جمعه, اپریل 26, 2024
Home+آیا مصنوعي ځیرکتیا(AI) به زموږ په نسبت پرمختللي شي؟

آیا مصنوعي ځیرکتیا(AI) به زموږ په نسبت پرمختللي شي؟

 دویمه برخه

لیکنه: پروفیسور سټیفن هاوکېنګ

ژباړه: هلمند اڅړ

آیا رښتیا غواړو چې ځیرکې وسلې د سبا ورځې په ارزان بیه کلاشینکوفونو باندې واوړي او په تور بازار کې په تروریستانو او جنایتکارانو باندې خرڅ شي؟ د پرمختللیو سیستمونو د اېل ساتلو په اړه زموږ اندېښنو ته په کتو، آیا موږ باید داسې وسلې تیارې کړو او د خپل ځان دفاع د دوی په لاس کې ورکړو؟

په ۲۰۱۰ز کال کې د راکړې ورکړې سیستمونه ماشیني شول او د بورس په بازار کې یې ګډوډي راوسته(۱) نو په دفاعي او پوځي حالت کې با دا ګډوډي څه ډول وي؟

د خپلسریو وسلو د مسابقې د درولو لپاره تر ټولو ښه وخت همدا اوس دی. په اوسني وخت کې مصنوعي ځیرکتیا کولی شي چې زموږ کارونه ترسره کړي او آسانتیا او برابري رامنځته کړي خو راتلونکي ته په کتو سره نه شو کولی چې د هغه څه په اړه کوم جامع محدودیت پیدا کړو چې کولی شو هغه ته لاسرسی پیدا کړو. هېڅ کوم فیزیکي قانون شتون نه لري چې د ذراتو مخه ونیسي. ذرات کولی شي چې داسې جوړ شي ترڅو د انسان د مغزو پیچلي محاسبې ترسره کړي. څرنګه چې په ۱۹۶۵ز کې یوه ریاضي پوه (اېروینګ ګوډ Irving Good) وویل چې “ماشینونه د انسان څخه په لوړه ځیرکتیا کولی شي خپل ځان ته ګام په ګام پرمختګ ورکړي.” دا هغه څه دي چې امریکايي لیکوال (ورنر وینج Vernor Vinge) د “تکنالوژیکي ګډوډۍ” په نوم نومولي. کولی شو چې تصور وکړو چې داسې تکنالوجي چې له مالي بازارونو څخه به مخکې شي او له انساني څېړنو څخه تېر شي، د انسانانو رهبران به ګوښه کړي او احتمالاً په داسې وسلو چې موږ یې پېژندلی هم نه شو، موږ خپل ځان ته اېل کړي، په داسې حال کې چې لنډمهالي مصنوعي ځیرکتیا په دې پورې تړلي ده چې څوک به یې کنترولوي، په اوږدمهاله اغېزو کې بحث په دې دی چې آیا په رښتیا د کنترول وړ ده که نه؟

خلاصه، د مصنوعي ځیرکتیا راڅرګندېدل به تر ټولو ښه یا تر ټولو بد څیز وي چې بشر ته به ورپېښ شي. د مصنوعي ځیرکتیا رښتینی خطر بد نیت نه دی، بلکې رقابت دی. یو ځیرک روبات به خپلو موخو ته د رسېدلو لپاره ډېر ښه کار وکړي خو که دا موخې زموږ د موخو په څېر نه وي، له ستونزو سره مخ کېږو. شاید تاسو داسې څوک نه وئ چې له مېږیو مو بد راځي او لاسي پر دوی پښه ږدئ خو که د بیا نوي کېدونکي انرژیو د کومې پروژې مسئول وئ او په هغه مسیر باندې چې باید اوبه تېرې شي؛ هلته د مېږیو ځاله پرته وي نو دا د میږیو لپاره ډېر بد خبر دی. نو راځئ چې بشر د میږیو په څېر په بد ځای کې ونه وینو، موږ باید د راتلونکي په اړه پلان وسنجوو. که چېرته کوم پردی تمدن موږ ته داسې پیغام راولېږي چې “په څو اونیو کې به در ورسېږو!” نو آیا موږ به داسې ځواب ورکوو چې “سمه ده، کله چې راورسېدئ موږ خبر کړئ چې څراغونه روښان پرېږدو.” احتمالاً نه! خو لږ یا ډېر دا هغه څه دي چې د مصنوعي هوښ په اړه پېښ شوي دي. له ږ یا ډېر دا هغه څه دي چې د مصنوعي هوښ په اړه پېښ شوي دي. له وي نو دا د میږیو لپاره ډېر بد خبر دی. وي، له ستونزو سره مخ کېږو. کړيڅو کوچنیو غیر انتفاعي موسسو پرته، د دې موضوعاتو په اړه لږې جدي څېړنې شوي دي.

له نېکه مرغه دا حالت د بدلون په حال کې دی. د تکنالوژۍ سرلاریو هر یو بېل ګېټس، سټیو وازنیک او ایلان ماسک زما اندېښنو ته غبرګون ښودلی او اوس مهال په ټولنه کې د مصنوعي ذکاوت د خطرونو او پر ټولنه یې د اغېز فرهنګ د منلو په حال کې دی. د ۲۰۱۵ز کال په جنورۍ کې مې ایلان ماسک او د دې موضوع څو نورو متخصصینو ته د مصنوعي ځیرکتیا په اړه یوه پرانیستی لیک ولیکه او پر ټولنه باندې د مصنوعي ځیرکتیا د اغېزې په اړه مې د جدي څېړنو غوښتنه وکړه. ایلان ماسک تر ټولو ډېر ګواښ کړی و چې له انسان څخه لوړ مصنوعي هوښ دا وړتیا لري چې ډېرې آسانتیاوې رامنځته کړي خو که چېرته په بې احتیاطۍ سره ډېرښت پیدا کړي نو په بشر به ناوړه اغېز وکړي. زه او ایلان ماسک د (راتلونکي ژوند مؤسسې Future of Life Institute) د علمي مشاورې ډلې له غړیو څخه یو. دا هغه سازمان دی چې هڅه کوي ترڅو بشریت ته پېښ ګواښونه کم کړي او د هغې پرانیستي لیک مسوده یې برابره کړه. دا لیک یوه بلنه ده چې څرنګه کولی شو د مصنوعي ځیرکتیا له آسانتیاؤ څخه ګټه واخلو او په عین حال کې له احتمالي ستونزو څخه مخنیوی وکړو. سره له دې چې دې لیک هڅه کړي ده ترڅو د مصنوعي ځیرکتیا پراخوونکو او څېړونکو ته ووايي چې د مصنوعي ځیرکتیا د امنیت مسئلې ته ډېره پاملرنه وکړي. سربېره پر دې، د دې کار موخه سیاستمدارانو او عام ولس ته ګواښ ورکووونکي نه وه بلکې درس ورکوونکي وه. موږ فکر کوو چې دا ډېر مهمه ده چې ټول پوه شي چې د مصنوعي ځیرکتیا څېړونکي په جدي ډول د دې اندېښنې او اخلاقي اصولو په اړه فکر کوي. د بېلګې په توګه، مصنوعي ځیرکتیا دا وړتیا لري ترڅو بې وزلي او رنځ له منځه بوځي خو څېړونکي باید د داسې مصنوعي ځیرکتیا په اړه هڅه وکړي چې د کنترول وړ وي.

همدارنګه د ۲۰۱۶ز کال په اکتوبر کې په کمبریج کې یو نوی مرکز پرانیستل شو چې هڅه کوي هغو بې پایه پوښتنو ته ځواب ووايي چې د مصنوعي ځیرکتیا د چټک پرمختګ له امله رامنځته شوي دي. د (لیورهیلم مرکز Leverhume Centre for the Future of Intelligence) یوه څو رشته اي موسسه ده چې د مصنوعي ځیرکتیا د څېړنو په برخه کې فعالیت کوي، یوه داسې موضوع چې د بشر او تمدن د راتلونکي لپاره یوه حیاتي مسئله بلل کيږي. موږ د تاریخ په مطالعه باندې ډېر وخت تېروو چې اکثره یې د حماقتونو مخینه ده. پر دې بنسټ، دا یو ښه بدلون دی چې بشر د مصنوعي ځیرکتیا راتلونکی مطالعه کوي. موږ یې له پرتو ستونزو خبر یو خو د دې تکنالوژیک بدلون د ابزارو په واسطه به وکولی شو چې د صنعتي کېدو په ترڅ کې پر محیط زیست باندې اوښتي زیانونه بېرته مخکېنیو حالاتو ته وګرځوو.

——————————–

(۱) د امریکا د بورس ناڅاپي سقوط په ۲۰۱۰ کې چې د «فلش کرش» په نوم یادېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب