دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهملا برادر: وچکالي او نیستي د خدای له طرفه ده، زموږ نه...

ملا برادر: وچکالي او نیستي د خدای له طرفه ده، زموږ نه ده

تاند:( شنبه ، د غویي ۳۰ ) د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند نن په فراه کې خلکو ته وویل، چې وچکالي او نیستي د خدای له طرفه ده.

هغه د بخش آباد بند د چارو د پيل پر مهال دغه راز ادعا وکړه، چې له افغانستان څخه امریکا متحده ایالات وتلي، خو پاتې شوني یې پاتې دي.

د ده په وینا، د شل کلنې جګړې پر مهال داسې کورنۍ وې، چې یو غړی یې طالب او بل د حکومت اړوند و.

ملا برادر ادعا وکړه، چې د امریکا پاتې شوني په افغانستان کې د دوی د رژیم خلاف هڅې کوي.

هغه په دې وینا کې له خلکو وغوښتل، چې پر طالب مشرانو نیوکې ونه کړي.

طالب چارواکي په داسې مهال خلکو ته راغلی اقتصادي او بشري ناورین د خدای له اړخه بولي، چې خلک دوی د حکومتولۍ پر چارو په نه پوهیدو تورنوي او وایي په داسې څرګندونو له خپلو مسوولیتونو تښتي.

4 COMMENTS

  1. دا کوم دلیل چی برادر ویلی ده دا دماشومان دلیل ده. دا منم چی وچکالی د الله له طرفه ده مګر نیستی خو ستا په خلکو راوستی ده د امریکا پاتیشونی د خدای نور هم نیستی ته کښنوی ولی هغه ستا خپل ملت چی ته پی حکومت کوی ولی د نیستی ته کښنولی ملت ماشوم نده ټول پوهیژی هغه څه چی پاکستان درته وایې هغه تاسوته مهم دی نه افغان ملت نو د ماشومانو ورته فکرونه له سره لری کړی او خلک ماشومان ندی او نه غولیږی

  2. د تا اورتې کوس وغیم نو په تا موزي خو وچکالي اغیزه نه کوي ځکه تا خو ځان میلونر کړ د اورتې په خرڅولو 😡🤮🐖

    • ملا جانه تاسو هیڅ ملامت نه یاست، اصلې مقصر دا ٤٠ میلیونه ملت دي چې ستاسو په منګولو کې د اسارت شپې او ورځي سبا او بیګاه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب