سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهپاکستان: د افغانستان په اړه د مسکو غونډه بېړنۍ وه، ځکه مو...

پاکستان: د افغانستان په اړه د مسکو غونډه بېړنۍ وه، ځکه مو ګډون پکې ونه کړ

تاند:( جمعه، د دلوې يوويشتمه)‏ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د افغانستان په اړه د روسیې په کوربه توب د تېرې چارشنبې ورځې غونډه کې د خپل هېواد د نه ګډون لامل روښانه کړی.

نوموړې د دغه نه ګډون دلیل، په بېړه د غونډې جوړيدل ګڼلي.

پاکستانۍ وياندې په ورته مهال ټينګار کړی، چې هېواد ېې د افغانستان په اړه خبرو مهم رول لري او په نورو غونډو او فارمټونو کې به خپل ګډون ته دوام ورکړي.

زهرا بلوچ ويلي:”زمونږ فیصله چې په دې فوري غونډه کې به برخه نه اخلو، زمونږ د دې غور په رڼا کې وشوه چې پاکستان د [خبرو اترو] د فارمټونو او فورمونو په برخه کې یوه بهتره ونډه ادا کولی شي، کوم چې هغه سره د افغانستان امن ته تعمیري ګټه ورسېدلی شي.”

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویانده وایي ، چې پاکستان به پخپل ټول توان سره په ټولو دغو میکانیزمونو کې برخه واخلي او افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره به له خپلو شریکانو سره تعامل کې وي.

روسیه د تېرې چارشنبې په ورځ د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو د غونډې کوربه و.

په ياده غونډه کې د ‎ايران، ‎هند،‏ ‎چين، ‎روسېې، ‎تاجيکستان، ‎ترکمنستان، ‎ازبکستان، ‎کرغیزستان او ‎قزاقستان د ملي امنیت سلاکارانو برخه اخيستې وه.

په دې غونډه کې د افغانستان د طالبانو حاکمې ادارې ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

پاکستان ويلي، چې دوی په دغه غونډه کې د ګډون د بلنې باوجود برخه نه ده اخيستې.

په ياده غونډه کې، د روسیې د ملي امنیت شورا سیکرټر نیکولای پېټروشیف په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پاتې وسلو په اړه اندېښنه ښکاره کړې ده.

نوموړي ویلي، چې د دغو وسلو په وسیله ناارامي د سیمې ټولو هېوادونو ته تلای شي.

د طالبانو يوه مخالف سياستوال امرالله صالح ويلي، چې په مسکو غونډه کې نورو هېوادونو هم څه په ښکاره او څه په کنايوي ډول روښانه کړه، چې د طالبانو پر رژيم باور نه لري او ورسره مخته نه ځي.

صالح هيله مندي ښودلې، چې دا به د طالبانو پر وړاندې د سیمې د هېوادونو لومړنی ګډ جدي دریځ شي او پر ضد به یې د سیمې د هېوادونو مخالفتونه زيات کړي.

طالبانو د روسیې د ملي امنیت د سلاکار د انديښنو په اړه څه نه دي ويلي، خو تېر کال یې هغه راپورونه رد کړي وو چې ګوندې د بهرنیو ځواکونو پاتې وسلې په پټو لارو ګاونډي پاکستان ته وړل کېږي.

 ‏‏د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مسکو غونډې له ګډونوالو بهرنيو استازو سره په لیدنه کې ویلي، چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې وضعیت نه دی ښه شوی او د ترهګرو ډلو فعالیت زیات شوی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب