جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهحشمت غني له ابراهیم حقاني څخه په ویډیويي پيغام کې شکایت وکړ

حشمت غني له ابراهیم حقاني څخه په ویډیويي پيغام کې شکایت وکړ

تاند:( جمعه ، د غویي ۲۹ )  د افغانستان د وروستي ولسمشر اشرف غني ورور حشمت غني احمدزي د طالبانو له یوه مشهور مشر حاجي ابراهیم حقاني څخه د یوه ویډیويي پيغام په خپرولو شکایت کړی.

حشمت غني ویلي، چې تازه د نوموړي کسانو په کابل کې د ده له کوره تر وتو وروستي د علي نظري په نوم یو خبریال نیولی او په زوره یې اقرار ورڅخه اخیستی، چې ګواکې د حشمت غني په کور کې یې شراب څښلي دي.

د مخکیني ولسمشر ورور ویلي، چې ابراهیم حقاني له اتلسو میاشتو راهیسې د ولسمشرغني د کابل کور په زوره نیولی او د ملا هبت الله، طالب رئیس الوزرا او نورو له بیا- بیا امر وروسته یې هم بیرته نه خوشې کوي.

حشمت غني ابراهیم حقاني ته په خطاب کې وویل، چې که د ده وژل غواړي، دی نه ډاریږي، مرګ مني، خو په وینا یې بې عزتي نه شي منلای.

غني احمدزي دا هم وویل، چې ابراهیم حقاني ته یې درې میاشتې خپل کور، پیسې او عزت ورکړی و، خو هغه برعکس د دوی د بې عزتۍ هڅه کوي.

د ده په وینا، نوموړي ورڅخه په لوګر او جلال اباد کې هم د جایدادونو د لاندې کولو هڅه کړې ده.

حشمت غني پر ده د شراب څښلو تور دسیسه ګڼلې او له طالب مشرانو یې غوښتي، چې د دغه تور څېړنه وکړي.

ابراهیم حقاني په دې اړه څه نه دي ویلي.

هغه د طالبانو په رژیم کې کوم مقام نه لري، خو تورن دی چې کابل کې یې د ځینو پخوانیو چارواکو جایدادونه لاندې کړي او له سوداګرو باج اخلي.

ابراهیم حقاني د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني تره او د کډوالو چارو د وزیر خلیل الرحمان حقاني ورور دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب