Homeخبرونهقطر: د داخلي بحران د مخنیوي لپاره له افغانستان سره د نړۍ...

قطر: د داخلي بحران د مخنیوي لپاره له افغانستان سره د نړۍ همکاري مهمه ده

تاند:( جمعه ، د غویي ۲۹ )  د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالنا بیربوک د افغانستان په وروستیو سیاسي او امنیتي مسایلو خبرې وکړې.

د قطر د بهرنیو چارو د وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، محمد بن عبدالرحمن په دې کتنه کې د هر ډول داخلي کړکېچ د مخنیوي لپاره د افغانانو د ظرفیتونو د لوړولو او د هغوی د ځواکمنولو لپاره د نړیوالې ټولنې د دوامدارې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

اعلامیه زیاتوي چې محمد بن عبدالرحمن همداراز ټینګار وکړ چې په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې همکاري د سولې د ټینګښت، د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته د درناوي، د نجونو د ښوونې او روزنې او په ټولو برخو کې د پرمختګ لپاره اړینه ده.

قطر په افغانستان کې یو له مهمو لوبغاړو څخه دی او له دغه هېواد څخه د امریکا له وتلو وروسته په افغانستان کې د واشنګټن د ګټو د ساتونکي په توګه نومول شوی و.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې افغانستان ته د سفر په ترڅ کې له لوړ پوړو طالب چارواکو سره کتلي دي. له هغه وروسته یې له خپل امریکايي سیال سره د افغانستان په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...