جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهطالبانو د ښځو په لاس کښل شوي کتابونه په پوهنتونونو کې منع...

طالبانو د ښځو په لاس کښل شوي کتابونه په پوهنتونونو کې منع کړل

تاند (جمعه‌، د وږي/ سنبلې ۲۸ مه) د طالبانو حکومت د افغانستان د پوهنتونونو له درسي سیستم څخه د ښځو له لوري لیکل شوي کتابونه لرې کړي دي. دا د هغه نوي بندیز یوه برخه ده چې د بشري حقونو او جنسي ځورونې تدریس هم منع کوي.

د «په کیمیاوي لابراتوار کې خوندیتوب» په نوم کتاب په شمول شاوخوا ۱۴۰ کتابونه چې د ښځو له خوا لیکل شوي د ۶۸۰ هغو کتابونو په منځ کې دي چې د «شریعت ضد او د طالبانو د تګلارې خلاف» بلل شوي دي.

پوهنتونونو ته هم ویل شوي چې نور د ۱۸ مضمونونو تدریس اجازه نه لري. د طالبانو یوه چارواکي ویلي دا مضمونونه «د شریعت له اصولو او د نظام له تګلارې سره په ټکر کې دي.»

دا فرمان د طالبانو له هغو ګڼو محدودیتونو څخه دی چې له څلورو کلونو راهیسې له واک ته ستنېدو وروسته یې پلي کړي دي. یوازې همدا اوونۍ په لږ تر لږه لسو ولایتونو کې د طالبانو د مشر په امر د نوري فایبر انترنېټ بند شو، چارواکو وویل چې دا د «فحشا د مخنیوي» لپاره دی.

که څه هم دې اصولو د ټول ژوند په ډیرو برخو اغېز کړی، خو ښځې او نجونې یې په ځانګړي ډول سختې ځپلې دي: هغوی له شپږم ټولګي پورته له زده کړو محرومې دي، او د هغوی پرمخ د زده کړو، یعني قابله ګۍ کورسونه هم د ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې وتړل شول.

اوس آن هغه مضامین هم په نښه شوي دي چې د ښځو په اړه دي: د ۱۸ منع شوو مضمونونو له جملې څخه شپږ یې په ځانګړي ډول د ښځو په اړه دي، لکه «جندر او پرمختګ»، «په اړیکو کې د ښځو رول»، او «د ښځو ټولنپوهنه».

د طالبانو حکومت ویلي چې په خپل تعبیر او تفسیر د افغاني کلتور او اسلامي شریعت له مخې د ښځو د حقونو درناوی کوي.

1 COMMENT

  1. د تاند عکسونو کار خراب کړی، ګورئ ټول مو ستره او شوقی ځوانان او پاک ځای عکس کی ایښی، که مو یو لونګی والا، یو ملا او یو بوډا مو عکس کې وای بیا په طالبانو بده نه لګیده، طالب له بی خولۍ او لنډږیرو ځوانانو ویره لری، فکر کوی چی دا کتابونه همدا خلک لولی!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب