یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهد ایران پوځي پلاوي د سرحدي ستونزو په اړه کابل ته سفر...

د ایران پوځي پلاوي د سرحدي ستونزو په اړه کابل ته سفر کړی

تاند:( شنبه ، د غویي ۳۰ ) د طالبانو دفاع وزارت وایي، چې د ایران د لوی درستیز د مرستیال بهرام “حسیني مطلق” په مشرۍ یوه پوځي پلاوي کابل ته د سفر پر مهال د دوی چارواکو سره پر سرحدي ستونزو خبرې کړي دي.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، یاد شوي پلاوي د طالبانو د لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان “صدیق” سره لیدلي دي.

د طالبانو د لوى درستيز مرستيال په دې لیدنه کې ویلي: موږ تل د ایران له اسلامی جمهوریت سره د ښو اړیکو غوښتونکی وو او په بېلابېلو برخو کې د لازیاتې همکارۍ لپاره ژمن یوو.

طالبان وایي، ايراني پلاوي په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ژمنې مثبتې و ارزولې او د اړيکو د پياوړتيا ډاډ يې ورکړ.

سرچینه زیاتوي: په دې کتنه کې دواړو لورو دسرحدي ستونزو په هواري، د ګډو همکاريو پر پياوړتيا او د اړوندو مراجعو له لارې د ستونزو په حل د خبرو له لارې ټينګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې له افغانستان څخه د اضافي اوبو د غوښتو په سر د ایران او طالبانو اړیکې ترینګلې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب