شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد ایران او طالبانو د ناندرۍ دوام؛ ایران د طالبانو وروستۍ اعلامیه...

د ایران او طالبانو د ناندرۍ دوام؛ ایران د طالبانو وروستۍ اعلامیه رد کړه

تاند:( جمعه ، د غویي ۲۹ )  د طالبانو د رژیم او ایراني حکومت د ناندریو په دوام، ایران د خپل ولسمشر د وروستیو څرګندونو پر وړاندې د طالبانو د رژیم اعلامیه رد کړه.

د ایران ولسمشر طالبانو ته خبرداری ورکړی و، چې ایران ته د هلمند سیند د اوبو خوشې کیدو په اړه دې د دوی ګواښ جدي  وګڼي او اوبه دې ور پریږدي.

طالبانو بیا په یوه اعلامیه کې وویل، چې د هلمند سیند د اوبو په اړه د ایراني چارواکو معلومات ناسم دي، ځکه په وینا یې په یاد شوي سیند کې کافي اوبه نشته او له دې امله ایران ته نه ور پریښودل کیږي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت اوس په یوه اعلامیه کې د هلمند سیند له اوبو د نه خبرتیا په اړه د طالبانو تور رد کړی.

ایران ویلي، چې طالب رژیم په تېره یو نیم کلنه واکمنۍ کې یې څو ځلې د اوبو د ور پریښودو ژمنه وکړه، خو عمل یې پرې ونه کړ.

 د ایران حکومت ټینګار کړی، چې د دواړو لوریو تخنیکی پلاوی دې د هلمند سیند د اوبو وضعیت له نیږدې وارزوي.

د ایران په اعلامیه کې د یادو اوبو په اړه د دوی د چارواکو څرګندونې او دریځونه په بشپړ ډول قانوني ګڼل شوي او ویل شوي، چې دوی د ښه ګاونډیتوب اصولو ته پر درناوي باور لري.

ایراني لوري غوښتنه کړې، چې طالبان دې پر سیاسي اعلامیو د تکیې پرځای د هرمند اوبو د تړون د عملي کیدو لپاره عملي ګامونه واخلي، کنه په وینا یې دوی د لازمو اقداماتو سرته رسول خپل حق بولي او طالب لوری خپلو مسوولیتونو ته بولي.

له دې سره هم مهاله، طالب رژیم ته د ایراني ولسمشر او یوه پوځي مقام د ګواښونو ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو توندو غبرګونونو سره مخ شوي.

دوی ایران ته خبرداری ورکړی، چې د افغانستان د ګواښلو فکر له سره وباسي، کنه بدې پایلې به ورته ولري.

4 COMMENTS

  1. دا زما شخصی نظر ده که نن هیبت خپل مخ ملت ته ښکاره کړی نو صبا زه دی ته حاضر یم چی د افغانستان دفاع لپاره د ایران سغیانو مقابل کی ځان فدا کړم خو داسی نشی چی له باران څخه ناوی ته کښینو

  2. د هلمند د اوبو موضوع د افغانستان د ملي ګټو سره تړلي او د هیبتې او حقاني ځناورو له وس او توان نه وتلي خبره دي. ایران دغو ځناورو ته وسلې او مهمات ورکول او له هر یوه نه یې ضمانت اخیستې چې د هلمند اوبو کې به د ایران ملاتړ کیږي.
    زه یوه شي ته سخت حیران یم او هغه دا چې د هلمند اوبه د افغانستان جغرافیه کې بهیږي او د افغانانو ملکیت دي اړ فاشیستي ایرانیان یې په مفته ادعا کوي. که چیرته داسې وي نو بیا مونږ هم د ایران په نفتو او ګازو کې باید د حق ادعا وکړو. که دوې اوبه غواړي نو مونږ باید د اوبو مقابل کې مفت تیل وغواړو! راځي چې داسې یو کمپاین شروع کړو چې د هلمند اوپه = په دوچنده تیل. که چیرته د تاند مسؤلین دا کمپاین پیل کړي زما په اټکل مثبته اغیزه به ولري.

    • پا چا ته درد مند یې خو زه داسې درد مند یم چې ۱۸۰ درجی له تا ځخه هغې خواته اوښتی یمه ! له اسلامه مې بد را ځي ځکه چې فکر یوې خواته منجمد ساتی یواځېنی کار یې اطاعت له غیرې حقیقی حقائقو دخیال پلو په فضا کې دی !
      افغانستان د حیواناتو یوه مجموعه ده چې سیاسي غوښتنې یې د قانون ، انسانیت ، هیواد پرستي او ټولنیز عډالت ، په هکله فرق لري او دغو حیواناتو په تاریخ کې هيڅ وخت ګډه لاره نه لرله ، یوو او بل ته غله پاتې شوي دي !
      له دعو حیواناتو څخه یو شمر یې ایران غواړي له افغانسانه یې بد راځي او په خپل هویت شرمیږي خو په ایرانیت او شیعه مذهبتوب ویاړي !
      خو بیا ایران دوی ته د انسان په ستر ګو هم نه ګوري ، لکه بار ي خره او کچرې دوی خوشې استعمالوي !
      +++ پښتون بیا په دوو لومو کې بند پاتې دی له یوې خوا اسلامي جهالت او له بلې خوا تاریخي مسئو لیت !!
      اوس د ایران او به او توندې خبري یې!
      ایران په داخل کې خپل مشکلات لري ، دولت یې غواړي چې د ایراني اولسونو فکر او غوښتنې د مذهبي جهالت په خلاف بلې خواته مصروفه کړي او د سیستان او بلوجیستتان سنیانو ته ځان ښکاره کړي چې اوبه خو افغانستان نه ورکوي او دوی یې حقابه ورته غواړي !
      داو بو قرارداد د موسی شفيق د صدارت په وخت کې د جاهل ظاهر شاه په فشار د ایراان په ګټه تمام او لاسلیک شه !
      که ایران شک لري دواره خواوې دې د ملل متحد د قواعدو په اساس یو هیئت وټاکې او تحقیقات د وکړي !

  3. امریکایی مزدورانو به ویل چی طالبانو اوبه ایران ته ورپریښی. نن مالومه سوه چی دوطن ددښمنانو خبری باید ونه منو. په طالبانو باور افغانستان ته ژمننه ده.
    داشرفی طرفداران باید اوس دهغه او دافغانستان له مینځه یو وټاکی. که افغانستان ته مخلص وی نو ووایاست چی طالبان څنګه له ایرانی منافقانو سره خبره وکړی. دتوری خبری مه کوی، افغانستان اوس عقل ته زیات ضرورت لری نه توری ته.
    ترڅو چی دموسی شفیق شهید تعهد نامه وی طالبان په هغه پړیږی. طالبان باید خپل متخصص خلک ولری چی دهغی تعهدنامی عملی کولو کی ورسره ټکی په ټکی عملی تخصصی اقدام وکړی. که هغه نه وی او یا سم پوه نوی نو باید خارجی متخصص پیدا کړی. ترکیان په دی خبرو ښه پوهیږی او هغو په سوریا او عراق اوبه هم بندی کړی دی.
    دایران غوښتنه په دی وخت کی مشکله ده. ایران افغانستان لا پرسمیت ندی پیژندلی او دقانون له مخی ایران حق نلری چی دریم کس سره خبره وکړی. ایران دی اول حکومت وپیژنی بیا دی دتعهدنامی دپلی کولو خبری ورسره وکړی.
    ایران پنځوس کاله مفتی اوبه خوړی او دهغه تاوان یی ندی ورکړی. ایران دافغانستان دجنګو یو عامل وو چی باید هغه ور یاد کړی او معاوضه ومنی.
    دایران اوسنی ګواښ دجنګ ګواښ دی. دا باید تعهدنامه ماته کړی. دا خبره په دی کوم چی ایران، روسیه او هند دافغانستان سره دښمنی لری او هغه تاریخی غج دی. پاکستان هم پکی باید ورګډ کړو مګر داسی مالومیږی چی پاکستان دخپل کړنو وړنو عواقبو سوکه سوکه طالبانو متوجه کړی دی. ایران ته باید دا ور په غوږ سی. دا خبره دطالبانو او ملت دواړو وظیفه ده چی تکرار یی کړی. ایران باید افغانستان دضعف نه ګټه وانخلی.
    دا ددی معنی لری چی ایران دافغانستان دابادی او استقلال دښمن دی. دلته که طالبان داستقلال هرقدم اخلی هغه په ایران بد لګیږی. دی ټکی ته باید مونږ متوجه واوسو، ملی منافعو ته مخلص خلک باید ووایی چی دهلمند ددریاب معاهده دنیک نیت په خاطر امضا سوی وه. کله چی بدنیت وی نو افغانستان داوبو ځای دی هغه چی څنګه دوی پوهیږی په هغه ډول باید استعمال کړی او هغه ددوی جغرافیایی حق دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب