جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهپښتين: پښتانه دې يو بل ته لاره نه نيسي، ټول دې په...

پښتين: پښتانه دې يو بل ته لاره نه نيسي، ټول دې په ګډه دښمن ته لاره ونیسي

تاند:( جمعه، د دلوې يوويشتمه)‏ د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین پر پښتنو غږ کړی، چې يو بل ته د لارې نیولو پر ځای ټول په ګډه دښمن ته لاره ونیسي.

نوموړي دا غوښتنه د پښتونخوا په مومندو کې له یوې لویې ولسي غونډې وروسته ځايي خبريالانو سره مرکه کې کړې ده.

پښتين دا غوښتنه په داسې مهال کړې، چې څه موده مخکې په پېښور کې د پښتنو له امن پاڅون ور د عوامي نیشنل ګوند د پښتونخوا ايالتي مشر ایمل ولي خان د ښاغلي پښتين او همفکرانو خلاف ېې توندې نيوکې وکړې.

ایمل ولي خان د پښتنو لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ د عدالت غوښتنې د هڅو په ننګولو سره ويلي وو، چې دوی د پاکستان برخه دي او غوښتنې او مبارزه ېې هم د پاکستان د قوانینو په چوکاټ کې ده.

منظور پښتین د پېښور پاڅون کې خبرداری ورکړ، چې که پاکستان د پښتنو سيمو قاتل پوځیان محاکمه نه کړي، دوی به ېې د محاکمې لپاره د پښتنو جرګه وغواړي او جرګه به د پښتنو قاتلانو پاکستاني جنرالانو ته سزاوې معلومې او دوی به ېې ورباندې تطبيق کړي.

منظور پښتین مخکې هم خپل پلويان د ایمل ولي خان د پارونکو خبرو پر وړاندې حوصلې ته بللي وو.

د ښاغلي پښتين دغه دریځ په پراخه کچه د پښتنو هرکلي سره مخ شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب