پر سر د طالبانو او ایران له ظاهري جنجال سره هم مهاله، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل ویلي، چې د دوی حکومت دوه سوه هغه افغان بندیان د ایران له زندانونو خوشې کړي او افغانستان ته لیږدولي، چې د اعدام په سزا محکوم شوي وو.

له دې سره، د بشري حقونو سازمانونو راپور ورکړی چې ایران په تېرو پنځو میاشتو کې لږ تر لږه اوه افغانان اعدام کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وویل چې د ایران له چارواکو سره د افغان بندیانو د ستونزو د هواري په اړه د طالبانو ناستې دوام لري.

 ایراني چارواکو د طالبانو او بشري حقونو د سازمانونو څرګندونو ته ځواب نه دی ویلی.

په وروستو کې د طالبانو او ایراني چارواکو ناندرۍ زیاتې شوي، چې ورسره یو زیات شمېر افغانانو د طالبانو ننګه کړې او ایران یې د افغانستان پر وړاندې د غلطو سیاستونو له امله غندلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...