تاند:( شنبه ، د غویي ۳۰ ) د پکتیا ولایت دبدني روزنې اوسپورټ ریاست او د کیک جيتسو سبک په همغږۍ، دمرکز ګردیز او ولسوالیو د کلبونو د ۳۰ جوړو او ۶۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
د ځایي چارواکو په وینا، د سیالیو لیدو ته د دبېلابېلو ورزشي رشتو مسوولینو، دمرکز او ولسوالیو کلپونو استادانو، ورزشکارانو او ګڼ شمېر مینوال ورغلي وو.
د سیالیو موخه د کیک جیتسو برخې ته وده او پرمختګ ښودل شوي.
په پای کې د سیالیو غوره ورزشکارانو ته مډالونه ،کپونه او د قهرمانۍ حکمونه ورکړل شول.