جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهکتونکي: د بګرام د بیا نولو په اړه د ټرمپ خبرې پر...

کتونکي: د بګرام د بیا نولو په اړه د ټرمپ خبرې پر افغانستان د بیا یرغل په څېر دي

تاند (جمعه، د وږي/ سنبلې ۲۸ مه) د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا اوسني او پخواني امریکايي چارواکي وايي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا هدف چې د بګرام هوايي اډه بېرته ونیسي، ښايي پر افغانستان د بیا یرغل په څېر وي، چې تر ۱۰ زره ډېرو سرتېرو او پرمختللو هوايي دفاعي سیستمونو ته به اړتیا لري.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ لندن ته د سفر په ترڅ کې خبریالانو ته وویل: «موږ هغه اډه بېرته غواړو» او هغه یې د چین ترڅنګ د ستراتیژیک موقعیت له مخې مهمه وبلله.

ټرمپ زیاته کړه: «له هغه ځایه یوازې یو ساعت لېرې ده چې چین خپلې اتومي وسلې جوړوي.»

دا پراخ هوايي ډګر د ۲۰۰۱ د سپتمبر له ۱۱مې نیټې وروسته، چې القاعده په نیویارک او واشنګټن بریدونه وکړل، د افغانستان د شلو کلونو جګړې پر مهال د امریکايي ځواکونو اصلي اډه وه.

ټرمپ، چې مخکې یې ویلي و امریکا غواړي له پاناما کانال څخه تر ګرینلنډ پورې بېلابېل ځایونه ترلاسه کړي، له کلونو راهیسې په بګرام تمرکز کړی دی.

هغه د پنجشنبې په ورځ اشاره وکړه چې امریکا ښايي له طالبانو سره د کوم ډول موافقې له لارې دا اډه ترلاسه کړي، خو دا یې څرګنده نه کړه چې د داسې موافقې بڼه به څنګه وي. دا به د طالبانو لپاره یوه بېسارې بدلون وي، ځکه دوی د همدې لپاره جګړه کړې وه چې امریکايي ځواکونه وباسي او د امریکا له ملاتړه د افغانستان حکومت بېرته تر خپل واک لاندې راولي.

یوه امریکايي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل د بګرام هوايي اډې د بېرته نیولو لپاره هېڅ فعال پلان نشته. امریکا دا اډه په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان سره یوځای پرېښوده.

چارواکي زیاته کړه چې د دې اډې بېرته نیول به ستره هڅه وغواړي.

هغه وویل، د بګرام د نیولو او ساتلو لپاره به لسګونه زره سرتېري، د اډې د ترمیم لپاره ډېر لګښت او د لوژستیکي تدارکاتو سرخوږي ته اړتیا وي، ځکه دا به په وجه کې په یوه ایسار هېواد کې د امریکا د یوه جلا شوي مرکز په توګه پاتې وي.

هغه زیاته کړه چې که امریکا پوځي کنټرول بېرته ترلاسه کړي، بیا به هم لویه هڅه وغواړي چې شاوخوا پراخې سیمې خوندي کړي څو د راکټي بریدونو د ګواښ مخه ونیول شي.

ده وویل: «زه نه وینم چې دا کار څنګه په واقعي ډول عملي کېدای شي.»

کارپوهان وايي، دا پراخه هوايي اډه به په لومړي سر کې د خوندي کولو لپاره ډېره سخته وي او د چلولو او ساتنې لپاره ستر بشري ځواک ته اړتیا لري.

ان که طالبان د بګرام د بېرته نیولو په تړاو له امریکا سره په خبرو کې موافقه وکړي، بیا به هم د داعش او القاعده د وسله‌والو له ګواښونو څخه د ساتنې اړتیا وي.

دا اډه د ایران د پرمختللو توغندیو د ګواښونو پر وړاندې هم زیانګالې کېدای شي. ایران د جون په میاشت کې، کله چې امریکا د ایران پر اتومي تاسیساتو بریدونه وکړل، په قطر کې د امریکا پر یوه ستره هوايي اډه برید کړی و.

یوه پخواني جګپوړي امریکايي دفاعي چارواکي د دې اډې، چې ټرمپ یې د چین نژدېوالي له امله یادونه کړې، د بېرته نیولو ګټې کمې وبللې.

هغه وویل: «زه فکر نه کوم چې هلته کومه ځانګړې پوځي ګټه وي. خطرونه یې تر ګټو ډېر دي.»

ټرمپ په فبرورۍ کې شکایت کړی و چې بایدن دا اډه پرېښې او ویلي یې و چې پلان دا و چې لږ شمېر امریکايي ځواکونه به هلته پاتې کېږي، سره له دې چې هغه له طالبانو سره د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په تړون کې له افغانستانه د ټولو نړیوالو ځواکونو د وتلو غوښتنه منلې وه.

ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کړي چې له افغانستانه په ۲۰۲۱ کال کې د امریکايي پوځیانو پر بې بند وبسته وتلو بیاکتنه روانه ده.

روانه اوونۍ امریکايي چارواکو په کابل کې له طالبانو سره د هغو امریکايي وګړو په اړه خبرې وکړې چې په افغانستان کې بنديان دي.

د برمته وو په چارو کې د ټرمپ د ادارې ځانګړي استازي ادم بویلر، او د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو د ريیس الوزرا له اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر او له بهرنیو چارو له وزیر، امیرخان متقي سره وکتل.

2 COMMENTS

  1. دا هسې خبرې دی د ټرمپ یوه وینا هم اعتبار نه لری. د دوحې تړون کی راغلی چی که طالبان دنجونو تحصیل او انترنیت او د مدنیت او فردی ازادیو مخه ډب او افغانستان په یوه تیاره او هدیره جغرافیه بدل کړی هیڅوک ورسره کار نه لری. لا د هفتی څلویښت میلونه دالر هم ورکوی.

  2. زما په باور ملا هیبت د سي آی اې کس دی. کوم کارونه چې دی کوي، امریکا او نورو ته هغسي پلمه په لاس ورکوي چې اسامه ورکړې وه.
    رسید یار

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب