پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهراپورونه: اسلام کلا کې د افغانستان- ایران ګډه پوله تړل شوې

راپورونه: اسلام کلا کې د افغانستان- ایران ګډه پوله تړل شوې

تاند:( شنبه ، د غویي ۳۰ ) راپورونه وایي، چې د هرات په اسلام کلا بندر کې د افغانستان – ایران ګډه پوله نن تړل شوې ده.

سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې د پولې د تړل کیدو دلیل هلته د ایران له لوري د خپلسرو تاسیساتو د جوړولو په اړه د طالبانو او ایراني لوري ناندرۍ وې.

د دواړو خواوو ویاندویانو او سرحدي مسوولینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو دفاع وزارت نن همدومره ویلي، چې د ایران د لوی درستیز د مرستیال بهرام “حسیني مطلق” په مشرۍ یوه پوځي پلاوي کابل ته د سفر پر مهال د دوی چارواکو سره پر سرحدي ستونزو خبرې کړي دي.

په وروستیو کې له افغانستان څخه د اضافي اوبو د غوښتو په سر د ایران او طالبانو اړیکې ترینګلې شوي دي.

1 COMMENT

  1. ولي د طالب د اورتې میړه پنجابي سي نیمه خاوره نیولي څه نسي ورته ویلائ ؟ اول د اروتې له یرغمل کیدو وژغوري؟😡 سي هغه یې جوړوي اخوندان خو به یې خامخا جوړوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب