۲برخه
د کندهار پاڅون:
استاد شهسوار سنګروال
د کندهار له لرغوني تاریخ نه څرګندیږي، چې د تاریخ په اوږدو کې دغه سیمه د ځانګړي ارزښت درلودونکې وه، نو ځکه خو سکندر په کندهار کې د یوی سترې کلا د جوړېدو تکل وکړ او بیا په راوروسته کې د هند واکمنو د فرانسوي انجنرانو پر مټ د سکندر کلا ورغاوله، چې په پاې کې د پارس حکمران نادرشاه ونړوله.
له نادر افشار دمخه ګورګین هم د کندهار خلک په سرو وینو ولړل او د صفویانو موخه هم دا وه، چې دغه وګړي، په همداسې خونړي انسان وځپي.
ګرګین پخپله یو یاغی او باغی انسان و، هغه مهال چې دی د ګرجستان (۱۱۱۴ ه) والي وه د پاچا له امره یې سرغړونه وکړه ، نو بیا پاچا د «ګنجه» والي «کلب علی خان» قاجار یې د هغه د ځپلو لپاره وګماره، ګورګین ماته وخوړه او د «تفلیس» غرونو کې پټ شو، چې په پاې کې بښنه وغوښته او د خپل وراره «خسرو خان» په مینځګړیتوب پاچا هغه وباښه.
دمخه مو ووېل، چې کندهار د سیمې لپاره د څلور لارو ولایت په نوم نامتو وه، نو ځکه خو یو هندي مغلي پلاوی، د صفوي شاه حسین دربار ته راغی، چې کندهار وروسپاري.
صفوي سردارانو نه یوازې د دوئ غوښتنې ته غاړه کېنښوده، بلکې د کندهار د خلکو د ځپلو لپاره یې همدغه یاغي او خونړی انسان ګورګین ورواستوه.
ګورګین سره د دې چې دولت خان سدوزی له مینځه یووړ، خو په لنډ مهال کې په ظاهره توګه میرویس خان ته درناوی کاوه، ولې کله به چې لیده هغه د خلکو له درون هر کلي سره مخ کېږي، نو بیا به یې سترګې ورته نه غړیدی،رخه یې پرې راتله، نو په دې لټه کې وو، چې څرنګه هغه له پښو وغورځوي.
ګرګین د دې لپاره چې د میرویس خان باور ترلاسه کړی وي ، تر ډېره بریده یې د ده سره سلا او مشوره کوله ، خو میرویس هوتک چې دده ظلمونه او تېروتنې لېدې ورورو یې کرکه زیاتېده او ان تر دې چې نور یې دده نصیحتونو ته هم غوږ نه ایښوده چې له ظلم نه لاس په سر شي.
یو شمېر څېړونکي په دې ټینګار کوي، چې میرویس هوتک ته د ګورګین ظلمونه نور د ځغم وړ نه وه، نو ځکه یې یوه عریضه چې د قومونو مشرانو پرې لاسلیک هم کړی وه، صفوي دربار ته ولېږله، چې صفوي پاچا شاه حسین ورته نه یوازې کومه اعتنا ونه کړه، بلکې یو شمېر سردارانو چې له ګورګین سره یې ښې اړیکې درلودلې له دې څخه خبر کړ. یو شمېر تاریخپوهان د امني، چې ګورګین میرویس خان او هغه چا چې په عرض پاڼې لاسلیکونه کړي ول اصفهان ته واستول او د سلطان شاه حسین صفوي له خوا نظر بند شول.
ولې کروسنسکي بیا په دې ټینګار کوي، چې میرویس هوتک یې په ډېر درنښت خپل «حضور ته راوغوښت، دده یې درناوی او لمانځنه وکړه، د ځان له خوا یې ډاډمن کړ، چې ته ډېر هوښیار، کارپوه او د کار سړی یې، د لویو چارو د ترسره کولو لپاره دې اصفهان ته لېږم .»[1]
ګورګین د ده له لېږلو وروسته یو د بل پسې څو لیکونه صفوي دربار ته واستول او میرویس خان یې د یوه یاغي او باغي انسان په توګه ور معرفي کړي و.
د میرویس هوتک لپاره دا یو ښه سیاسي فرصت وه، چې له یوې خوا د ده په لېږلو نه یوازې غلجیان خواشیني شول، بلکې ابدالیان هم ځکه خپه شول، چې د دولت خان په څېر یو بل نامتو مشر له کندهاره ووت.
په همدې بنسټ د خلکو یو والي ته یې زمینه برابره کړه چې پرته له پاڅونه بله لاره نه لري خو کله چې میرویس خان اصفهان ته لاړ نو د بشپړې هوښیارۍ له مخې د صفوي شاه حسین او نورو درباریانو باور دارنګه خپل کړ، چې څو بېلګې داسې دي:
۱ـ کله چې میرویس هوتک مخ په اصفهان وخوځېد نو له ځان سره یې د کشمیر وریښمن شالونه، د هند ښکلي او نفیس ټوکران، نغدې روپۍ، د کندهار په بازار کې د چین ورېښمن تانونه، ډول ډول ډالۍ او سوغاتونه له ځان سره یووړل او د شاه حسین صفوي په ګډون یې د اصفهان د درباریانو او سردارانو زړونه یې پرې خوشحاله کړل.
۲- که څه هم میرویس خان د همدې باور پر بنسټ چې درباریان په ځان ډاډه کړي څلور وارې د شاه حسین دربار ته ورغلی و، چې د خلکو ستونزې او شکایتونه له هغو سره شریک کړي.
۳- میرویس هوتک کوښښ کاوه، چې دښمن په دښمن ووهي، نو بیا یې یو لیک مغلي دربار ته، چې د اورنګ زیب یو استازی به تل په کابل کې استوګن و،واستوه، چې د ګورګین پر وړاندې ودرېږي، خو ده ددغه لیک کومه پایله ترلاسه نه کړه.
۴- نوموړي ولیدل، چې صفوي دربار په دوه ډلو وېشل شوی، ده کوښښ کاووچې هغه ډله د ځان پلوي کړي، چې صفوي شاه حسین ته نږدې وه.
د مثال په ډول، د پاچا شاه حسین ډېر نږدې ناظر او سلاکار محمد اقا دومره ځانته نږدې کړ، چې هغه اړ شو شاه حسین ته دده سپارښتنه وکړي.
په مجمع التواریخ کې کښل شوي دي، چې «دربار نه یوازې د ګورګین لیکونه بابېزه وګڼل، بلکی یو شمېر صفوي سرداران یې د هغه د سر دښمنان کړل.
بیا میرویس خان د حج د ادا لپاره مکی معظمې ته لاړ او هلته یې د ګورګین پر ضد د جهاد فتوا تر لاسه کړه.»[2] که څه هم کروسنسکی د دې خبرې پخلې کړیدی، چې دی دومره دربار ته نږدی شوی و، چې د وزیرانو په غونډو کې ګډون کاوه .
میرویس خان د حج له ادا کولو وروسته کندهار ته راستون شواو ده ولیدل، چې صفوي دربار خپله سیاسي او سلطنتي دب دبه له لاسه ورکړي ده.
شاه حسین په سلطنتي حرمسرای کې دومره بوخت وه، چې ان د خپلو درباریانو له کړو وړو ناخبره وه، چې سرداران په څو ډلو وېشل شوي وه او خلک له ملاماتوونکې مالیه نه دومره تنګ شوي ول چې هر ډول عمل ته چمتو وه .
مرویس خان دا هم په کندهار کې ولیدل، چې خلک د ګورګین له ظلمونو نه تر پوزې راغلي ول، ابدالي او غلجي خانان دېته چمتو ول، چې یوه پاڅون ته زړه ښه کړي.
حاجي میرویس خان چې د «جهاد» کومه فتوا له ځان سره د مکې معظمې د علماو په لاسلیک راوړې وه، نو ټولو مشرانو ته یې وښوده، او د دغې فتوا د سپېڅلتیا له مخې ولسونه یوازې د خپل مشر پریکړې ته سترګې په لاره وه، چې په یوه ستر پاڅون لاسپورې کړي، میرویس کندهار ته په رسیدو یو ځل بیا د کندهار د ښار «کلانتر» وټاکل شو.
ښایي د دې لامل به دا و، چې یوه ورځ دی د ګورګین د وراره «دیوان بیګي» چې د «عدالت دیوان» په نوم د یوې موسسې ریس وه، لیدلو ته ورغی او د ګورګین یې ډېره ستاینه ورته وکړه، چې هوښيار او یو مدبر انسان دی .
ددې له پاره چې د دیوان بیګي او د هغه د تره باور یې خپل کړی وي، زیاته یې کړه چې د هند د مغلي پاچا د پرمختګ مخه همدې ګورګین ډب کړي ده.
د همدې باور پر بنسټ ګورګین یو ځل بیا، هغه ځان ته نږدې کړ او میرویس خان هوتک هم د خلکو په مینځ کې د حجاز د علماو فتوا چې یو معتبر او د باور وړ سند و، تبلیغوه او خپراوه یې.
میر غلام محمد غبار په دې اړه داسې لیکلي دي: «چې د فراه، سیستان، کندهار او شاوخوا نورو سیمو پښتانه، تاجک، هزاره او بلوڅان په ده راټول شول، دده په مشرۍ ملي یووالی ټینګ کړ او دی یې د خپلواکۍ رښتنی اتل وګاڼه.»[3]
میرویس خان له یوې خوا خلک یوه ملي پاڅون ته تیارول او له بلې خوا یې ګورګین سره خپلې اړیکې دومره دوستانه کړې وې، چې د هغه هر ډول شک ته یې د پاي ټکې ایښی و.
بله کومه خبره چې ډېره موهمه وه، هغه دا چې میرویس خان، چې د ګورګین وراره «دیوان بیګي» سره ولیدل، هغه یې دومره تر خپل اغیز لاندې راووستی وه، چې ده درباریانو ته په ځغر ده ووېل، زما تره یو ناپوه او احمق انسان دی .» که څو زره تومانه یې دداسې دوست د تر لاسه کولو لپاره لګولي وی، داسې رښتونی خواخوږی،
چې زیاته ستاینه یې کوي ،له ځانه مایوسه کړی دی، پاچا او چارواکو ته یې موضوع سرچپه وړاندې کړېده … بیا یې تره ته لیکونه واستول او پړه یې پرې واچوله، چې داسې هوښیار دوست چې د پاچا ټول دربار یې ستا په ستاینه ډک کړی، تا د ځانه خپه کړی او دده په خلاف دی پاچا ته شکایت کړیدی.»[4]
میرویس هوتک ته چې د صفوي دولت هر څه په ډاګه وه او په دې پوهېده، چې د «دیوان بېګي» سره «اعتماد الدوله» ښې اړیکې نه لری او د دوئ تر مینځ مناسبات ترینګلي دي، نو بیا هغه ته ورغی او ورته وې وېل، که ګورګین په کندهار کې واک ته دوام ورکړي نو یو لوی کړکیچ او فساد به رامینځته کړي، هغه ګهیځ مست او غرمه خمار وي، د ګورجیانو له خوا پېښ شوی ګواښ د خلکو ژوند تريخ کړیدی، د خلکو په شتو یې تالان ګډ کړیدی، ډېرې خزانې یې ترلاسه کړیدي، ده د واک او ځواک د ژغورلو لپاره داسې ځواکونه روزلي دي، چې د انسان ژوند ورته کوم ارزښت نه لري، او ان تر دې چې د هند له چارواکو سره یې اړیکې هم پيدا کړیدي.
اعتماد الدوله چې د میرویس هوتک خبرې واورېدی نو په ځغرده یې ووېل، پاچا یو چټل او بې کفایته انسان دی، همدا چې ګورګین یې د مسلمانانو ولایت کې د والي په توګه ګومارلی، د ډېرې خواشینۍ وړ دی.
حاجي میرویس خان چې د مکې او مدینې منورې له علماو سره ولیدل هم ورته ووېل، چې پر موږ افغانانو چې سونیانو یو د پارس «عجمي پاچایان» واک چلوي، زموږ سرو مال او ناموس خوندي نه دی «زموږ اولادونه په زور ګرجستان ته استوي، هلته یې پلوري، په زور ورسره نکاح تړي ، که موږجهاد وکړو، ایا مړي مو شهیدان دی؟ د دې مسایلو فتوا د حقیقت په قلم ولیکی، چې موږ خپل دیني او مذهبي مسولیت درک کړو.»[5]
د حرمینو علماوو او مجتهدینو، چې له پارس سره یې پخوانۍ دښمني درلوده، میرویس خان ته یې خپله فتوا ورکړه او هغه هم بېرته اصفهان ته راستون شو او یو شمېر درباریانو ته یې په زړه پورې سوغاتونه ډالۍ کړل.
کروسنسکي د دې خبرې پخلی کړیدی، چې د شاه عباس صفوي د واک په مهال هم د مکې معظمي پوهانود«رافضیان» پر وړاندې د «سیف »د پاڅون په پېر یوه فتوا کښلې وه، که کوم مسلمان یو مسیحي سر تېری ووژني یو ثواب او که یو شېعه ووژني اویا (۷۰) برابره ثواب ګټي.
په «سقوط اصفهان» نومې اثر کې هم په دې ټینګار شویدی، چې ترکیې هم د صفوي دولت پر وړاندې هڅې کولې ، په داسې شېبو او شرایطو کې میرویس خان هوتک (۱۷۰۹ ز) کندهار ته ستون شو.
لومړی وار میرویس خان کندهار ته څېرمه د ارغنداب په غاړه کوکران کې یوه لویه ملي جرګه راوبلله او داسې یې وښوده، چې دی له حج نه راستون شوی دی او قومي مشران یې هر کلي ته ورغلي دي. نو بیا یې په همدې ترڅ کې خلکو ته د حجاز د علماو پریکړه او فتوا وروښوده او د هغوئ ملاتړ یې تر لاسه کړ.
میرویس هوتک دویمه جرګه هم په پټه د کندهار ختیځ پلو په «مانجه» کې جوړه کړه، چې په دې کې ډېرو مخورو او نامتو مشرانو ګډون کړی وو، چې موږ د میرویس خان ورور یحیی خان، سیدال خان ناصر، بابو جان بابي، حاجي انکو (محمد خان) یونس خان کاکړ، بهادر خان، ملا پیر محمد میاجي (هوتک)، یوسف خان هوتک، عزیز خان نورزی، نور خان بړیڅ، ګلخان بابري، نصرو خان الکوزی او نور د ساري په توګه یادولی شو.
جرګې له اوږدو خبرو وروسته په قرانکریم لاس کېښود، چې له خپلې ژمنې او لوړې به نه اوړو، نو بیا یې هغه لیکنه لاسلیک کړه، چې د خپلواکۍ اعلان په کې شوی وو. میرویس هوتک په ډېرې هوښيارۍ د پاڅون ټول اړخونه څارل او په سر کې دې پریکړې ته ورسېد چې:
۱ـ لومړی یې د ټولو قومونو په مینځ کې له یوې خوا د حجاز د علماو فتوا خپروله او تبلیغو له اوله بلي خوا یې خلک ملي یووالي ته رابلل چې د خپل هېواد خپلواکي وګټي او خلک د ګورګین له شره وژغوری.
«ولې ګورګین د دې لپاره چې ځان میرویس خان ته نږدې کړي د هغه لور یې خپل زوی ته وغوښته او میرویس خان د هغه د باور لپاره خپله یوه خدمتګاره ورکړه او بیا یې پری برید وکړ…»[6]
۲- داسې انګېرنو هم شتون درلود، چې میرویس خان کوښښ کاوه چې د کندهار په ښار کې د ګورګین د سرتېرو شمېر کم کړي او د هغوئ پوځي ځواک ووېشي او د همدې موخې له مخې د بلوڅو یوه خان د مالیې له ورکړې نه سرغړونه وکړه، نو بیا یې خپل پوځونه د هغه د ځپلو لپاره د کویټې او بلوچستان لور ته واستول. په دې اړه افغانان له پارس نه تر هندوستانه نومې کتاب کې داسې راغلي دي:
«د ګورګین د پوځ یوه لویه برخه، چې د کويټې په شاوخوا کې د کاکړستان او بلوچستان په سیمو کې د وګړو د ځپلو او وژلو لپاره، چې مالیه راټوله کړي ګومارل شوې وو، نو غوره یې وګڼله، چې اوس یې ښه وخت دی ، نو ګورګین یې بیا د خپلو موهمو جنرالانو سره یو ځاې په مسلمتیا کی وواژه.»[7]
د «تاریخ سلطاني مولف سلطان محمد هم د دې خبرې پخلی کړیدی چې د ګورګین لښکر له کاکړو او بلوڅو سره ښکیل وو. [8] »
میرویس خان په همدې شپه چې د ګورګین کالي او جامې یې په تن کړې وې، کندهار ښار ته ننووت او ټول قزلباش او ګرجي سرتېري يې وګواښل او وې ځپل، چې شمېر یې شاو خوا اته (۸۰۰۰) زرو تنو ته رسېده.
د افغانستان په سیاسي تاریخ کې د پښتنو له سیمه ییزې واکمنۍ پرته دا لومړی ځل وه، چې په ملي کچه کندهار د پښتنو د واک او ځواک په سیاسي مرکز او پلاز بدل شو، چې نه یوازې په افغانستان کې د سیاسي واک ستنې ټینګې شوې، بلکې د هوتکیانو سیاسي ځواک تر اصفهانه پورې وغوځېد
میرویس هوتک د یوه ملي مشر په توګه
میرویس خان چې د خلکو او بیلابیلو قومونو په ملاتړ یې ګورګین د «ارغستان په یوه بڼ کې له مینځه یووړ، د هغه له وسلو او پيسو یې ګټه واخسته او بیا له درې زره اسونو سره ښار ته مخه کړه ګورجي سر تېري یې ووژل او پر ځاې یې خپل جنګیالي ځاې پر ځاې کړل.
میرویس هوتک بیا د اصفهان دربار ته لیک واستوه چې هغوئ ډاډه کړي، ګنی موږ اوس هم د مرکزي حکومت پلوي یو، موږ د ګورګین د ظلم خلاف پاڅون کړیدی ، که چېرې تاسو کوم پلاوی د پېښې د سپیناوي لپاره راواستوي، هر څه به په رښتنې توګه پخپلو سترګو وګورئ.
د همدې لامل له مخې صفوي واکمنودهرات والي محمد خان دیوه پلاوي په مشرۍ د خبرو لپاره د میرویس هوتک حضور ته راواستوو.
که له یوې خوا د صفوي شاه حسین دربار د کندهار له پاڅون نه خبر شو، خو له بلې خوا د تاریخپوه «خافی خان» په اند، په ۱۱۱۹ ه کال هند کې محمد اعظم شاه دربار هم د ګورګین د وژلو خبر تر لاسه کړ.
همدا راز په همدې مهال د روسې هېواد خپل یو استازی هم اصفهان ته لېږلی وو، د دغه استازي نوم «اسراییل اوري» و، په قوم ارمنی، چې د قره باغ په «قیان» کې زېږیدلی و او د روسې امپراتور «لومړي فطر» دی دېته ګومارلی وه چې د اصفهان له سلطان سره د سیاسي سوداګریزو اړیکو په تړاو خبرې اترې وکړي.
ولې پخوا له دې بریتانیه او فرانسې هم خپل سفیران او استازي اصفهان ته لېږلي ول، چې د فرانسې د استازي نوم
« موسا » و.
اروپایانو تر ډېره بریده کوښښ کاوه، چې په ا صفهان کې عیسوي کاتولیکانو کلیسا نه ساتنه وکړي، خو د روسې د استازي راتګ جنجالي و، اصفهان دی د روسې استازی نه ګاڼه ځکه چې دی ارمنی وه او پخپله یې ځان د ارمني پاچایانو له نسله ګاڼه. نو ځکه خو د اصفهان درباریانو وېل چې د روسې هېواد دې له خپل نسله څوک را ولېږي او موږ ده ته اجازه نشو ورکولی.
بله خبره چې ډېره موهمه وه، هغه دا چې دغه تن یوه موده د فرانسې په پوځ کې و، وروسته بیا اطریش ته تللی و، چې د دغه هېواد پاچا دی د روسې پاچا ته معرفي کړ او هغه بیا خپل استازی وټاکه.
فرانسې او یو شمېر نورو له ده سره لومړی دغه اختلاف درلود چې د فرانسې او اطریش تر مینځ جګړه روانه وه نو ځکه دی فرانسی ته د منلو وړ نه و. دویم دا چې داسې انګېرنې هم راپورته شوی، چې د روسې سفیر د «ارتودوکس» کلیسا په حمایت اصفهان ته استول کېږي.
د اسراییل د راتلو په مهال میرویس هوتک په اصفهان کې و، صفوي درباریانو د دغې لانجې په تړاو له میرویس خان نه سلا او مشوره وغوښته او هغه ورته ووېل:
«که چېرې اسراییل نومې استازی دلته راشي، فتنه نشي جوړولی، کیدی شي چاره یې وشی او که د راتګ اجازه ورنکړی شي د روس پاچا به دا کار ونه ځغملی شي…»[9]
د دې لپاره چې میرویس هوتک صفوي درباریان په ګورګین بې باوره کړي وي ورته په ټینګار ووېل، دا چې ارمنیان په اصفهان کې ډېر دی او ګرجستانیان ټول ارمنیان دي او د ګورګین خان ورور «زرميخان » دا دستي د روسې له پاچا سره دی، نو بیا به یې ګرجستان ته راواستوي او ارمنیان به ورسره مل شي او که چېرې ګورګین خبر شي، نو له یوې خوا به د افغانانو ملاتړ خپل کړي په داسې حال کې چې زه له کندهار څخه شړل شوی یم او بل به د هند مرسته تر لاسه کړي نو د ډېرو خزانو، وسلو او پيسو پر مټ به یو لوې ګواښ اصفهان ته پېښ کړي.
کله چې میرویس خان ګورګین له مینځه یووړ، نو صفوي دربار یې لا دمخه خپلی څرګندونې د ګورګین په تړاو د دوی غوږونو ته رسولې وې همدا سبب وه دوې دی پایلې ته ورسېدل چې محمد خان کندهار ته ولېږي.
د «لاکهارت» د څرګندونو له مخې، میرویس د بیلابیلو پلمو له مخی محمد خان او پلاوی په کندهار کې بوخت کړل، چې اصفهان روان کړکېچ نه خبر ترلاسه نه کړي. لاکهارت په دې هم ټینګار کړیدی دی، چې د ګورګین د وژلو پېښه په ۱۷۰۹ ه کال د اپریل په وروستیو ورځو کې پېښه شوه. ده دا هم ویلی دي چې اصفهان دوه پلاوي یو د بل پسې کندهار ته واستول، چې د میرویس خان له خوا زندانې کړی شول.
لومړی پلاوی د محمد جاني خان ایلچي په مشرۍ کندهار ته راغی او ژمنه یې وکړه، که چېرې میرویس خان هوتک صفوي پوځ کندهار کې ومني، نو شاه حسین صفوي به د ګورګین له کسات او غچ اخستو نه تېر شي .
(ځو« تتمة البیان» دغه شخص د محمد جامي خان په نوم نومولی دی.)
ورپسې د هرات والي محمد خان بلوڅ، چې دده د حج ملګری و کندهار ته راواستوه، ولې میرویس خان له خپل هوډ نه پر شا نشو. په ۱۸ میاشتو کې څلور وارې صفوې پوځونو پر افغانستان برید وکړ، نه یوازې د افغانانو مشر پخپلو شا و خوا پنځه زره (۵۰۰۰) جنګیالیو بری ترلاسه کړ او د هغوئ پوځي فشار ته تسلیم نشو، بلکې د خپل واک او ځواک لمن یې تر فراه پورې وغوځوله.
هغه وخت چې میرویس نیکه د خپلواکۍ ملی پاڅون برې ته ورساوه، نو بیا یې درېیمه جرګه راوبلله او خلکو ته یې خپل سیاسي دریځ څرګند کړ او دا یې هم ورته ووېل، چې موږ د دوه سترو ښکیلاکګرو په مینځ کې پراته یو، خو که چېرې تاسو زما ملا وتړی، نو د خپلواکۍ بیرغ به همداسې هسک وساتو.
دمیرویس خان بهرنۍ تګلاره
میرویس خان په بهرني سیاست کې د هند د ګورګاني دربار ملاتړ ترلاسه کړ، که څه هم د تاریخ په رڼا کې دا وېره ورسره وه، که په ټول افغانستان کې یو ځواکمن واکمن قدرت ته ورسېږي، دوئ ته به په راتلونکی کې یو ګواښ پېښ کړي. خو دوئ کوښښ کاوه، دښمن په دښمن ووهي ،همدا لامل وه په پټه یې اصفهان وهڅوو، چې د کندهار پاڅون وځپي.
که څه هم کروسنسکي په دې اند دی، « کله چې میرویس د کندهار «کلاې جنګي» ونیوله، نو بیا یې د هند پاچا نه د یوه لیک په ترڅ کې د پوځي مرستې غوښتنه وکړه.»
صفویانو ته چې د کندهار جغرافیوي ارزښت څرګند و، نو بیا یې د ګورجي خسرو خان په مشرۍ یو دېرش زره کسیزه لښکر کندهار لور ته راوخوځوه.
صفوي ځواکونه له دوه ډلو مرکب وه، یوه ډله د ګرجي جنګیالیو وه او بله ډله د عباس قلی په مشرۍ د قزلباشانو وه، خو د دې دواړو ډلو جنګیالي د خسرو خان په مشرۍ او قومانده جنګېدل.
صفوي شاه حسین د دوئ د پوځي لګښت لپاره دوه سوه شپېته زره (۲۶۰۰۰۰) تومانه د سرو زرو سیکې ورکړې، چې په دې کې دوه سوه زره تومانه قزلباشو پوځونو او شپېته زره نورې یې د کیخسرو د لګښت لپاره بېلې کړې. نو بیا صفوي دربار خسرو خان ته ووېل، که غواړي، چې د خپل تره ګورګین غچ او انتقام واخلې، نو باید میرویس خان لاس تړلی اصفهان ته راولې.
د هوتکیانو په تاریخ کې عبد الروف بینوا لیکلی دي، چې د اصفهان لښکر په ۱۱۲۳ ه (۱۷۱۳ ز) کال مخ په کندهار وخوځېد. ولې کروسنسکي دغه نېټه ۱۱۲۴ ه (۱۷۱۴ ز) په ګوته کړیده.خو لاکهارت کاږلي دي، چې صفوي ځواکونه په ۱۷۱۰ ز کال د نوامبر په میاشت کې فراه ته ورسېدل او تر یو کال (۱۷۱۱ ز) پورې همدلته پاتې ول، تر هغې چې د ابدالیانو ځواکونه د یرغمل شوي زمان خان له خوا هرات نه د دوئ ملاتړ ته راورسېدل او بیا یې په ګډه مخ په کندهار حرکت وکړ. ( ددولت خان زوې زمان خان له صفویانو سره یرغمل وه)
ولې حقیقت دا دی، چې صفوي ځواکونه په ۱۱۲۴ ه کال د مشهد له لارې مخ په کندهار وخوځېدل.
میرویس خان هوتک د پوځي نوښت له مخې خپل جنګیالي په دوه ډلو ووېشل، د هلمند د رود شاوخوا سیمې یې د خسرو خان لښکر ته ونیولې، چې د هغه د پرمختګ مخه ډب کړي او نور جنګیالي یې د ابدالیانو پر وړاندې منظم کړل، چې د زمان خان په مشرۍ یې کندهار ته مخه کړې وه.
د افغانانو مشر له یوې خوا خپلو جنګیالیو ته ووېل چې د کندهار د کلا دروازې وتړي او له بلې خوا په کلا ګانو کې خپل نور جنګیالي داسې ځاي پر ځاې کړل، چې د مورچل په توګه ترې ګټه واخلي.
میرویس خان هوتک د ابدالیانو هغو مشرانو ته بلنه ورکړه چې ددولت خان له خوا دېته اړ شوي ول، چې ملتان ته کډه شي . دحیات سلطان زوې عبد الله خان او د هغه زوې اسد الله خان ډېر زر ځان کندهار ته ورسوو او د ابدالي ټبر جنګیالي یې په ځان راټول کړل او له خپلو غلجیو وروڼو سره یو ځاې د خسرو خان د پوځ پر وړاندې ودرېدل.
زمان خان سدوزي هم د ملي احساس له مخې له خپل تړبور عبد الله خان او د هغه زوې اسدالله سره خپل یو والی اعلان کړ او په ګډه د صفوي ځواکونو پر وړاندې د جګړې ډګر ته راووتل.
زمان خان ابدالي په دې کار سره د خسرو خان ملاماته کړه، خو بیا هم هغه د کندهار ښار کلابند کړ.(۱۷۱۲ ز کال یوشمېرڅېړونکوته دتامل وړدی .)
د میرویس خان جنګیالیو، چې له یوې خوا د ښار دننه اوسپنیز مورچلې د ځان لپاره جوړې کړې وې، په صفوي ځواکونو یې مرګوني بریدونه پيل کړل او له بلې خوا د خلکو ملي مشر له ښاره د باندې، شپاړلس زره کسیز پوځ په شاوخوا کې جنګیالي جګړې ته چمتو کړي ول.
د کیخسرو جنګیالي هم د ښار دننه له سخت غبرګون سره مخ شول او هم له بهر نه له پښين نه تر کندهاره پورې پښتانه او بلوڅ جنګیالي چې ځاې پر ځاې شوي وه هغوۍ تر سخت برید لاندې ونیول شول او رڼا ورځ یې پرې توره شپه کړه. له پوځي برید نه پرته، میرویس خان د خوراکي توکو د زخیرې بندو بست هم کړي وه، که څه هم هغسې هم د کندهار خلکو غلې دانې راټولې کړې وي، خو خسرو خان په دې جګړه کې د خوراکي توکو له ستونزې سره هم مخ شو.
لکه کروسنسکي چې ډاګیزه کړېده، «خسرو خان په عیش و عشرت او شراب کباب سره د مني په موسم کې کندهار کې ناست و، خوراکي توکو او توښې ته یې پام نه وو.»[10]
د خسرو خان د تېروتنی او د میرویس خان د پوهې او هوډ له مخې د صفویانو دیرش (۳۰) زره کسیز پوځ له پښو وغورځول شو او د « جان ملکم »د څرګندونو له مخې، د صفویانو د ۲۵ زره کسیز پوځ څخه یوازې له پنځه سوه (۵۰۰-۷۰۰) څخه نیولی تر اوه سوه تنه له مرګه وژغورل شول اوان دا چې خسرو خان هم د ګورګین په برخلیک اخته شو او له مینځه لاړ.
که څه هم په ۱۷۱۲ ز کال په بشپړه توګه کندهار خپلواک شو، خو بیا هم صفویانو د «رستم خان» په مشرۍ یو ستر پوځ کندهار ته راولېږه او داسې ماته یې وخوړه، چې نوموړی له وېرې، چې ونه وژل شي په ۱۷۱۴ کال بېرته پارس ته پر شا شو.
میرویس خان په دې جګړو کې ډېر پوځي توکي، وسلې او پیسې له صفویانو نه ترلاسه کړل، چې نه رستم خان کوم بری ترلاسه کړ او نه هم محمد زمان خان قورچي باشي ، خومیرزا خلیل په دې اند دی، چې نوموړی په «بسطام» کې ووژل شو.
له دغو پرلپسو جګړو وروسته، بیا صفویان د دې جوګه نه شول، چې د کندهار نیولو ته زړه ښه کړي او میرویس خان د خلکو له خوا د ملي مشر په توګه وټاکل شو او مشرانوورته د «نیکه» لقب ورکړ.
که څه هم په دودیزه توګه، میرویس نیکه د خلکو د سلا او مشورې له مخې سیاسي، پوځي او ټولنیزې پرېکړې کولې، ولې په حقیقت کې ده د یوه پاچا په توګه پخپل نوم سکه ووهله او بیا یې خپل ګاونډي هېوادهندوستان ته خپل سفیر واستوه، چې د دېپلوماسي له مخې خپلې سیاسي او سوداګریزې اړیکې له هغه هېواد سره ټینګې کړي.
تاریخپوه «هانوي» چې په لږتوپیر د میرویس نیکه معاصر وه، په ځغرده وايي، چې ده د پادشاهي اعلان وکړ او د یوه فرمان له مخې سپارښتنه وکړه، چې دده په نوم سکه ووهل شي.»[11]
کله چې میرویس نیکه خپل ورور «حاجي امکو» د سفیر په توګه ډیلي ته واستوو، نو یو شمېر افغاني توکي یې هم له هغه سره د سوغات په ډول ډیلي دربار ته ولېږل اود هندوستان حکومت هم نه یوازې د میرویس نیکه حکومت په رسمیت وپېژند، بلکې د حاجي امیر خاني خطاب یې هم ورته وکړ.
دهند چار واکو د توري او فیل له سوغاتونو سره سره وسلې او پيسې هم د میرویس خان هوتک دربار ته د مجمع التواریخ دیادونې له مخی پنځه (۵) لکه روپۍ هم ورولېږلي.
میرویس خان لکه څرنګه چې په یوه مناسب وخت کې د خپلواکۍ ناره اوچته کړه، دارنګه ورسره نور پلانونه هم ول، چې هېواد یې په سیاسي، پوځي، اقتصادي او ټولنیزو چارو کې پرمختګ وکړي، ولې عمر ورسره ډېره وفا ونه کړه او په (۱۱۲۷ ه زیحجة الحرام ۲۸ مه نېټه) کال تر اته (۸) کلنۍ واکمنۍ وروسته د ۴۴ کلنۍ په عمر له دې نړۍ سترګی پټې کړې او به کوکران کې خاورو ته وسپارل شو.
میرویس خان هوتک د یوه ځيرک انسان په توګه
ډېروڅېړونکوددې خبرې پخلی کړی دی چې میرویس خان په ۱۶۷۳ ز کال د شاه عالم خان په کاله کې د نازو انا له نسله وزېږید او د۴۴کالو په عمر ومړ.
له بده مرغه موږ ډېر سیاسي او ټولنیز شخصیتونه پېژنو چې د زوې کړې او مړینې کوټلې اوټاکلې نېټې یې څرګندې نه دي او لا تتې برېښي، نو ځکه خو د میرویس نیکه په تړاو هم داسې انګېرنې شتون لري ، چې دده عمر د ۴۲ کلنۍ نه راواخله تر ۴۵ کلنۍ پوری اټکلېدلی شي.
په هر حال میرویس نیکه یو ځيرک او د سیاسي پوهې درلودونکی انسان و، چې د دوه سترو زبر ځواکو حکومتونو په مینځ کې، چې افغانستان د هند ګورګانیانو او د پارس صفویانو پخپلو کې وېشلی وو، د خپلواکۍ ناره پورته کړه او خپل هېواد یې د صفوي شاه حسین له ولکې نه ازاد کړ.
د میرویس خان هوتک په اړه بیلابیل څېړونکي او تاریخپوهان داسې انګېري:
۱ـ د میرویس نیکه یوه ستره سیاسي ځيرکتیا دا وه، چې د خلکو په ملاتړ یې درې لوې جرګې له خپل ولس سره وکړې، چې خلک د ګورګین پر وړاندې پاڅون ته وهڅوي او هغه فتواوې، چې د حج د ادا په مراسمو کې ترلاسه کړې وي خپل مسلمان ولس ته په مخکې کېږدي او په هغو کې یوه سیاسي پوهاوی اوجذبه وپاروي.
۲- تاریخپوه خافي خان ، کلنل ملیسون (د افغانستان په تاریخ کې) او نورو د وخت پېښې راغبرګې کړي، چې میرویس خان د خپلې سیاسي پوهې او ځېرکتیا له مخې څرنګه ګورګین له مینځه یووړ، صفوي او ډیلي درباریان یې هک حیران کړل، چې یوه سیمه ییز واکمن د کومې ځواکمنتیا له مخې داسې ستر تاریخي کار ته ملا وتړله چې هېواد یې خپلواک کړ؟
ملیسون، جان ملکم او یو شمېر نور څېړونکي ټینګار کوي، چې میرویس خان د ګورګین له وژلو وروسته په ډېرې هوښيارۍ صفوي دربار تېروېست او خپل استازي محمد جامي خان ته سپارښتنه وکړه، چې موږ د ګورګین وینه بخښو، خو میرویس خان دې زموږ ځواکونه ومني.
۳- د میرویس خان پياوړی دریځ او سیاسي ځیرکتیا وه، چې د مجمع التواریخ په وینا د کندهار ننګیالیو او مېړنیو د صفوي برید ګرو مېنه سپېره کړه مجمع التواریخ د دې خبرې پخلی هم کړی دی، چې د میرویس خان هوتک د واک برید او پولې له کندهاره راواخله تر فراه، سیستان، شین ډنډ (سبزوار)، همغسې تر پښين، د سلیمان د غره تر لمنو، زابل او ان د غزني تر مقره پورې رسېدې.
۴- دی یو ځيرک دېپلومات وه، چې د سیمې هېوادونو په سر کې له هند سره ښې اړیکې غوښتلی، چې سیاسي او سوداګریزې اړیکې پرمختیا ومومي. نو ځکه خو میرویس خان د اورنګ زیب زوې ته چې د کابل واکمن وه یو بل لیک واستوو او ورته لیکلی ول، چې په راتلونکي کې د پارس پر ضد پاڅون وکړي.
کروسنسکي هم دده د ځیرکتیا پخلی کړیدی او کښلي یې دي، چې په افغان قبایلو کې میرویس خان د باور او درنښت وړ کس دی، چې افغانان ورته ډېر درناوی لري. د ځانګړي دب دبې او تجربې خاوند او یو سیاسي ماهر یې ګڼلی شو.
د کروسنسکي په وینا دی یو راز ساتونکی انسان وه، د ژور فکر څښتن او نه وېریدونکی کس یې بللی شوچې دخپلې پوهې له مخې واک ته ورسېد .
۵- لاکهارت د میرویس د سیاسي درنښت په اړه کاږلي دي، چې دی د پام وړ کس او د سیاسي نیرنګ څښتن وه. ده په ځغرده دا هم وېلي دي چې ځان یې د صفویانو له غلامۍ ازاد کړ او افغانانو ته یې خپلواکي وګټله.
۶- میرویس خان په سیاسي لحاظ شیر شاه سوري سره د پرتلی وړ دی. سوري شیر شاه په ډېرې ځېرکتیا خپل ځان د بابر له ګواښ نه وژغوره او د ولس پر مټ بري ته ورسېد. . .
میرویس خان هم په ډېرې هوښيارۍ لومړی ځان صفوي دربار ته نږدې کړ، ځان یې د هغوئ له بنده ازاد کړ، کندهار ته راغی او د خپلو خلکو په ملاتړ یې ګورګین له مینځه یووړ او هېواد یې ازاد کړ.
۷- میرویس خان د خپل ژوند په پاې کې وصیت وکړ او د کروسنسکي په اند ده ووېل، لومړی ستاسو چارې څښتن تعالی ته سپارم، دویم د ښمن پر وړاندې جهاد وکړئ. دریم ټول باید خپل اتفاق او یو والی ټینګ کړي او دښمن ته سر ټیټ نکړئ. دغه د «عجم» حاکمان غواړي تاسي پخپلو کې بې اتفاقه کړي . که چېرې تاسي په الله توکل وکړئ ښايي اصفهان ونیسي.»[12] ده دا وینا وکړه او بیا یې له دې فاني نړۍ سترګی پټې کړې.
میرویس خان په کندهار کې ومړاود« هانوې » دڅرګندونوله مخې(له ۴۳—۴۶مخ پورې ) میرویس خپل ځان پاچا کړاوامر یې وکړچې سیکه دده پنوم شي .» داسې په یوه شعرکې ددې خبرې پخلی او یادونه هم شوې ده،چې لا په بشپړه توګه داخبره سپینه شوې نه ده !؟
سکه زد بردرهم دارالقرار قندهار
خان عادل شاه عالم میرویس نامدار
دکندهاردهوتکیانو،په تهران کې دصفویانومعاصرکروسینسکي ددوۍ په اړه ډېر څه لیکلي دي،چې دده په لیکنوهرچا شخوند وهلی دی ،«هانوې » هم دده له لیکنې استفاده کړې ده ،چې په یوه حساب په لږو ډېر توپیردی هم ددې دور معاصر ګڼلی کېږي.
ده په ۱۷۵۳کال دهوتکیانوپه اړه یو کتاب لیکلی دی :the chronikles of a traver introduction. P. 17 چې د«جنګ افغان وفارس » پنوم ترجمعه شوی هم دی ، دهمدې څرګندونوپه رڼا کې، «هانوې » دمیرویس نیکه دسکې یادونه کړې ده اوشاو خوا دوه سوه کاله وروسته وی،چې ګنې شیخ الموارخین دمیرویس نیکه سکه پیدا کړه ،خو انګېرل کېږي چې شیخ المورخین اوخلیلي همغه دهانوې یادونه یې ژباړلې ده … ددې خبرې مانا داچې داخبره تراوسه نه ده سپینه شوې،چې داسکه رښتیا ده او کنه ؟په دې تړاو په بشپړه توګه یوې غوښنې څېړنې ته اړتیا ده!؟
) کروسنسکي، د مسیحي سلاني تاریخ ۵۱ مخ[1]
) مجمع التواریخ ۴ مخ[2]
) افغانستان در مسیر تاریخ ۳۱۹ مخ[3]
) کروسنسکي ۵۳-۵۲ مخونه[4]
) کروسنسکي ۵۵ مخ[5]
) جي ملیس د افغانستان تاریخ ۸۷۹ د لندن ۲۲ مخ[6]
) افغانان له بارس نه…….۳۵۹ مخ[7]
) تاریخ سلفاني، بهبي چاپ ۱۸۸۱ کال ۷۰-۷۳ مخونه[8]
) کروسنسکي ۵۸ مخ[9]
) همدغه اثر ۶۴ مخ[10]
) هانوي د ایران تاریخ د سرجان ملکم اثر لندن چاپ ۱۸۱۵ کال لومړي ټوک ۵۷ مخ[11]
) کروسنسکي ۶۵ مخ[12]