Homeخبرونهخیرخواه: روسیې په تحصیلي برخه کې د همکارۍ ډاډ راکړ

خیرخواه: روسیې په تحصیلي برخه کې د همکارۍ ډاډ راکړ

تاند:( شنبه ، د غویي ۳۰ )  د لوړو زده کړو وزارت لپاره د طالبانو د رژیم علمي مرستیال “لطف الله خیرخواه” د روسیې له لوري افغانستان سره د تحصیلي همکاریو خبر ورکړی.

سرچینې ویلي، چې روسیې ته د سفر پر مهال ییې د هغه هېواد د لوړو زده کړو وزارت له معین “کاتریاتوف ارت” او د دغه وزارت له وزیر “السر خدیلینو” سره لیدلي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د خبرپاڼې له مخې، خیرخواه د “کازان” په غونډه کې د افغانستان د تحصیلي وضعیت په اړه خبرې او وروسته روسي چارواکو سره ولیدل، چې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

طالب چارواکو په مشخص ډول په دې برخه کې د کومې ژمنې د ترلاسه کولو خبر نه دی ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...