شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهپوتین: په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعاليت زيات شوی

پوتین: په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعاليت زيات شوی

تاند:( جمعه، د دلوې يوويشتمه)‏ ‏‏د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سیمې د یو شمېر هېوادونو د ملي امنیت له سلاکارانو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي دي.

 پوتین په دغو خبرو کې ويلي، چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې وضعیت نه دی ښه شوی او د ترهګرو ډلو فعالیت زیات شوی .

هغه د اوکراین جګړې ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: موږ نه غواړو چې زموږ په جنوبي سرحدونو کې یو بل تاوتریخوالی رامنځ ته شي.

روسیه د تېرې چارشنبې په ورځ د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو د غونډې کوربه و.

په ياده غونډه کې د ‎ايران، ‎هند،‏ ‎چين، ‎روسېې، ‎تاجيکستان، ‎ترکمنستان، ‎ازبکستان، ‎کرغیزستان او ‎قزاقستان د ملي امنیت سلاکارانو برخه اخيستې وه.

په دې غونډه کې د افغانستان د طالبانو حاکمې ادارې ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

پاکستان ويلي، چې دوی په دغه غونډه کې د ګډون د بلنې باوجود برخه نه ده اخيستې.

په ياده غونډه کې، د روسیې د ملي امنیت شورا سیکرټر نیکولای پېټروشیف په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پاتې وسلو په اړه اندېښنه ښکاره کړې ده.

نوموړي ویلي، چې د دغو وسلو په وسیله ناارامي د سیمې ټولو هېوادونو ته تلای شي.

د طالبانو يوه مخالف سياستوال امرالله صالح ويلي، چې په مسکو غونډه کې نورو هېوادونو هم څه په ښکاره او څه په کنايوي ډول روښانه کړه، چې د طالبانو پر رژيم باور نه لري او ورسره مخته نه ځي.

صالح هيله مندي ښودلې، چې دا به د طالبانو پر وړاندې د سیمې د هېوادونو لومړنی ګډ جدي دریځ شي او پر ضد به یې د سیمې د هېوادونو مخالفتونه زيات کړي.

طالبانو د روسیې د ملي امنیت د سلاکار د انديښنو په اړه څه نه دي ويلي، خو تېر کال یې هغه راپورونه رد کړي وو چې ګوندې د بهرنیو ځواکونو پاتې وسلې په پټو لارو ګاونډي پاکستان ته وړل کېږي.

د امریکا د دفاع وزارت په وينا، امریکا د افغانستان امنیتي ځواکونو ته له 2005م تر 2021م کال پورې د 18.6 ميليارده ډالرو په ارزښت پوځي وسایل ورکړي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب