پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+د سوداګرۍ د لارې ۱۱ خطرونه‎

د سوداګرۍ د لارې ۱۱ خطرونه‎

لیکنه: خالد حقمل

تجارت یوه سپیڅلې پیشه ده چې هر فرد ته توصیه شوې ترڅو د حلال رزق د ګټلو په موخه تجارت ته لومړیتوب ورکړي او خپل ژوند پر مخ یوسي.

د هر ډول تجارت د رامنتځته کیدو موخه د ټولنیزو ګټو ترڅنګ مادي ګټه ده چې تجار یې (هغه شخص چې تجارت کوي) د ځانګړو مهارتونو په لرلو سره د ښه مدیریت پر مټ د کامیابۍ خوا ته بیایې او مادیات تر لاسه کوي، خو دا هر څه د یو منظم پلان له مخې ممکن دي.

تجارت کوونکې ډیری وخت د معاملاتو د تر سره کولو په جریان کې د ځینو ګواښونو سره مخ کیږي چې د مخکې تګ مخ یې ډبوي او که په پیل کې یې مخنیوی ونه شي نو وروسته یې پر وړاندې مبارزه ستونزمنه وي.

دا ګوښونه او یا په اصطلاح اشتباهات چې د تجارت د له منځه وړلو عامل ګرځیدای شي او تجار یې باید پر وړاندې جدي مبارزه وکړي یو څه په لاندې ډول دي:

۱: کمزوری مدیریت:

په مجموع کې د مدیریت څلور ګونې دندې اداره کول په ضعیف ډول ( پلان ، تشکیل، رهبري او کنټرول یا څارنه ) د تجارت د ختمیدو یو ستر لامل کیدای شي.

۲: د تجربې کمښت:

په اړونده برخو کې د ادارې کاري ټیم د تجربو کمښت هم یو له هغه مرګونو ګواښونو څخه ده چې اداره د سقوط سره مخ کوي.

۳: د یوې ښې تجارتي مفکورې نه لرل:

د تجارت د شروع نه مخکې باید په یوې کامیابي او نوښت لرونکې نظریې کار وشي څه کوم کار شروع کړو ؟ کله یې شروع کړو؟ ولې یي او چیرته یې شروع کړو؟

۴: غیر کافي سرمایه لرل:

که د تجارت لپاره په کافي اندازه فنډ او سرمایه ځانګړې نه شي او په مفلصانه توګه یې فعالیتونه روان وي نو منفي پایلې لري او د وخت په تیریدو سره له منځه ځي.

۵: د پیسو ضعیف مدیریت:

د نغدو پیسو د کمزوري مدیریت له امله ډیری ارګانونه په داسې حال کې له منځه ځي چې په حقیقت کې په کافي اندازه ګټه تر لاسه کوي خو د ګټې د کمزورې مدیریت له امله مخکې نه شې تلی او حتې له منځه ځي.

۶:د ستراتیژیک پلان عدم تطبیق:

هره اداره د خپلو اوږد مهاله پلانونو د تطبیق لپاره یوه ځانګړې تګلاره لري چې که اداره په نوموړې پالیسۍ مخي ته لاړه نه شي نو هیڅ کله به هم خپلو موخو ته ونه رسیږي. نو د ستراتیژیک پلان نه تطبیقول هم یو له مرګونو ګواښونو څخه ده چې اداره له منځه وړي.

۷:د بازار موندنې ضعیف پلان:

بازار موندنه د تجارت لپاره تر ټولو اړین اصل دی. که کومه تجارتي اداره غښتلی مارکیټنګ پلان ونه لري نو ستونزمنه ده چې خپلو اهدافو ته ورسیږي. ځکه چې بازارموندنه د تجارت بنیاد دی او پرته له دې څخه تجارت په سمه توګه مخکې نه شي تلی.

۸:د عوایدو په تغیراتو باندې عدم کنټرول:

دا هم یو څرګند حقیقت دی چې د تجارتي ادارې عواید په یو حال نه پاتې کیږي او د هیواد د سیاسي ، ټولنیزو او نورو مریوطه حالاتو پورې تړلې دي که خدای ناخواسته د مدیر د بې غورۍ له امله د عوایدو منفي تغیراتو مخه ونه نیول شي او یا یې پر وړاندې مبارزه ونه شي نو دا یو ستر ګواښ ګرځیدای شي.

۹:د تجارت کولو لپاره د غیر مناسب موقعت ټاکنه:

که د تجارت لپاره مو مخکې له مخکې د ځای په ټاکنه کې د پوره غور او دقت څه کار وانه خیستل او د یو داسې ځای ټاکنه مو وکړه چې تجارت ته مناسب نه دی یا عام خلک ورته رسیده ګې نه شي کولای نو تجارت مو له منځه ځي.

۱۰: په اموالو او موادو باندې د کنټرول نه لرل:

کنټرول په عامو فعالیتونو که د پروسیس څخه مخکې وي او که وروسته ، د تجارت لپاره اړین دي.
که اومه مواد را واردوي نو باید د ضرورت په اندازه واردات وکړي او که بیا تولید کوي نو باید لومړي ورته د مارکیټ تحلیل ترسره کړي او بیا تولیدات وکړي.

۱۱: د یو تجارتې بدلون راوستلو وړتیا نه لرل:

د ځینې ذهني وړتیاوو سر بیره د فزیکي وړتیاوو شتون هم خورا مهم دی خو له دی مهم نور داسې څه شته چې تجار ورته باید ډیر محتاط واوسې هغه هم ځان اشنا او اپډیټ ساتل د مارکیټ سره که مارکیټ څه ډول تغیراتو ته اړتیا پیدا کړي نو باید سمدواره ورسره توافق وشي او که کومه تجارتي اداره دا وړتیا ونه لري نو د ناکامۍ چانس یي زیات دي.

1 COMMENT

  1. زموږ په هیواد کې باید خلکو ته دا ډول روزنه د مسلکې او فنې اشخاصو لخواه ورکړل شې ځکه سوداګرې د یو هیواد اقتصادي وده کې عمده رول لوبوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب