تاند (جمعه، د وږي/ سنبلې ۲۸ مه) د پنجشنبې په ماښام ډیورند کرښې ته نژدې په چمن کې د کډوالو په کمپ کې، د یوې چاودنې له امله لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د چمن مرستیال کمېشنر، حبیب بنګلزي، ویلي چې چاودنه د پولې ترڅنګ د ټکسي په اډه کې شوې، هغه ځای چې د افغان کډوالو او سیمه ییزو اوسېدونکو موټر درېدل.
هغه زیاته کړه چې پنځه کسان ځای په ځای مړه شوي او درې ټپیان د چمن دولتي روغتون ته لېږدول شوي دي. لا تر اوسه د قربانیانو د هویت په اړه کره معلومات نشته.
بنګلزي وویل چې د بمونو د شنډولو ټیم د شواهدو په راټولولو بوخت دی څو معلومه کړي چې د پېښې لامل څه و. د ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې: «لومړنۍ څېړنې ښيي چې په لاس جوړ شوي چاودېدونکي مواد د مسافرو د بار په منځ کې پټ کړل شوي وو.»
د چمن د روغتون سرچینو ویلي چې د ټپیانو حالت نازک دی او د قربانیانو د پېژندنې هڅې روانې دي.
مرستندویو ډلو او امنیتي وځواکونو په چټکۍ سره ځان د پېښې ځای ته ورساوه او سیمه یې کلابنده کړه. همدارنګه د دولتي روغتونونو امبولانسونه د وژل شویو او ټپي شویو د لېږد لپاره د پېښې ځای ته واستول شول.
پاکستان د سپتمبر په لومړۍ نېټه د افغان کډوالو د پراخو ایستلو نوې څپه پیل کړه. په تېرو اوونیو کې زرګونه کورنۍ اړ شوې چې خپل کورونه او کار پرېږدي. ډېری له کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسېدل، خو اوس اړ دي چې په سختو شرایطو کې افغانستان ته ستانه شي.