تاند:( شنبه ، د غویي ۳۰ ) په لوګر کې د سنځل ګل ۱۷ مه دودیزه کلنۍ مشاعره د بېلابېلو سیمو د شاعرانو په ګډون جوړه شوه.
په دې مشاعره کې بېلابېلو شاعرانو خپل شعرونه واورول، چې د نورو مشاعرو په نسبت پکې غیر طالبي شعرونو ته هم اجازه ورکړل شوې وه.
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور لپاره د طالبانو د رژيم رئیس رفیع الله صمیم وویل، دوی د مشاعرې د نه سانسور او نه انحصار هڅه کړې.
یو شمېر شاعرانو هم د مشاعرې له فضا خوښي ښودلې او ویلي، که طالبان په نورو مشاعرو کې هم سانسور ونه کړي او پریږدي، چې له فرمایشي شعرونو پرته شاعران په خپله خوښه شعرونه ووایي، نورو مشاعرو کې به هم برخه واخلي.