۱۱مه برخه
د طالبانو د پوځي پرمختګ پروړاندې ګواښونه، هغه وخت چې په ۱۹۹۷ ز کال جنرال مالک له طالبانو سره خپل ملاتړ اعلان کړ، د همدې کال په شپږو لومړنيو مياشتو کې يانې له مې مياشتې نه نيولې تر هغه چې د طالبانو او ملک تر مينځ يو ځل بيا حالات خړ پړ شول، د طالبانو پرمختګ کې نوی پړاو را مينځته شو.
ولې بيا هم په دغه موده کې د افغانستان ګاونډيانو ډېرې هلې ځلې وکړې چې له يوې خوا د «کولاب» له لارې شمالي ټلواله په سر کې له احمد شاه مسعود سره ځمکني او هوايي مرستې وکړي او له بلې خوا د ګډو ګټو (مشترک المنافع) هېوادونو، د طالبانو د پېښېدونکي ګواښ له مخې څو پرلپسې بېړنۍ غونډې وکړې.
د روسيې په ګډون د مينځنۍ اسیا هېوادونو د جنرال مالک له پېښې سره يو ځای غونډه جوړه کړه او طالبان يې د خپلو هېوادونو لپاره يو ستر ګواښ وباله.
دويم ځل بيا يې د روسيې په مشرۍ يوه بله بېړنۍ غونډه وکړه، نيازوف، کريموف، او په تېره رحمانوف چې له افغانستان سره اوږده پوله لري اندېښنه وښوده چې کمزوری تاجکستان د طالبانو د ګواښ پر وړاندې له سترو ننګونو سره مخ دی.
د روسيې هېواد ژمنه وکړه چې د قرغزستان په پوله پراته پنځه زره (۵۰۰۰) کسيزه پوځ به د تيارسۍ په حال کې وي او د هر ډول پوځي ګواښ مخه به نيسي.
اقايوف په همدې تړاو يوه بله بېړنۍ غونډه هغه مهال را وبلله چې کله طالبان مزار شريف ته ننوتل .
« فليکس کولوف » په همدغه ناسته کې وويل: که څه هم قرغزستان اوس دستي تر کوم ګواښ لاندې ندی، ولې د افغان کډوالو بهير د پام وړ دی.
دا رنګه د قرغزستان د بهرنيو چارو وزير« توکايف »هم اعلان وکړ چې د طالبانو پرمختګ د ګډو ګټو (مشترک المنافع) هېوادونو لپاره يو نه هېرېدونکی ګواښ دی، بايد اوښيار اوسو.
ولې ترکمنستان د طالبانو پرمختګ ته د يو ستر ګواښ په سترګه نه کتل، نيازوف د خپل هېواد په طبعي شتمنيو فکر کاوه چې نړۍ په ځانګړې ډول له ګاونديو سره اقتصادي ودې او پرمختګ ته لاره پرانېري.
په ۱۹۹۷ کال د مې مياشتې په ۲۷ نېټې مسکو د يوې بېړنۍ غونډې کوربه وه، چې په دغه ناسته کې قزاقستان، ازبکستان، تاجکستان، قرقيزستان او پرته له ترکمنستان نه د مينځنۍ اسيا هېوادونو برخه اخستې وه.
اندري نيکلایف د مې په ۲۹ نېټې اعلان وکړ، که چېرې پوځي ستونزې زياتې شي دوی به په يوه بېړني حالت له سره فکر وکړي.
ولې د طالبانو په استازيتوب ملا رباني د غونډې ګډونکوونکو ته ډاډ ورکړ چې طالبان ګاونډيو هېوادونو ته کوم ګواښ نه پېښوي.
که څه هم طالبانو په روسيې، فرانسې، هندوستان، ايران او يو شمېر نورو هېوادونو تور پرې کړ چې د کولاب له لارې د رباني تش په نوم حکومت سره هر اړخيزې پوځي مرستې کوي.
کله چې دغه لاسوهنې زیاتې شوې نو بيا يې نېغ په نېغه په تاجکستان غږ وکړ چې د «کولاب» هوايي ډګر بايد له شمالي ټلوالې سره له پوځي مرستو لاس واخلي.
ريښتيا هم چې روسيې له همدغه هوايي ډګره يو شمېر وسلې او پيسې له دې لارې نه پنجشېر ته لېږدولې چې موږ ډول ډول توغندي،«لونار»، اسکاد، له ځمکې نه ځمکې ته درنې او پرمختللې وسلې يادولی شو.
خو کله چې د طالبانو او ملک تر مينځ نوې ستونزې مينځ ته راغلې، دوستم له څلورو مياشتو وروسته د ترکې هېواد نه بېرته د ازبکستان له لارې مزار ته را ننوت.
پدغه وخت يوه بله جګړه د سيمو هېوادونو د سيالۍ له امله مينځته راغله، چې هغه د «يونيکال» پروژه وه.
پاکستان، د امرېکې متحده ایالاتو او سعودي عربستان د «يونيکال دلتا» پروژه د طالبانو پر مټ په خپلو ګټو څرخوله، ولې روسيې، ايران او يو شمېر د مينځنۍ اسيا هېوادونو بيا د خپلو ګټو په لټه کې ول.
نو ځکه خو مشترک المنافع هېوادونو، په سر کې روسيې او همدا راز ايران، پاکستان او سعودي عربستان ته ګواښ وکړ چې د طالبانو له ملاتړ نه لاس په سر شي.
يادو هېوادونو نه يوازې د طالبانو د پرمختګ مخه ډب نکړه بلکې طالبانو په خپلو نوو برېدونو ځانونه ميمنې ته نږدې کړل.
دوستم ډېر په خپلو ځواکونو ډاډمن وه. له يوې خوا يې ټلواله دېته هڅوله چې مرسته ورسره وشي او له بلې خوا يې د مينځنۍ اسيا هېوادونه دېته رابلل چې له ده سره اقتصادي او پوځي مرسته وکړي، دی لا له ترمز نه حیرتانو ته راغلی وه چې طالبانو ميمنه لاندې کړه او مخ په شبرغان روان ول.
دوستم هېله درلوده چې وحدت، جمعيت او حرکت اسلامي به له ده سره مرسته وکړي، نو په دې هوډ شبرغان ته لاړ ولې احمد شاه مسعود ، په داسې وخت کې هم غوښتل چې دوستم بايد له جنرل ملک او « ګلي » سره روغه جوړه وکړي.
مسعود له ځانه ځواکمن څوک نه خوښوه، نو ځکه يې د دوستم پر وړاندې ملک غوره ګڼه،چې ده سره .
طالبانو په ډېرې چابکتيا د زمري د مياشتې په لسمه (۱۰) نېټه (۱۳۷۷لمريز کال) اندخوی ونيو او مخ په شبرغان رهي شول.
يوه ورځ وروسته يې (د اسد ۱۱ نېټه) شبرغان هم ونيو او د جنبش پلوي جنګيالي سرپل ته پر شا شول، ولې الوتکې له هېواده ووتلې او ازبکستان ته لاړې. غفار پهلوان چې د دوستم په سپارښتنه بندي شوی وه له شبرغان نه کندهار ته ولېږدول شو.
له دې وروسته طالبان مزار شريف ته شېوه شول. خو پخوا تر دې چې دوی هلته ورسېږي، له باميانو نه د درې زره په شاوخوا کې جنګيالي د وحدت ګوند په ښودنه مزار ته ورسېدل. دوی له مزار نه د دفاع په پلمه د مزار ښار لوټ کړ. يو ځل بيا د مزار ښاريانو په سر او مال تالان ګډ شو.
د ګارنېزيون قومندان علم خان ځان بې وسه وليد، که څه هم ده محقق ته وويل چې بايد مخه يې ونيول شي، خو په ريښتينې بڼه د دې ټول چور او لوټ تر شا د محقق لاس وه.
د طالبانو پرمختګ هم هر ګوند او تنظيم ته يو ستر ګواښ وه هلته رباني او حکمتيار په ګډه مخ په تخار (۱۲/۵/۱۳۷۷هـ) وخوځېدل.
طالبانو په همدغې نېټې مزار ونيو او يوه ورځ وروسته د زمري په ۱۳ مه نېټه مخ په سرپل روان شول. د طالبانو پر وړاندې يوازينی ګواښ دوستم وه، نوموړی (باغ جهان نما) ته وتښتېد چې وروسته جنرال روزي هم ورسره يو ځای شو، ولې هلته يې هم توخته را نغله مخ په سمنګان لاړ.
حکمتيار او رباني چې د طالبانو وېرې په سر اخستي ول له تخار نه بدخشان ته (۲۰/۵/۱۳۷۷ کال) واوښتل. لکه څومره چې له دوی نه وارو پار خطا وه دا رنګه دوستم هم لکه اوبه وړی غوندې هر شي ته لاس اچوه، له ټولو غرونو واوښت، باميانو ته ورسېد، د ټلوالې، په ځانګړي ډول د وحدت ګوند وروستي مورچل ته.
ايران نه غوښتل چې د خپلو شيعه پلويانو اوسپنيز مورچل دړې وړې وګوري، دوی کوښښ کاوه چې له يوې خوا د خپلو دېپلوماتانو مړي له طالبانو نه ترلاسه کړي او له بلې خوا باميانو ته وسلې او پیسې ولېږي. د ټلوالې بل پياوړی مورچل پنجشېر وه، مسعود لا د مخه د پنجشېر تنګی الوزولی وه، دا وارې د سالنګ تونل هم په بمونو را وغورځوه او د طالبانو لاره يې ډب کړه.
خود جمعيت کومې واسطې، وسيلې، سپکې او درنې وسلې چې د پلخمري، بغلان په نورو سيمو او يا په ټوله کې چې د شمال په دغه نېږدو سيمو کې ځای پر ځای وې د اندراب له لارې د خاواک کنډونه پنجشېر ته يوړل شوې.
جنرال دوستم چې وليد باميان تر ګواښ لاندې دی او د وحدت غړو هم باميان تر چور او لوټ لاندې ونيو نو ځکه خودی له هېواده ووت او ايران ته وتښتېد.
طالبانو چې هره سيمه نيوله، کوم قومندانان چې ورته تسليم نشول هغو پنجشير ته مخه کړه، را واخله د سيد منصور نادري کسان، سيد جعفر، سيد احسام الدين او نور پياوړي قومندانان د (کيان) له نيولو وروسته د پنجشېر لاره خپله کړه، طالبانو يو ځل بيا شمال تر خپلې ولکې لاندې راوست، يوازې د کشم په ولسوالۍ کې، طالبان له يو ستر ګواښ سره مخ شول، خو د «راغ» په ولسوالۍ کې د مولوي عزيز په سپارښتنه د طالبانو په ملاتړ سپين بيرغ پورته شو.
په ډله ييزو رسانيو او خپرونو کې دغه خبره کېده چې طالبانو د هېواد ۹۹ سلنه خاوره نېولې ده.
خو پخوا تر دې چې طالبان باميانو ته ورسېږي د باميانو د خلکو په شمول د سيمې ټولو خلکو، په تېره د سيغان ولس چې د وحدت ګوند وسله والو نه يوازې د دوی سر او مال ته ډېر زیانونه رسولي ول بلکې د دوی په ناموس يې هم تعرض کړی و، پاڅون وکړ او بيا يې طالبان راوبلل.
لکه څنګه چې مزار شريف د وحدت ګوند له شره وژغورل شو دا رنګه باميانو ولايت هم پرته له کوم سخت غبرګون نه طالبانو ته تسليم شو.
ايران کوښښ وکړ چې د شمالي ټلوالې مشران لکه، دوستم، مسعود، خليلي، محقق او د تنظيمونو نور مخور کسان په ۱۳۷۷ هـ کال د ميزان (تلې) په نهمه (۹) نېټه ايران ته وغواړي اود طالبانو پر وړاندې منظم کړي.
خو جنرال دوستم چې اوس د هغه واک او ځواک څښتن نه و، لومړی د خپلو ملګرو يانې د شمالي ټلوالې لخوا ورته ډېره پاملرنه ونشوه، دويم، د ايران حکومت هم خپلې موخې درلودې، همدا لامل و چې دوستم له ايران نه ووت او ترکې ته لاړ.
د طالبانو ماتې او تېروتنې،
طالبان د کورني او بهرني ملاتړ له مخې واک ته ورسېدل. کورنۍ ملاتړ په دې مانا چې د افغانستان خلکو د جهادي تنظيمونو د خپل سرۍ، خپل مينځي جګړې او د يوه باثباته مرکزي حکومت د نه شتون له امله ډېرې ستونزې وګاللې.
د افغانستان په هېڅ کونج کې د چا ناموس، سر او مال خوندي نه و او هر څوک يوه بدلون ته سترګې په لاره ول.
يو شمېر هېوادونه په بهرني ملاتړ کې د سيمې او نړۍ يو شمېر هېوادونو په سر کې پاکستان وو چې د خپلو سياسي او اقتصادي موخو لپاره يې د طالبانو ملاتړ وکړ.
ولې لکه څنګه چې طالبان ډېر ژر پداسې پېچلو پوځي او سياسي حالاتو کې د ځان په قربانۍ او د نورو په ملاتړ د يوه ستر پراخ ځواک او واک څښتن شول، همدا رنګه طالبان د خپلې بنسټپالنې او سخت دريځۍ له کبله او د بهرنيو په سر کې د امريکې په پوځي يرغل له مينځه لاړل.
د دوی د ماتې لاملونه ډېر ول، خو يو ستر لامل يې يو شمېر تېروتنې وې، چې څو بېلګې يې داسې دي:
طالبان د ښځو پروړاندې،
د طالبانو له بري وروسته، کومې ستونزې چې په ملي، سيمه ييزه او نړيواله کچه راپورته شوې په دې لړ کې، يوه مهمه ستونزه د ښځو پر وړاندې د طالبانو ناسم چلند و.
نه يوازې په افغانستان کې، پدې تړاو، د خلکو کرکه د طالبانو پر وړاندې زياته شوه، بلکې د ملګرو ملتو په ګډون د نړۍ د ولسونو غبرګون هم راوپارېده.
که څه هم له طالبانو نه د مخه هم د رباني د واک پر مهال دا ډول ناوړه چلن شتون درلوده… را واخله هغه مهال چې په ۱۹۹۵ کال د جولای په مياشت کې يو شمېر مېرمنې د کابل د ښځو له ټولنې نه د استازو په توګه وبلل شوې ، چې د ښځو په څلورم کنفرانس کې چې په پيکن کې جوړېده برخه واخلي. ولې د بهرنيو چارو مرستيال وزير غفورزي د رباني په سپارښتنه د ښځو د پلاوي دغه سفر لغوه اعلان کړ.
همدا راز د ګلبدين حکمتيار لخوا هم چې هغه وخت صدراعظم وه ګواښ وشو، کومې ښځې چې غواړي خپل کار ته دوام ورکړي بايد له سر نه تر پايه تور حجاب په غاړه کړي.
خو طالبان له دوی نه لا سخت دريځه ول، کله چې دوی جلال اباد لاندې کړ د همدې کال په پای کې د نوامبر په مياشت کې (۱۹۹۵ ز کال) ووېل: چې ښځې له دې وروسته کار ته نشي تللی. د «ان جيو ګانو (NGOS) » ټولنې بيا هم خپل کار ته ادامه ورکړه، خو ملګرو ملتو د هغو افغان مېرمنو کار چې په مرستندويه ټولنو کې فعاله وې د لنډ مهال لپاره وځنډوه، چې په دې تړاو نړۍ سخت غبرګون وښود.
طالبانو په ۱۹۹۶ ز کال د سپتامبر په ۲۷ نېټې په بشپړه توګه مېرمنې له يوې مخې ګوښه کړې. يونسکو او پطروس غالي د طالبانو دغه کار او کړنه د بشر له حقوقو نه څرګنده سر غړونه وګڼله او په ډاګه يې کړه چې افغانستان د ښځو د حقوقو په اړه نړيوال کنوانسيون لاسليک کړی دی.
په ملګرو ملتو کې د امريکا د متحده ايالاتو استازی «البرايت» د طالبانو دغه چلن مينځنيو پېړيو ته ورته وګڼه، نو ځکه خو د طالبانو اداره په رسميت و نه پېژندل شوه.
ملا غوث چې وليدل د NGOS او ملګرو ملتو کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ شول، هغه مهال يې اندېښنه زياته شوه چې دېرش زره (۳۰۰۰۰) کونډې ښځې بې سرنوشته شوې ، نو په دې تړاو يې هغو ته وويل: «د طالبانو جنبش لا تر اوسه د يوه دولت د جوړولو په لټه کې دی.
طالبانو چې کله کابل ولکه کړ نو ټول ښوونځي، پوهنځي او د ښوونې او روزنې ټول بنسټونه يې وتړل.
خلک په دې اند ول، که چېرې نوی ښوونيز کال پيل شي ښايي د خلکو او نړيوالو په سپارښتنه ښوونځي او پوهنځي له سره پيل شي.
ولې په ۱۹۹۷ ز کال د مارچ په نهمه نېټه چې تعليمي کال پيل شو، طالبانو امر وکړ چې بايد نجونې په لست کې و نه نيول شي.
د طالبانو په دې پرېکړې سره نه يوازې د ښوونځيو او پوهنځيو په لسګونه زره نجونې په کور کې بندې شوې، بلکې په زرګونو ښوونکي، ډآکترانې، نرسانې او نورې مېرمنې چې په ټولنيزو کارونو بوخت وې، له کاره ګوښه شوې.
که څه هم د ښځو ډاکترانو لپاره يو څه شرايط وضعه شول خو ډېر ستونزمن ول،چې عملي کېدل یې ګران ول .
د ښخو پر وړاندې د طالبانو چلن ډېرې بېلګې شتون لري چې ښايي شمېرل يې يوې ځانګړې څېړنې ته اړتيا ولري. خو بيا هم د طالبانو اداره له ملي او بين المللي غبرګون سره لاس او ګرېوان شوه، چې موږ په لومړي سر کې د ۱۹۹۶ کال لاريون چې د «۱۵۰» مېرمنو په شاوخوا کې د طالبانو په پلازمېنه کندهار کې وشو یادولی شو، چې د خپلې بې وځلۍ او بې وسۍ له امله يې خپل اواز پورته کړ.
په ۱۹۹۷ کال هم د اکتوبر په ۱۷ نېټې، د کابل ښځو، همدغسې په مزارشريف، هرات او نورو لويو او وړو ښارونو کې په پټه او ښکاره د طالبانو پر وړاندې خپله کرکه په ډاګه کړه.
په بهرنيو هېوادو لکه په پاکستان کې « دراوا DRAWA » ټولنې او همدا راز ملګرو ملتو، امريکا، جرمني، برېتانيا، په هندوستان او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو تاوتريخوالۍ په کلکو ټکو وغندل شو.
له دې سربېره طالبان په نورو ټولنيزو کړو وړ کې هم پاتې راغلل چې د سيمې او نړۍ له کلک غبرګون سره مخ شول او دوی يې د دغې سخت دريځۍ په تور ونيول چې ګني طالبان بنسټپاله دي.
د ښوونې او روزنې په برخه کې د نجونو او هلکانو لپاره له هېواد نه بهر په ځانګړي ډول پښتونخوا کې افغانانو ته پخپله ژبه (پښتو او فارسي) پوهنتونونه جوړ شول چې يو شمېر يې تنظيمي ول او يو بل پوهنتون چې هر افغان پکې زده کړې کولای شوی، د احمد شاه ابدالي پوهنتون وه (وروسته د خوست پوهنتون په نوم ياد شو) چې د شهسوار سنګروال له خوا په ۱۹۹۳ ز کال تاسيس شو. (نور بیا)